
افغانستان
د ملي دفاع سرپرست: پاکستان دې د خپلو ناکامیو پړه پر موږ نه اچوي
د ملي دفاع سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد ویلي چې د پاکستان حکومت دې د خپلې بې کفایتۍ او ناکامیو پړه پر دوی نه اچوي، ښاغلي مجاهد د اسلامي امارت د دویمې کلیزې په مناسبت په خپله وینا کې ویلي چې د پاکستان حکومت دې خپل امنیت ته پام وکړي او له بې ځایه څرګندونو دې ډډه وکړي.هغه زیاته کړې، پاکستان باید خپل مسوولیت وپېژني او د خپلو ناکامیو پټولو لپاره دې بې ځایه ادعاوې نه کوي.مولوي یعقوب ویلي، دوی په دې اړه ډېر وضاحتونه ورکړي؛ خو پاکستان په ډېره سپین سترګۍ پر افغانستان تورونه لګوي.دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې پاکستاني چارواکو یو وار بیا ادعا کړې چې د پاکستان په وروستیو نا امنیو کې افغانان لاس لري؛ خو اسلامي امارت یې تل دا ادعاوې رد کړې دي.