
د ملي دفاع وزارت سرپرست: د مسلکي او خپلواکې اردو جوړول د اسلامي امارت لومړیتوب دی
د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد د هېواد لوېدیځ زون ته د سفر په ترڅ کې د ۲۰۷ الفاروق قول اردو له مسوولینو او منسووبینو سره وکتل. د باختر آژانس د خبر له مخې، د ملي دفاع وزارت سرپرست د ۲۰۷ الفاروق قول اردو څخه د لیدنې پرمهال د نظام او ښې حکومتولۍ په اړه وویل: «په هېواد کې د یوې منظمې، مسلکي او خپلواکې اردو رامنځته کول د اسلامي نظام له موخو او د هېوادوالو هیله ده، چې له نېکه مرغه دغه هیله پوره شوې ده.»
مجاهد زیاته کړه، چې د اسلامي امارت پوځ د ټولو اسلامي او ملي ارزښتونو ترڅنګ د خپلې خاورې ساتنې ته ژمن او دوی.ته سپارل شوي مسوولیتونه به په سمه توګه ترسره کوي. د یادونې وړ ده، چې د ملي دفاع وزارت سرپرست د لا ښه چوپړتیاوو وړاندې کولو او د نظم او ډسپلین رامنځته کولو په موخه د یادې قول اردو مشرانو او مسوولینو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.