ټولنه اوکلتور

د ملا درمحمد ګوهري ژوند لیک!

عثماني – صمیم
په شپږ کلنۍ کې یې د کلي له امام نه د قرآنکریم زده کړه پیل کړه او دا لړۍ یې جاري وساتله د دیني علومو او فنونو لوړو کتابونو ته ورسید.
کله چې په هیواد کې د خلق او پرچم داخلي کمونستانو پر داود خان پوځي کودتا وکړه .
ګوهري صاحب په خپل پلرني ټاټوبي لوګر کې د زده کړو له بهیر نه د ژبې او قلم سره ـ سره د جهاد ګرم سنګر ته ورودانګل او په ډیره میړانه شجاعت او شهامت یې د هیواد د ازادۍ او اسلامي نظام د قیام مبارزه پیل کړه.
خو دا مبارزه یې هغه وخت لا ګړندۍ کړه چې د وخت شوروي اتحاد د خپلو دلالانو او غلامانو په ملاتړ پرافغانستان پوځي یرغل وکړ.
د نور هیواد په څیر د لوګر دښتې، غرونه، کلي او ښارونه د اور او وینو په ډګرونو بدل شول.
په جنوب ختیځ زون کې لوګر ځکه په دوامدار ډول د خونړیو معرکو میدان و چې خوست، پکتیا او پکتیکا ته به له مرکز کابل نه په همدې لاره د طاغوت لښکر راته.
په همدې معرکو کې د ګوهري صاحب یو زلمی، توریالی ورور هم د شهادت لوړ مقام ته ورسید.
د حرکت انقلاب اسلامي مشرانو د بیا بیا غوښتنې په اساس ګوهري صاحب د کوزې پښتونخواه پیښور ته مهاجر او د چراټ مهاجر کمپ کې میشت شو.
هغه وخت حرکت انقلاب اسلامي ، فرهنګي کمیټه تشکیل کړې وه چې د هدایةالاسلام په نوم جریده او د ابدي ژوندي په نوم مجله او ځینې کتابونه يې چاپ او د مهاجرو په واک کې ورکول.
دا چې په ټولو جهادي تنظیمونو کې یوازې همدې تنظیم د طالبانو پوځي غنډونه او جبهې درلودې نو د سیاسي ذهنیت او رشد او د طالبانو د ښه نظم او دسپلین په خاطر حرکت انقلاب اسلامي د جمعیت طلبه حرکت په نوم تنظیم جوړ کړ.
د هلمند ملا نسیم اخندزاده د خوست مولوي ګلاب شاه حقبین، د لغمان عبدالرحیم حنیفي، د زابل ملا مدد او موسی کلیم د کابل مولوی شفیع الله د کاپیسا (نوم مې له یاده ووت) د لوګر مولوي میراحمد ګل د هرات مولوي جلیل الله ….
د دې تنظیم د طالبانو مشران او قوماندانان وو.
کوهري صیب په دې تاریخي دور کې د هدایةالاسلام ترڅنګ د (JTH) په جریده حقیت الاسلام اخبار کې هم خدمت کاوه.
مونږ تازه ځوانان و چې د (JTH) غړیتوب مو ترلاسه کړ.
هغه وخت ګوهري صاحب د لیسې متعلمینو ته دا ترانه جوړه کړې وه چې د فاضلینو یوې سترې غونډې ته یې په خوږ اواز او زبردست کمپوز واوروله!
مجاهد مجاهد مجاهد ایمان لري
مبارز مبارز مینه د قرآن لري.
ګوهري صاحب یو ولسي شاعر و چې د شوروي پوځي یرغل او کمونستانو پرخلاف او د جهاد او مجاهد د تقویت لپاره یې سلګونه ترانې او نظمونه ولیکل د مرغلرې او تور ماښام په نومونو یې د شعرونو دوه کتابونه هم چاپ کړل.
د نویمو کلونو په اوږدو کې د کابل شریعت غږ راډیو د هنر او ادبیاتو رئیس و خو کله چې پر افغانستان نړیوالو صلیبي ځواکونو د امریکا او ناټو په مشرۍ پوځي یرغل وکړ په منافقینو او غلامانو د ډالرو باران پیل شو د ګوهري صاحب ملي او اسلامي احساسات لا غښتلي شول او وخت پروخت یې غازیانو ته ترانې لیکلې.
مرحوم د ډیرو نیکو اخلاقو څښتن او خاکسار شخصیت وو. خو ډیر تکړه لیکوال هم و چې د جهاد او هجرت لسګونه ریښتیني واقعې او پیښې یې پخپلو لیکنو کې رانغښتي او راتلونکو نسلونو ته په میراث پریښي دي.
دا چې مونږ او دوی د یو سنګر ملګري پاتې شوي یو د ګوهري صاحب حق په دې لیکنه نه شم پوره کولی خو که وخت اجازه راکړه ډیر څه د ده پر جهادي او ادبي ژوند باید ولیکو.
ملا درمحمد ګوهري د نیک محمد زوی په قوم ابراهیم خیل وو، چې له نن څخه کابو ۶۸ کاله وړاندې د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ د ابراهیم خیلو کلي په یوه متدینه کورنۍ کې دنیا ته سترګې وغړولې.
لومړنۍ زده کړه یې د خپل کلي له ملا امام څخه پیل کړې، او د دریم ټولګي پورې د برکي برک په لیسه کې درسونه وویل، د مکتب دورې د دریم ټولګي په جریان کې د پلار له سیوري څخه بې برخې شو او د یو شمیر ستونزو له امله د عصري زده کړو لړۍ په دریم ټولګي کې ترې پاتې
شوه.
دا چې نوموړی د علم زیات علاقمند وو، په خورا سختو شرایطو کې یې د علم طلب پرینښود، مګر دا ځل یې د دیني علومو ترلاسه کولو لپاره د طالبۍ بستره پر شا کړه، د هیواد جیدو علماوو ته کیناست او د صرف، نحوې، منطق، فقهې، اصول فقهې، تفسیر او حدیث برخه کې زیات مهارت ترلاسه کړ. نوموړی د علم د طلب لپاره د لوګر ولایت سربیره میدان وردګ، کابل او ننګرهار ولایتونو ته هم سفرونه وکړل.
کله چې پر افغانستان روسي ښکیلاک هجوم راوړ، او پر وړاندې یې افغان مجاهد ولس د جهاد او مبارزې میدان ته راودانکل، د جهاد او مبارزې د دې ستر لښکر یو سپاهي ملا درمحمد ګوهري و .
نوموړي د حرکت انقلاب اسلامي افغانستان تنظیم په چوکاټ کې د مولوی عبدالاحمد تر قوماندانې لاندې په جهاد بوخت شو.
نوموړی یوازې د سنګر غازې نه و، بلکې هم مهاله حماسي شاعر، لیکوال او فرهنګي شخص و.
د حرکت انقلاب اسلامی افغانستان اړوند د جمعیت طلبه فرهنګي غړی او مسؤل و.
د مجاهدینو له بریا وروسته نوموړي په داخلي اخ و ډب کې هیڅ برخه وانخیسته او نه یې هم په دې برخه کې خپل قلم کاروو. بلکې د مجاهدینو په دولت کې د پوهنې وزارت د مطبعې د رئيس په توګه د هیوادوالو په خدمت بوخت و.
د اسلامي امارت په لومړۍ دوره کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر وادب د رئیس په توګه دنده ترسره کړه، او په دې برخه کې یې په خورا اخلاص ستر خدمتونه ترسره کړل.
کله چې اسلامي امارت سقوط وکړ، ګوهرې صاحب خپل معنویت وساته، د ډالرو د شدید باران یو څاڅکی هم د ده پر څادر ونه لګیده، که څه هم چې تیر فاسد رژیم زیاتې هڅې وکړې څو ګوهري صاحب له خپل دریځ څخه راوګرځوي.
هغه مهال یې ګڼ شمیر شعرونه ولیکل، د اشغال بدي یې بیان کړه، مجاهدین یې د شعر په ژبه وستایل او د هیواد نامتو ترانه خوانانو یې په خپلو ښایسته غږونو د ګوهري صاحب شعرونو ته نوره ښکلا وروبښله.
د اسلامی نظام نفاذ یو هغه ستر ارمان و چې ګوهري صاحب له ځان سره درلود، چې لله الحمد داستر ارمان یې هم د اسلامي امارت په بیا ځل راتګ سره پوره شو.
نوموړی د امارت په یو نیم کاله موده کې په فرهنګي برخه کې زیاتې همکارۍ وکړې، د لوګر اطلاعاتو او کلتور ریاست سره یې هر وخت خپلې مشورې او لارښوونې شریکولې.
باید یادونه وکړو چې ګوهري صاحب ګڼ شمیر شعري اثار موږ ته په میراث پریښودل، چې د هغو اثارو له جملې څخه یې ځینې چاپ شوي دي، او ځینې له چاپ څخه پاتې دي.
چې د چاپ شویو اثارو له جملې څخه یې د وینو دریابونه، د لعلونو خزانه، تیر ماښام، ریښتونې مینه، او سارایي خیالونه د یادونې وړ دي، البته د ګوهري صاحب یو شمیر نور اثار هم شته چې چاپ شوي نه دي لکه غوره اشعار او داسې نور.
ملا درمحمد ګوهري له ناروغیو کړیده، له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان و، چې بالاخره د روان 1401کال د دلوې( سلواغې) په ۱۰ نیټه د دوشنبې په ورځ د اجل داعي ته لبیک ووایه، او له دې فاني دنیا سره یې مخه ښه
وکړه. روح یې ښاد یاد یې تل.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *