افغانستان

د ملي دفاع وزارت په خپلو منسوبینو پوځي یونيفورم لازمي کړ

ملي دفاع وزارت اعلان کړی، چې له دې وروسته به ددې وزارت اړوند ټول نظامي منسوبین د رسمیاتو پر مهال یونیفورم اغوندي. د یاد وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا امر ددې وزارت د سرپرست وزیر له لوري شوی او په ټولو منسوبینو به عملي کیږي. دفاع وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې دغه راز زیاته کړې، له دې کاره یې موخه د نظم او ډپسپلین مراعاتول دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *