
د معاصرو نظامي تجهيزاتو د اړتیا پوره کولو حل لارې
دا چې د هېواد او نظام د دفاع په خاطر معاصرو تجهیزاتو (لکه رادار او …..) او وسلو ته اړتیا ده، اسلامي امارت دا اړتیا څنګه او له کومو لارو پوره کولای شي؟
الله تعالی پۀ قرآن کريم کې فرمايي: « وَأَعِدُّوا لَهُمْ مَا اسْتَطَعْتُمْ مِنْ قُوَّةٍ وَمِنْ رِبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدُوَّ اللَّهِ وَعَدُوَّكُمْ وَآخَرِينَ مِنْ دُونِهِمْ لَا تَعْلَمُونَهُمُ اللَّهُ يَعْلَمُهُمْ ۚ وَمَا تُنْفِقُوا مِنْ شَيْءٍ فِي سَبِيلِ اللَّهِ يُوَفَّ إِلَيْكُمْ وَأَنْتُمْ لَا تُظْلَمُونَ » (الأنفال ٦٠:۸).
نبي کريم صلی الله عليه وسلم د دې آيت شريف پۀ تفسير کې د قوت تفسير پۀ ويشتلو سره کړی او د ډېر اهميت له کبله يې درې ځلې يادونه کړې.
پورتني آيت کريمه او حديث شريف ته پۀ کتو ويلی شو، چې د معاصرو نظامي تجهيزاتو، لکه رادار ، نظامي دستګاوې او … اهميت د چا څخه پټ نه دی او د يادو تجهيزاتو لاس ته راوړل د شرعي نصوصو تعميل دی، فلهذا لاندې هغه موارد يادوو، چې د هغوی له مخې کولی شو دغه اړتيا پوره کړو:
۱- د ستراتیژیکو تړونونو احياء:
افغانستان د اسلامي پرمختللو هېوادونو سره ستراتیژیک تړونونه لري، لکه د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد يعقوب مجاهد صاحب د قطر اسلامي هيواد سره په خپل وروستي سفر کې ستراتيژيک تړون لاسليک کړ، د همدې او دې ته ورته تړونونو څخه چې د اسلامي او ملي منافعو سره په ټکر کې نه وي استفاده کول د نظامي ځواک د پرمختګ سبب کېدلی شي او همدا شان د ياد تړون له مخې بايد معاصر تجهيزات کومو ته چې بېړنۍ اړتيا ليدل کېږي، را وارد کړل شي.
۲ ـ په کابل حربي پوهنتون کې ابتکارات:
د ياد پوهنتون زده کړيالانو ته بايد د دې امکانات برابر شي، چې د خپلو شته وړتياوو څخه په استفادې، نظامي معاصر تجهيزات را منځته کړي او هيواد د نورو له اړتیا غني کړي.
۳- د شته نظامي تجهيزاتو ساتنه:
افغانستان جګړه ځپلی هيواد دی، د هيواد هر يو وګړی د اسلحو سره بلدتيا او ليوالتيا لري، د انقلابونو پرمهال زياتره هيوادوالو اسلحې د ځان سره ساتلې دي، بايد اسلامي امارت يادې اسلحې را ټولې او خوندي کړي، څو په قاچاق سره يې هيواد د نورو له اړتياوو وژغورل شي.
يادونه:
د افغانستان خلک مسلمانان دي او د مسلمانانو لپاره په کور کې اسلحه ساتل هم ضروري دي، علامه شامي صاحب په رد المحتار (۲/۴۷,۴۸) کې داسې ليکي:
(قوله: فارغ عن حاجته) قال في البدائع: قدر الحاجة هو ما ذكره الكرخي في مختصره فقال: لا بأس أن يعطي من الزكاة من له مسكن، وما يتأثث به في منزله وخادم وفرس وسلاح وثياب البدن وكتب العلم إن كان من أهله، فإن كان له فضل عن ذلك تبلغ قيمته مائتي درهم حرم عليه أخذ الصدقة، لما روي عن الحسن البصري قال كانوا يعني: الصحابة يعطون من الزكاة لمن يملك عشرة آلاف درهم من السلاح والفرس والدار والخدم، وهذا؛ لأن هذه الأشياء من الحوائج اللازمة التي لا بد للإنسان منها.
پورته عبارت دا ښيي، چې اسلحه هغه اړتيا ده، چې زکات هم نه حسابېږي، نو مطلب دا چې هر يو هيوادوال بايد په کور کې وړه اسلحه چې د دولت لخوا ورپسې ثبت او قيد وي د ساتلو جواز ورکول شي.
۴- د هېواد د شته متخصصينو څخه استفاده:
عربي کې مشهور متل دی چې «لكل فن رجال». افغانستان هم په مختلفو برخو کې خپل متخصصین لري ، په ياده برخه کې هم بايد د هغوی له استعدادونو مثبته استفاده وشي.
نو ښه به دا وي، چې د معاصرې ټکنالوژۍ متخصصين د افغاني شخصيتونو سره د ارتباط کميسيون له لارې راوغوښتل شي، اطمینان ورکړل شي ، اسانتياوې ورته برابرې کړل شي ، په عقيدوي لحاظ را خپل کړل شي او په ياده برخه کې ترې لومړۍ مشورې، طرحې ، برنامې او تحليلونه واورېدل شي او بيا د توان او حالاتو مطابق مخکې قدم واخيستل شي.
په پرمختللې ټکنالوژۍ سمبال او د نورو له احتیاجه خلاص افغانستان په هيله.
مفتي فضل شاه افضلي