تاریخ او جغرافیه

د مجاهدینو سره د ولس د مینې یوه وړه بېلګه

۱۳۸۹ لمریز کال و، زه د اناردرې ولسوالۍ لپاره نظامي ولسوال وم. د روژې میاست وه، د خاکسفید ولسوالۍ اړوند د جیجې کلي ته د شپې یوولس بجې را ورسيدو، کوربه چې یو سپین ږیری حاجي صیب و، پاڅېد ویل یې پسه حلالوم، ما ورته کړه حاجي صاحب! روژه ده د شپې یوولس بجې دي، تکلیف دی! موږ د زړه له کومې په دې خوښ یو چې تاسو دا تکلیف ونه کړئ. کوربه حاجي صیب ټینګ و، چې هیڅ امکان نه لري زه به خامخا پسه حلالوم، دا پر ما ګناه ګار د ا لله غټ ا حسان دی چې مجاهدین زما کورته راغلي، پکار خو دا وه چې غویی مې درته حلال کړی وای. کوربه دومره جدي شو چې هېڅ ډول د خپل کار پرېښودلو ته اماده نه وو. موږ هم ویده شوو. پر درو بجو یې چې ږغ وکړ او د پسه غوښې یې راته راوړي، تاسو باور وکړئ داسې راته ښکاریدل چې دا غوښې په ما په زور خوري، ځکه په شپه کې پسه حلالول، ټوټه کول او بیا پخول په کور کې د تور سرو لپاره هم ستونزه او تکلیف دی او د کوربه لپاره هم اقتصادي زیان.
کله چې اوس هم هغه شېبه رایاده شي یو ډول د خپګان احساس کوم، همدا شان دا فکر راسره پیدا شي چې یاالله په آخرت کې مودې ولس ته مه شرمنده کوي، چې دوی زموږ سره دومره مېنه لري او خدای مکړه موږ بې لارې شو نو به په کوم مخ د قیامت په ورځ ورسره مخامخ کېږو؟
***
د شهید پلار
د 1398 لمریز کال د ثور 22
د 1440 سپوږمېز کال د روژې د میاشتې ۷م روژه مات و، د فراه رود ولسوالۍ د تودنک سیمه کې څو تنه مجاهدین روژه مات ته ناست وه، یو ناڅاپه دوو امریکایي ډرون الوتکو دوه مېزایل وتوغول چې روژه مات ته ناست ۱۲ تنه مجاهدین پکې ځای په ځای په شهادت ورسېدل. په دې مجاهدینو کې ۶ تنه زموږ خپلوان وه او یو مجاهد پکې د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ اوسېدونکی وو. هاغه مهال یې موږ د پلار سره اړیکه ونیوله چې ستاسو شهید موږ ستاسور کلي ته بلا تکلیفه در رسولای شو خو د شهید پلار راته کړه: چې زموږ مشوره داسې شوه چې تاسو همالته په خپل کلي کې شهید خاوروته وسپارئ.
هغه وخت چې حالات ډېر ستونزمن و او بنګنې هم چورلېدلې د شهید تجهیز او تدفین مو په یو څو محدودو کسانو وکړ، کله چې د شهید تدفین وشو کورنۍ ته مو خبر ورکړ، هغوی هم فاتحه شروع کړه.
پرون ماسپښین یو چا زنګ راته وواهه، چې زه د ملا عبدالقهار شهید پلار یم ستاسو طرف ته در روان یم، ما هم د ځای درک ورکړ او ورته مې وویل، چې ستاسو د رارسېدا سره هم به زه تاسو ته په مخ کې ولاړ یم.
مازدیګر له لمانځه وروسته د شهید پلار او مور او یو ماشوم ورور یې د موټر نه راکښته شول.
موټر کې کښېناستو او ځای ته ورسېدو، بېګا مو شومه وکړه او بیا موتر ډېره ګپه وکړه، ویده شوو سهار د جماعت تر اداء کولو وروسته مې ورته وویل چې داسې کښته طرفته به قدم ووهو، لږه ګړۍ وروسته هدیرې ته ورسېدو او مولوي صاحب ته مې کړه دا مخامخ ستاسو د زوی ملا عبدالقهار شهید قبر دی.
مولوي صاحب ښه په ارام او اطمینان کښېناست او د تلاوت وروسته یې دعا وکړه. بیا مو په موټر کې مولوي صاحب او د شهید مور راوستل څو شیبې قبرته ناست و، زه شاته ولاړم او هلته ورته انتظار شوم.
کله چې واپس ورته راغلم دوی هم په ډېر نورمال حالت کې موټر ته راوختل تاسو باور وکړئ که د مولوي صاحب په ټنده کې ما د خپګان کومه نښه محسوس کړي وي. د داسې خلکو زغم او صبر ته سړی حیران شي د همداسې مېړنیو پلرونو او مېندو حوصلې او لوړ همتونه دي چې د خپل زړو ټوټې قربانیو ته وړاندې کوي.
مولوی صاحب ګل خان ډېر نیک او متدین انسان دی، الله تعالی ج دې یې پخپل حفظ او امان کې وساتي.
***
د شهید مور
کله چې امریکا د میزان پر ۱۵، کال ۱۳۸۰ لمریز کې پر ګران هېواد افغانستان یرغل وکړ په شمالي ولایاتو کې د اسلامي امارت مجاهدین د یوې هوکړې له مخې د جنرال عبدالرشید دوستم ملېشو ته ورغلل، هغوی پر خپله ژمنه وفا ونه کړه، ګن شمېر مجاهدین یې په ډېر قساوت او سخت زړي توب سره په شهادت ورسول.
یوازې زموږ له ډلګۍ نه ۱۸ کسان په کانټینرانو کې په شهادت ورسول شول. په دې شهیدانو کې زموږ د کلي ملا محمد قاسم اخند شهید هم و. نوموړی شهید یوه سپین سرې بوډۍ مور لري، هر کله چې یې زه پوښتنې ته ورشم د زوی غم یې دومره تازه وي ته به فکر کوې چې ایله څو ورځې وړاندې په شهادت رسېدلی.
هوکې! ډېرې داسې مېندې شته چې د خپل زړه د ټوټو انتظار کوي ځکه نه یې قبر معلوم دی نه یې چا د ځنکدن او دښخېدا د مراسمو د سترګو لیدلی حال ورته راوړی وي.

مولوی حیات الله مهاجر فراهی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *