نړۍ

د مسلمانو علماوو ټولنه: د صهیونستي رژیم د بې عدالتیو پر وړاندې سره یو موټی شئ

د مسلمان علماوو نړېوالې اتحادیې د یوې اعلامیې په خپرلو سره په غزه کې د صهیونستي رژیم بریدونه او بې عدالتۍ غندلي دي. یادې اتحادیې پر اسلامي نړۍ غږ کړی چې په غزه کې دې روانه ټولوژنه ژر تر ژره ودریږي او باید د یادې نسل وژنې پر وړاندې جدي اقدامات وشي.
دغې اتحادیې په غزه کې یو ځل بیا د اسرائیلو اشغالګرو جنایتونه غندلي او له نړېوالې ټولنې یې غوښتي، چې تر اختر وړاندې دې په غزه کې بېړنی اوربند اعلان شي.
د مسلمانو علماوو دا ټولنه په داسې حال کې د صهیونستي رژیم د بریدونو غندنه کوي چې دغه غاصب رژیم خپل بریدونه له پخوا څو چنده زیات کړي او تر دې دمه یې تر ۳۳ زرو زیات کسان شهیدان او نږدې ۷۶ زره نور یې ټپیان کړي دي.
د یادونې وړ ده چې د صهیونست رژیم په بریدونو کې یوازې ملکي وګړي په نښه شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button