لیکنېمقالی اوتبصرې

د معنوي بې معنا څرګندونې

فضل احمد معنوي چې په تېره اداره کې د عدلیې وزارت په رآس کې و او په چور چپاول کې ونډه ښکاره وه، تازه له امو تلویزیون سره په یوه مرکه کې وایي چې اسلامي امارت د څو هم اندو یو ټولی دی او هېڅ ډول مشروعیت نه لري. دی د خبریال د هغه پوښتنې په ځواب کې د ده په خوله چې که تاسو طالباني نظام مشروع او بشپړ نه بولئ، نو څنګه د استاد رباني دولت ته مشروع دولت وایئ؟ معنوي یې بیا په ځواب کې څو بې معنا الفاظ سره ښکته پورته کوي چې ګوندې تر ده وړاندې د مجددي انتقالي دولت و او استاد رباني ته یې انتقال کړ. خبریال پوښتي چې تاسو ارامه ناست یئ، کورنۍ مو خوندي او زامن او لوڼې مو پټي دي. له بلې خوا د غریب اولاد سنګر ته سوقوئ؟ تاسو ولې هلته نه ځئ؟ دلته له ښاغلي معنوي لار ورکیږي. دی زیاتوي چې د جمهوریت پر وروستۍ ورځ مو تړه وکړه چې مقاومت به کوو او تړون مو د ډاکټر عبدالله عبدالله په کور کې وکړ. زه که څه هم نظامي نه یم، خو هلته وم او په پنجشیر کې پاتې شوم. وروسته مو ماتې وخوړه او را په شا شوم. لیکن تاسو په زوره د دښمن تبر ته لاستی اچوئ. ټول د غریب زامن یو. همدا د غریب زوی د طالب تر ظلم لاندې نه دی؟ پرېږدئ چې وجنګیږي او خپل حق ترلاسه کړي. حق، حق دی. هغه یې که زه اخلم او که د غریب زوی. خبریال بیا پوښتي چې تاسو خو ۲۰ کاله فرصت درلود، څه مو وکړل؟ ایا تاسو په حکومتولۍ کې ناتوان وئ؟ ولې وتښتېدئ؟ څنګه یو چاته قناعت ورکوئ چې ستاسو لپاره وجنګیږي او بیا یې تاسو برخلیک په لاسونو کې واخلئ. معنوي یې په ځواب کې وایي چې په تېرو اوبو پسې بېل وړل، ګټه نه کوي. او نه به دومره بې انصافه کیږو چې تېر هر څه له یوې مخې رد کړو او یا ټول چپاولګر ونوموو. داسې خبرې د دښمن انګېزه لاپیاوړې کوي، او دوښمن ته په لوی لاس تبلیغات کول دي. هو. ستونزې وې، ښایي ځینو ناوړه استفاده کړې وي، یا پرې نفسونه غالب شوي وي او یا یې هم ښايي له فرصتونو سمه ګټه نه وي اخیستي. ولې له یوې مخې ټول تورنول او ډول ډول افتراګانې پسې تړل ناانصافي ده.
خبریال د ده د کور د ویجاړۍ پوښتنه کوي. ورته وایي چې تاسو په پنجشیر کې یو فوق العاده مفنشن کور درلود، په جګړو کې له منځه لاړ، دا وخت مو څه احساس کاوه. (نامستقیما خبریال د مفششن کور څخه نغوته د داسې کور جوړول او پیسې پیدا کول و.) دی وایي چې هو کور مې مفشن و، خو مفشن په دې مانا نه چې ما دې ظلم کړی وي. ما له خارجیانو سره تجارت درلود، خپل معاش مې و. بس دومره مې وکړل چې پیسې مې یوړې او په خپل کلي کې مې پرې کور جوړ کړ او پانګه مې پرځای ولګوله.
د خبریال د هغې پوښتنې په ځواب کې چې طالبانو( د خبریال له خولې) خو شل کاله سرښندنه وکړه، وجنګېدل، له هر څه تېر شول، خپله جګړه یې مقدسه بلله او جهاد یې باله. تاسو خپل جنګ پسې کوم وروستاړی مختاړی تړئ؟ دی زیاتوي چې د ظلم سرکوبولو ته نه فتوا اړینه ده او نه هم د چا اجازه. دا د قران امر دی چې د ظلم پر وړاندې به درېږئ. هیودوال څه چې ورور دې هم ظالم و، پر وړاندې یې مبارزه واجب ده. ظلم ته غاړه اېښودل هم ګناه ده، ظلم منل هم ګناه ده او د ظلم ننداره هم په ګناه کې حسابېږي.

عبدالله ویاړ

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *