
د مجاهد ملت په سرښندنو او قربانيو سرټيټو صليبي لښکرو کابل پرېښود
د سنبلې نهمه پر افغانستان د امریکا د تېري پای ته رسېدو له ورځې سره برابره ده. په دغه ورځ د افغانستان باتور ملت د اسلامي امارت تر قيادت لاندې د صليبي ملېشو شل کلن اشغال ته د پای ټکی کېښود، نو ځکه د دغې تاريخي ورځې په مناسبت ټول ولس په ځانګړې توګه هغو افغانانو ته مبارکي وايم، چې د اشغالګرو په شل کلن ماموريت کې يې هر ډول ربړونې او تکاليف وګالل او د خپلو اولادونو په نذرانه کولو يې دا ځل بيا خپله خاوره د وحشي صفتو غربيانو له منګولو وژغورله او هېوادوالو ته يې د ارامه او سوکاله ژوندانه چاپېريال برابر کړ او د غيرتي مجاهدينو په د بې شمېره قربانيو او سرښندنو پایله کې بالاخره امريکا دې ته اړ شوه، چې کابل تر شا پرېږدي او د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۳۰مه نيمه شپه د جنرال «کریس دوناهيو» په نوم وروستي پوځي په ډېرې ناهيلۍ د تېښتې پښې سپکې کړې او سرڅوړی يې کابل پرېښود او ا.ا.ا چارواکو د افغانستان بشپړ واک په لاس کې واخیست، چې دا ورځ د امریکا په تاریخ کې توره ورځ او د افغانانو لپاره د ویاړ ورځ بلل کېږي.په همدې تړاو اسلامي امارت د وږي یا سنبلې ۹مه په ټول هېواد کې عمومي رخصتي اعلان کړه او دغه وياړمنه ورځ په ټول هېواد کې په شاندارو مراسمو سره نمانځل کېږي. د سنبلې نهمه ځکه وياړمنه ورځ ده، چې افغانانو د شل کلن صليبي اشغال پر وړاندې د امريکا په مشرۍ د ناټو شاوخوا ۴۸ غړو هېوادونو ته د غلامۍ سر ټیټ نه کړ، نو ځکه دغه ورځ ټول افغان ولس ته د بریا او سرلوړۍ دا احساس ورکوي، چې په الهي نصرت یې باور نور هم ټینګ شي، الحمدلله افغانانو د تاریخ په اوږدو کې د خپل دین، هېواد او آزادۍ لپاره خورا سترې قربانۍ او سرښندنې ورکړې، چې پايله کې د هغو شهيدانو لوی آرمان پوره شو، چې د يرغلګرو په وړاندې يې تل مبارزه کوله او د خپلو سرونو او وينو په نظرانه کولو يې د جهاد خورا اوږد او ستومانه بهیر په بریاليتوب سرته ورساو او د سوچه شرعي اسلامي نظام د قیام او استحکام لپاره يې زمینه برابره کړه. د همدغو سپېځلو شهيدانو برکت و، چې اوس په هېواد کې سرتاسري امنیت تأمین شوی، د هېواد ټول وګړي تر واحد قیادت لاندې اداره کېږي، اسلامي نظام حاکم دی، هره خبره د شریعت په چوکاټ کې عملي کېږي او هېڅوک نه شي کولای د پردیو مټو په زور زموږ عقيدوي، کلتوري، فرهنګي، ملي احساس تر خپلې مغرضانه اغېزې لاندې راولي، که څه هم صليبي يرغلګرو په تېره شل کلنه دوره کې خپل زور و آزمويه، دوی په ډېر ظالمانه توګه مسجدونه، کلي او کورونه بمبارد کړل، په شپنيو چاپو کې یې د ډېرو ځوانانو ميندې، خويندې او مېرمنې د غم په ټغر راټولې کړې، دغه راز يې داخلي او بهرني زندانونه له مجاهد پروره افغانانو ډک کړل، د دې په څنګ کې هڅه يې کوله چې د ډيموکراسۍ په نامه د افغان باتور ملت عقيدې خرابې او بهرنی فرهنګ د افغانستان په سپېځلې خاوره خپور کړي، لنډه داچې که هر څه له وسې پوره و، دريغ يې پرې ونه کړ، خو بيا هم د الله (ج) په مرسته او د سرلوړو شهيدانو او مجاهدينو له برکته د دوی مغرضانه هڅې ناکامې، دسیسې يې شنډې او خپله يې سلګونه ميليارده ډالر تاوان وکړ او څه ناڅه ۵۰۰۰ امريکايي پوځيان يې له لاسه ورکړل، نژدې ۲۳۰۰۰ ټپیان شول، لسګونه امريکانان لېونيان شول، سلګونه زغروال ګاډي يې له منځه ولاړل، مډرنې او پرمختللې وسلې يې افغانانو ته په غنيمت کې پاتې شوې…! دغه راز مکارې امريکا چې کله افغان سپېخلې خاوره تر شا پرېښوده، اوس هماغلته حکومت او رعيت په غم اوښتي او ټول ملت يې له حکومته د هغو بېځايه مصارفو حساب او کتاب غواړي، چې په افغانستان په شل کلن اشغال کې يې له لاسه ورکړل، که څه هم دوه کاله کېږي، چې امریکا په افغانستان کې د خپلې پوځي ماتې پایله لیدلې؛ او خپله پر دې اعتراف کوي، چېد افغانستان کې يې تر ټولو اوږده جګړه له ماتې او نهیلۍ سره مخ شوه او پر افغانانو مو هر ډول فشارونه، ګواښونه او پالیسۍ له ناکامۍ سره مخ شول؛ نو بله لوبه يې په کار واچوله او غواړٍي د اوسني حکومت او ملت تر منځ واټن زيات او د بې اتفاقۍ تخم وشيندي او درګرده لګيا دي، د افغان ولس پر وړاندې هر ډول توطئې او بهانې له بهره جوړوي، کله مو د نجونو او ښځو د حقونو پر نقض تورنوي، کله وايي اوسنی حکومت ټولګډونه نه دی، کله د بيان آزادي يادوي، کله وايي افغانستان کې د داعش فعاليتونه مخ په زياتېدو دي، کله القاعده سره د مبارزې په پلمه هوايي عمليات کوي او څارګرې الوتکې يې د افغانستان په فضا کې ليدل کېږي، په داسې حال کې چې په ټول هېواد کې سرتاسري امن راغلی، د کوکنارو کرکليه صفر شوې، په ټولو ادارو کې فساد له منځه تللی، د داعش ډلې زور اوبه او جرړې يې له بيخه ايستل شوې، اوسنی حکومت مو ټولشموله دی او د افغانستان ټولو قومونه ته په کې ځای ورکړل شوی، د شرعي اصولو په چوکاټ کې د نجونو او ښځو عزت خوندي شوی، رسنۍ د اصولو او قوانينو مطابق په عادي ډول خپرونې کوي، نو د امريکا دا پلمې او بهانې د څه لپاره؟! که دوی په دې فکر وي، چې په اوسني واکمن نظام کې به يو ځل بیا هغه تښتېدلي اجنټان او کرايه شوې ډلې ځای پر ځای کړي، چې د دوی ګټې خوندي وساتلی شي او دوی له دې لارې بيا خپلو مقاصدو ته ورسېږي، هيڅ امکان نه لري، ځکه موږ په تېرو دوو لسيزو کې ولیدل، چې دوی له بهره پر موږ د خپلې خوښې لاسپوڅي حکومتونه راوتپل او حکومتي چارې داسې چاته په لاس ورکړې وې، چې خپله امريکا ته يې له ګټې تاوان ډېر و، دغه راز د افغان ولس لپاره يې هېڅ په درد ونه خوړل، پر ځای د دې چې دوی افغانستان د ځان بسياينې په لور وخوځوي، دوی خپل جيبونه او خيټې په ډالرو وپړسولې، او د افغانستان د ملت شتمني يې چور و تالان او له ځانه سره يې بهرنيو هېوادونو ته واېستله او هلته يې د دوه ورځې ژوند لپاره پرې آسمان څکي برجونه جوړ کړل…! په داسې حالت کې به هېڅکله افغان ولس دا بېځايه شرطونه او فشارونه ونه مني، ځکه اوسنی نظام د ولس په بې شمېره قربانيو، ربړونو او سرښندنو منځ ته راغلی او هېڅکله نه غواړي، چې له بهره کرايه شوې ډلې او ټپلې د دوی په سر يو ځل بيا لوبې وکړي. سره له دې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ستونزې شته او امریکا د اسلامي امارت پر رسمیت پېژندلو کې اصلي خنډ دی، چې د وخت له تېرېدو سره به یې پایلې روښانه شي. ټول افغانان له نړۍ، په ځانګړي توګه له امريکا غواړي، چې د تېرو شل کلونو ترخې تجربې تکرار نه کړي او د افغانستان له نوي حکومت سره د تعامل لاره خپله کړي، دغه راز دې نړۍ د افغانستان پر وړاندې معقول سیاست خپل کړي او د دې هېواد ځمکني بشپړتیا ته دې په درنه سترګه وګوري او د خپلواک اسلامي نظام او خلکو ارادې ته درناوی وکړي، چې افغانان له نړۍ سره عادي اړيکې او مثبت تعامل ولري. دغه راز دې د اسلامي امارت مسئول چارواکي له دغه طلايي فرصته استفاده وکړي او د اسلامي نظام د قوت، نظم او پرمختګ لپاره دې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي، چې ملت نور هم پر دوی رامات او په هر ځای کې يې کلک تر ځنګ ودرېږي او هېڅکله له حکومته بېزار او ناراضه نه شي.
ر- رؤفي