افغانستان

د مالي فساد په تور د پنځو تنو نیول

مالیې وزارت خبر ورکړی، چې د هرات ولایت په ګمرک کې د یاد ګمرک د یوه کارکوونکي په ګډون پینځه تنه د مالي فساد او غلا په تور نیول شوي. یاد وزارت ویلي، په نیول شویو کسانو کې یو تن د هرات ګمرک د زیرمه تونونوکارکوونکی، یو تن د سوداګریز شرکت کارکوونکی اودرې تنه کارګر د همدې شرکت د سوداګریزو توکو د غلا او مالي فساد په تور نیول شوي. د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې دغه کارکوونکی او ورسره درې تنه کارګر د یوه سوداګریز شرکت د کارکوونکي په لارښوونه، د پیسو په بدل کې د یاد شرکت له وارداتي توکو څخه قیمتي توکي غلا او یاد کارمند ته یې سپارلي و، چې د ګمرک د مسئولینو په هلو ځلو ټول تورن کسان نیول شوي او په خپل جرم یې اعتراف کړی دی. یاد کسان د نورو څېړنو او اجراتو په موخه عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button