
د مسلمانانو لومړی سفیر
د نړۍ اصول دي، چې د خپلو اړیکو د ټینګښت له پاره له یوه هېواده بل هېواد ته سفیر لېږل کیږي، تر څو هلته د خپل هېواد نیکې هیلې او مرستې ورسوي، تبلیغ وکړي او د خپل هېواد، خلکو او فرهنګ د ښېګڼو په لوري د بل هېواد خلک را مات کړي؛ خو آیا پوهېږئ، چې د اسلام لومړنی سفیر څوک و؟
که ځواب مو مصعب بن عمیر وي؛ نو راځئ، چې په اصل کېسه مو سر خلاص کړو:
د نبوت په دوولسم کال د مدینې منورې څخه د مسلمانانو یو پلاوی راغی، چې دولس تنه پکې و، شپږ یې په مخکني او شپږ نور نوي مسلمانان وو. رسول الله صلی الله علیه وسلم په منی کې ورسره ملاقات وکړ، دوی هم اسلامي دعوت قبول کړ او بېا ورته رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرماېل: چې کلمه توحید او رسالت ومني، دوی وویل: مونږ یې منو او له دې وروسته پېغمبر صلی الله علیه وسلم ترې یو بشپړ بیعت واخیسته او په هغوی یې ومنل، چې د الله تعالی عبادت به کوئ، شرک، زنا، غلا، پردي مالونه په ظلم خوړل، د اولادونو وژنه، بهتان لګول او د نیکي په کار کې به نافرماني نه کوئ. هغوی دا ټول شرطونه ومنل او کله چې بېرته مدینې منورې ته گرځیدل نو رسول الله صلی الله ته یې عرض وکړ، چې مونږ سره خپل یو استازی ولېږه، تر څو مونږ او د مدینې منورې اوسېدونکو ته اسلام او د قرآن کریم علوم راوښيي؛ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم هم د دوی غوښتنه ومنله او په دې سره مصعب بن عمیر العبدري رضي الله عنه د اسلامي تاریخ لومړی سفیر شو، هغه ډېر ښاېسته ځوان و، چې د اسلام د ظهور په لومړیو کې یې دغه سپېڅلې دین قبول کړ؛ یعنې هغه له سابقین الاولین څخه و. نوموړی له هغو مکه والو څخه و، چې ډېر شته او مال یې درلودل؛ خو د اسلام په راوړلو سره یې هر څه تر دغه مبارک دین قربان کړل او کله چې د احد په غزا کې شهید شو؛ نو کفن یې پوره نه درلوده او یو څادر یې ورته په سر واچولو او په پښې یې په وښو (ګیاه) ورپټې کړې.
د اسلام لومړی سفیر ډېر امتیازات درلودل، یو دا چې هغه ښه قاري و، د قران کریم ښه ښودونکی او ښه معلم و، د دعوت په چارو کې له بل هر چا ښه پوهېده او د خپل کار مرکزیت ورمعلوم و، په اسانۍ سره یې د خپلو چارو مدیریت کولی شو.
یوه ورځ مصعب او اسعد بن زراره رضي الله عنهما د بني عبدالاشهل او بني ظفر کلیو په لور روان شول، دوی دواړه د بني ظفر په یوه باغ کې د مرق نومي ځای څاه ترڅنګ کېناستل او مسلمانان پرې راټول شول. کله چې سعد بن معاذ او اسید بن حضیر چې د بني اشهل د قوم مشران او لا تر اوسه مشرکان ول، د دوی له راتګ څخه خبر شول، نو سعد بن معاذ اسید ته وویل: «ولاړ شه او دغو دوو تنو ته چې زمونږ ناپوه خلک بې لاري کوي په قهر سره ووایه چې بېا دې لوري ته رانشي. اسعد بن زراره زما د ترور زوی دی؛ که نه په خبله ورتلم او ته به مې ترې خلاص کړی وې». اسید توره په لاس د هغوی په لوري ورغی. اسعد چې له لرې هغه ولید؛ نو مصعب رضي الله عنه ته یې وویل: دا را روان سړی د خپل قوم مشر دی، د الله تعالی احکام ورته ورسوه.
مصعب وویل: که چېرې کېناسته؟ نو زه به یې پوه کړم.
اسید راغی او قهرجنه لهجه یې وویل: ولې دلته راغلي یاست، غواړئ چې زمونږ ساده ګان وغولوئ؟ که د ځان خېر غواړئ نو له دې ځایه لاړ شئ. مصعب رضي الله ورته وویل: ته لږ کېنه او زمونږ خبره واوره، که خوښه دې شوه و به یې منې او که له نظره بده درغله؛ نو په زور خو یې په تا څوک نشي منلی. اسید وویل: خبره خو مو روغه وکړه، بېا یې توره په ځمکه خښه کړه او کېناست. مصعب رضي الله عنه ورته اسلام تشریح او قران کریم تلاوت کړ. اسعد رضي الله وايي: سوګند په الله تعالی چې د ده په مخ کې د اسلام د نور روښانتیا مخکې له دې چې دی خبرې وکړي؛ ما ولیده. بېا یې وویل: دا څومره ښکلی او په زړه پورې دین دی، دې دین ته د داخلېدلو لاره څه ده؟ ما ته یې هم راوښيئ.
هغوی دواړه ورته وویل: ځان او لباس به دې پاک کړې، بیا به د توحید کلمه ووایې او دوه رکعته لمونځ به وکړې.
هغه ټولې لارښوونې قبولې کړې او هغوی ته یې مخ واړاوه: زما یو بل ملګری هم شته که چېرې هغه مسلمان شي؛ نو د قوم ټول غړي (نر او ښځې) به مسلمانان شي، هغه سعد بن معاذ نومیږي. زه به یې همدا اوس تاسې ته راولېږم. اسید خپله توره واخیسته او د سعد په لور چې د قوم په منځ کې ناست و، ورغی. سعد د خپل قوم خلکو ته وویل: سوګند په الله تعالی چې اسید په کوم مخ تللی و، په هغه مخ نه دی راغلی؛ څېره یې بدله شوې ده.
اسید چې د غونډې ځای ته ورسېده؛ نو سعد ترې پوښتنه وکړه، څه دې وکړل؟
هغه ځواب ورکړ: له سړیو سره مې خبرې وکړې، سوګند په الله جل جلاله چې په هغوی کې مې څه بد پیدا نه کړل؛ خو بیا مې هم منع کړل؛ هغوی هم ومنله؛ خو په لاره کې مې واورېدل، چې د حارثه کورنۍ راوتلې ده، چې اسعد بن زراره رضي الله عنه ووژني، ځکه هغوی ته چا ویلي دي،، چې دا ستا د ترور زوی دی. بني حارثه غواړي تا سپک کړي.
سعد چې دا خبرې واورېده، سخت غوسه شو، توره یې پورته کړه او نېغ د اسعد او مصعب رضي الله عنهما په لوري ورغی. کله چې هلته ورسېدل؛ نو دواړه یې ډاډه ولیدل، پوه شو، چې اسید دا کېسه یواځې د دې له پاره جوړه کړې وه، چې ما د دواړو خبرو اورېدلو ته راولي؛ نو په قهرجن غږ یې اسعد بن زراره ته وویل: اې ابو امامه! واوره؛ سوګند په الله که چېرې زما او ستا ترمنځ خپلوي نه وای؛ نو روغ سټ به دی نه وای وړی، ایا ته اوس زمونږ په کور کې زمونږ ناخوښه کارونه کوې؟
اسعد له پخوا مصعب ته ویلي و: سوګند په الله چې د قوم داسې مشر درته راغی که اسلام ته دې را وباله، نو ټول قوم به یې مسلمان شي. هغه و، چې مصعب رضي الله ورته وویل: نه کېنې چې زمونږ خبره واورې؟ که زمونږ خبره دې خوښه شوه؛ و به یې منې او که له نظره بده درغله؛ نو په زور خو یې په تا څوک نشي منلی. معاذ وویل: خبره خو ومو روغه وکړه، بېا یې توره په ځمکه خښه کړه او کېناست. مصعب رضي الله عنه ورته اسلام تشریح او قران کریم تلاوت کړ. معاذ رضي الله وايي: سوګند په الله تعالی چې د ده په مخ کې د اسلام د نور روښانتیا مخکې له دې چې دی خبرې وکړي؛ ما ولیده. بېا یې وویل: غواړم مسلمان شم لاره راوښیئ؟
دواړه ورته وویل: ځان او لباس به دې پاک کړې، بیا به د توحید کلمه ووایې او دوه رکعته لمونځ به وکړې.
سعبد بن معاذ همداسې وکړل، توره یې واخیسته او د خپل قوم په لوري ورغی. د قوم خلکو چې هغه له لیرې ولیده؛ نو خپلو منځونو کې یې وویل: په الله جل جلاله سوګند په کوم مخ چې هغه تللی و؛ بېرته په هغې څېرې نه دی را روان.
کله چې سعد بن معاذ قوم ته ورسېده؛ نو ویې ویل: اې د اشهل اولادې! تاسې په کوم نظر راته ګورئ؟
ټولو وویل: ته زمونږ مشر د خبرې سړی او ښه لارښود یې.
سعد ورته وویل: زه به ستاسې له نر او ښځې سره تر هغې خبرې ونکړم، تر څو چې تاسې په الله او رسول ایمان نه وي راوړی.
لا د ماښام لمر نه و لوېدلی، چې د قوم ټول خلک پرته له یو تن چې «اصیرم» نومېده، مسلمانان شول. اصیرم هم د احد په ورځ ایمان راوړ او په هماغه غزا کې شهید شو.
له دې وروسته مصعب رضي الله عنه په ټوله مدینه کې اسلام خپور کړ او داسې کور پاتې نشو چې هلته د نوموړي د مبارک دعوت له برکته څوک مسلمان شوی نه وي، یوازې د بني امی: بن زید، خطمة او وائل کورنۍ وې چې له دې ستر نعمت بې برخې پاتې وې.
د نبوت په ۱۳ کال چې کله مصعب رضي الله عنه بېرته مکې ته راستون شو؛ نو نبي علیه السلام ته یې خبر او زیری ورکړ، چې مدینه منوره کې ډېرو خلکو اېمان راوړ. بېا یې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د هغه ځای خلکو د ښاېسته اخلاقو، مېلمه پالنې، صله رحمي، خېر خواهي او دښمن سره د مقابلې خبرې هم وکړې.
دا و د اسلام لومړی سفیر چې ډېر ځيرک او د عجز نمونه و.
تهيه اوترتیب: عابد الله (سمسور)