سرمقالې

د محاکمو اصلاح او تنظیم یوه بیړنۍ اړتیا ده

پر حکومت باندې د رعیت یو مهم حق هغوی ته په اسانه او وړیا توګه د عدلي او قضايي خدماتو وړاندې کول دي- په دې ډول چې په عام ولس کې هر مظلوم وګړی امیر وي که فقیر پرته له څه ډار، واسطو او پیسو تر قاضي او محکمې خپل اواز ورسولی او ژر تر ژره خپل حق تر لاسه کړی شي. له بده مرغه سره له دې چې قاضي په اسلامي شریعت کې خورا لوړه مرتبه او لوی مسؤلیت لري خو عموماً د اوسنۍ زمانې د حکومتونو غلطو لوایحو او یاد همدې منصب لپاره نا اهلو اشخاصو ګمارنې له امله محاکم او عدلي ادارې تر ډېره بدنامه شوې هم دي- همدارنګه بله وجه ښايي دا هم وي چې عوامو کې هم تقوا کمه او فساد بیخي زیات شوی، ځکه خو هرکس و ناکس له محاکمو سرټکوي او حق حقدار ته په نه ورکولو یې تورنوي. البته بل لورته بیا دا واقعیت هم له هیچا پټ نه دی چې په محاکمو کې فیصلې ځنډول کیږي او ډېر ځله په یوه دعوا کې تر کلونو پورې هم لا پرېکړه نه وي شوې- اصلاً همدغه چاره رشوتونو ته لار هواروي او اخر پای د قضا او محکمې څه چې د ټول حکومت د بدنامۍ لامل ګرځي- په دې کې شک نشته چې په عمومي توګه مظلوم له مالي پلوه هم کمزوری وي نو کله چې د کوم ظالم ښکار او بیا محکمې ته عارض شي او د محکمې له خوا تر ډېرې مودې په منډو ترړو ستړی او نوریې په جیب کې هم څه نه وي پاتې، ښکاره ده چې دی به کیني او له خپلې عریضې به نصوحا توبه باسي. خو مقابل لوری به لګښت کوي، محاکم به پالي او سره له بطلانه به دعوا ګټي. داسې حالت کې به نو څه فکر کوئ د یو حقدار مظلوم څه حال وي او د قضا او محکمې په اړه به څه ډول تأثرات بیانوي؟!

دا چې د اورېدو او مشاهدې له مخې د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ سره سم ټول هېواد کې پر محاکمو د عارضینو هجوم راغلی و، مهمه وجه یې همداوه چې خلک د عدالت لاس رسي ته هیله من وو او تر ډېره حده د فیصلو شمېر هم په کمه موده کې ډېر پورته ولاړ. خو په ډېر تأسف چې اوس مهال یو ځل بیا له هرې خوا د خلکو شکایتونه اورېدل کیږي او ګیلې کوي چې د عریضو پاڼې یې هماغسې پرتې او هیڅ غمخور نه لري. په دې اساس د اسلامي امارت مشرانو ته لازمه ده چې محاکموته په جدي ډول سپارښتنه وکړي څو تر ممکنه حده کمه موده او پوره شفافیت سره د متخاصمینو ترمنځ فیصلې صادرې او د مراجعینو د بې ځایه ځورېدو مخه ونیسي. موږ باید په یاد ولرو چې د حکومتونو د بدنامۍ او خلکو د ناخوښۍ له مهمو مواردو یو یې همدغه د محاکمو ناوړه چلند دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button