
د مصيبت او تاوان پر وخت د غم او پښېمانۍ خبرې مه کوه !
ژباړه: که يو شی در ورسېږي نو ته داسې مه وايه چې که چېرې مې داسې کړي وای نو داسې او داسې به شوي وای بلکې ووايه د الله تقدير وو هر کار چې الله يې وغواړي کوي يې ځکه چې لو(که چېرې) عمل د شيطان را خلاصوي.
توضيح: يعنې کله چې د يو مصيبت سره مخامخ کېږي نو داسې مه وايه چې که چېرې مې داسې کړي وای او يا داسې سوي وای نو دغه مصيبت به نه را رسېدلای؛ ځکه چي د داسې خبرو کول انسان ته دروازې د شيطاني کارونو او باورونو خلاصوي چې هغه د الله پر قضاء او قدر پښېماني او غمګيني ده او پر الهي تقدير باندې يو ډول نيوکه او اعتراض دی.
بس سړی به داسې وايي: چې الله پاک په تقدير کې همداسې ليکلي وه ارومرو دغه پېښه کېدل؛ او د الله پاک خپله خوښه ده چې کوم شی وغواړي هغه کوي هېڅوک او هېڅ شی يې مخه نه شي نيولای.
په بل حديث کې راځي:اﺣﺮﺹ ﻋﻠﻰ ﻣﺎ ﻳﻨﻔﻌﻚ ﻭﻻ ﺗﻌﺠﺰ، ﻓﺈﻥ ﻏﻠﺒﻚ ﺃﻣﺮ ﻓﻘﻞ: ﻗﺪﺭ اﻟﻠﻪ ﻭﻣﺎ ﺷﺎء ﺻﻨﻊ، ﻭﺇﻳﺎﻙ ﻭاﻟﻠﻮ ﻓﺈﻥ اﻟﻠﻮ ﺗﻔﺘﺢ ﻋﻤﻞ اﻟﺸﻴﻄﺎﻥ. [مسند ابي يعلي۶۳۴۶]
ژباړه: پر هغه شي باندې کوښښ وکړه چې تاته ګټه رسوي او مه ناتوانه کېږه که يو شی درباندې غالبه سو نو داسې ووايه: د الله تقدير دی کوم شی چې د الله خوښه وي هغه کوي او ځان د لو (که چېري) څخه وساته ځکه چې په هغه باندې د شيطان د کار دروازه خلاصېږي.
يعنې تل د ځان لپاره د ګټې د لاسته را وړلو په هڅه کې وسه او ځان ناتوانه مه بوله خو که په يو کار کې ناکامه سوې او ستا ناخوښه حالت درباندې راغی نو داسې ووايه چې دا د الله تقدير دی کوم شی چې الله يې و غواړي هغه کوي.
او هېڅکله داسې مه وايه: کاشکي مې فلانی کار نه وای کړی او يا که مي فلانی کار نه وای کړی نو داسې به نه کېدل،ځکه چې د داسې خبرو په کولو پر انسان د شيطاني کارونو او باورونو دروازې را خلاصېږي چې هغه د الله پاک پر تقدير پښېماني او غمګيني ده او يو ډول اعتراض دی پر تقدير باندې.
وإن أصابك شيء فلا تقل: لو أني فعلت لكان كذا وكذا ولكن قل قدر الله وما شاء فعل فإن – اللو – تفتح عمل الشيطان. [مسند ابي يعلي۶۲۵۱]
مولوي نورالحق مظهري