افغانستان

د مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد د زیارت تر څنګ یوه مدرسه جوړیږي

په زابل ولایت کې د افغانستان اسلامي امارت د مؤسس امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد له زيارت سره د ۳۷۷ زره ډالرو په لګښت د يوې دیني مدرسې د بنسټ ډبره کېښودل
شوه.

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د زابل والي مولوي حزب الله افغان وويل، چې دغه مدرسه د اتحاد الجمعیات خیریه بنسټ د ۳۷۷ زره ډالرو په لګښت په درېیو پوړونو کې جوړېږي، چې ۴۴ خونې به ولري.

د نوموړي په خبره د یادې مدرسې رغنیزې چارې به په ۶ میاشتې کې بشپړې او ګټې اخستنې ته وسپارل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button