تاریخ او جغرافیهلیکنې

د مجاهدینو سره دولس دمینې وړه بېلګه

۱۳۸۹ لمریز کال و، زه د اناردرې ولسوالۍ لپاره نظامي ولسوال وم. د روژې میاشت وه، دخاک سفید ولسوالۍ اړوند د جیجې کلي ته دشپې یوولس بجې را ورسېدو، کوربه چې یو سپین ږیری حاجی صیب و،پاځېد، ویل یې پسه حلالوم ،ماورته کړه حاجي صاحب! روژه ده دشپې یوولس بجې دي، تکلیف دی! موږ دزړه له کومې په دې خوښ یو چې تاسو داتکلیف ونه کړئ. کوربه حاجي صاحب ټینګ و، چې هېڅ امکان نه لري زه به خامخا پسه حلالوم، دا پرما ګناه ګار دالله غټ احسان دی چې مجاهدین زما کورته راغلي ، پکارخو دا وه چې غویی مې درته حلال کړی وای ، کوربه دومره جدي شو چې هېڅ ډول دخپل کارپرېښودلو ته اماده نه وو، موږ هم ویده شوو . پردرو بجو یې چې ږغ وکړ او دپسه غوښې یې راته راوړي، تاسو باوروکړئ داسې راته ښکاریدل چې داغوښې په ما په زور خوري، ځکه په شپه کې پسه حلالول، ټوټه کول اوبیا پخول په کور کې دتورسرو لپاره هم ستونزه او تکلیف دی او دکوربه لپاره هم اقتصادي زیان.
کله چې اوس هم هغه شېبه رایاده شي یو ډول دخپګان احساس کوم، همداشان دافکررا سره پیدا شي چې یا الله په آخرت کې مو دې ولس ته مه شرمنده کوي، چې دوی زموږ سره دومره مېنه لري او خدای مکړه موږ بې لارې شو نو په کوم مخ به د قیامت په ورځ ورسره مخامخ کېږو؟
++++
د شهيد پلار
۱۳۸۹لمریزکال دثور ۲۲مه
د ۱۴۴۰ سپوږمېز کال دروژې دمیاشتې ۷مه روژه ماتې و، دفراه رود ولسوالۍ د تودنک سیمه کې څو تنه مجاهدین روژه مات ته ناست وه، یوناڅاپه دوو امریکايي ډرون الوتکو دوه مېزایل وتوغول چې روژه مات ته ناست ۱۲ تنه مجاهدین پکې ځای په ځای په شهادت ورسېدل . په دې مجاهدینو کې ۶ تنه زموږ خپلوان وه اویو مجاهد پکې د زابل ولایت دنوبهار ولسوالۍ اوسېدونکی وو، هماغه مهال يې موږ د پلار سره اړیکه ونیوله چې ستاسو شهید موږ ستاسو کلي ته بلاتکلیفه در رسولای شو خو دشهید پلار راته کړه: چې زموږ مشوره داسې شو چې تاسو همالته په خپل کلي کې شهید خاوروته وسپارئ.
هغه وخت چې حالات ډېرستونزمن و اوبنګڼې هم چورلېدلې دشهید تجهیز اوتدفین مو په یو څو محدودو کسانو وکړ ، کله چې دشهید تدفین وشو کورنۍ ته مو خبرورکړ، هغوی هم فاتحه شروع کړه.
پرون ماپښین یو چا زنګ راته وواهه ، چې زه دملا عبدالقهار شهید پلار یم، ستاسو طرف ته در روان یم، ما هم دځای درک ورکړ او ورته مې وویل، چې ستاسو درارسېدا سره سم به زه تاسو ته په مخ کې ولاړ یم.
مازدیګر له لمانځه وروسته دشهید پلار اوموراویو ماشوم وروریې د موټر نه راکښته شول موټر کې کښېناستو اوځای ته ورسېدو،بیګا مو شومه وکړه اوبیا مو ډېره ګپه وکړه، ویده شوو سهار دجماعت ترادا کولو وروسته مې ورته وویل چې داسې کښته طرفته به قدم ووهو، لږ ګړۍ وروسته هدیرې ته ورسېدو او مولوي صاحب ته مې کړه دا مخامخ ستاسو د زوی ملا عبدالقهار شهید قبر دی.
مولوي صاحب ښه په آرام او اطمینان کښېناست او دتلاوت وروتسه یې دعاوکړه، بیا مو په موټر کې مولوي صاحب او دشهید مور راوستل څو شیبې قبر ته ناست و، زه شاته ولاړم اوهلته ورته انتظار شوم.
کله چې واپس راغلم دوی هم په ډېر نورمال حالت کې موټر ته راوختل تاسو باوروکړئ که دمولوي صاحب په ټڼډه کې ما دخپګان کومه نښه محسوس کړي وي، دداسې خلکو زغم اوصبر ته سړی حیران شي دهمداسې مېړنیو پلرونو اومېندو حوصلې اولوړ همتونه دي چې دخپل زړه ټوټې قربانيو ته وړاندې کوي.
مولوي صاحب ګل خان ډېرنیک اومتدین انسان دی، الله تعالی (ج) دې يې په خپل حفظ اوامان کې وساتي.

مولوي حیات الله مهاجر فراهي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *