افغانستان

د ملي دفاع وزارت سرپرست په قطر کې د وسلو له نړيوال نندارتون څخه لیدنه وکړه

د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد قطر ته د خپل سفر په ترڅ کې په هغه هېواد کې د وسلو له نړيوال نندارتون (ډيمډکس) څخه ليدنه وکړه.په ياد نندراتون کې د مختلفو نړیوالو شرکتونو له لوري ځمکني، هوایي او بحري نظامي وسايل او وسايط نندارې ته اېښودل شوي دي.د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست په ياد نندارتون کې ۵مخ
تر ګډون وړاندې د قطر د امير له نائب شيخ عبدالله بن حمد آل ثاني سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوو اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.
په ياده کتنه کې د قطر دفاع وزیر، رئیس ارکان او د ګڼو نورو هېوادونو دفاع وزیرانو هم شتون درلود.د یادونې وړ ده چې د افغانستان د وسله وال پوځ لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت هم په دغه کتنه کې د ملي دفاع وزارت د سرپرست ملتيا کوي.
دیوبل خبرله مخې:
د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد قطر ته د خپل سفر په لړ کې د دغه هېواد د امیر نائب الشیخ عبدالله بن حمد آل ثاني سره وکتل.د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وايي چې په دغه کتنه کې همداراز د قطر دفاع وزیر، رئیس ارکان او د ګڼو نورو هېوادونو دفاع وزیرانو هم شتون درلود.په کتنه کې د دواړو لوریو د هېوادونو ترمنځ دوو اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.د یادونې وړ ده چې مولوي محمد یعقوب مجاهد او د وسله وال پوځ لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت تېره ورځ د «دیمدیکس دفاعي نندارتون» کې د ګډون په موخه قطر ته سفر کړی و.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *