افغانستان

د ملي دفاع وزارت 327 بېلابېل پوځي وسایط ورغول شول

د ملي دفاع وزارت د حضرت عبدالله ابن مسعود رض د جګړه ییزو ګډو زده کړو قومندانۍ کې د ۳۲۷ بېلابېل ډوله پوځي وسایطو د بیا رغولو خبر ورکړی دی.
دغه وزارت په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د حضرت عبدالله ابن مسعود رض د جګړه ییزو ګډو زده کړو قومندانۍ د جګړه ییزو تامیناتو ښوونځي په ورکشاپونو کې ۳۲۷ بېلابېل ډول پوځي وسایط د تخنیکي او مسلکي انجنیرانو په هڅو ترمیم او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
یاد وزارت زیاته کړې، چې په دغو وسایطو کې ۲۰۴ رنجر ۲۱ هاموې ټانګونه، ۲۲ انټرنیشنل ۲۱ فورد ایفریست ۱۱ فورکلفتونه او ګڼ شمېر نور پوځي وسایط او تجهیزات شامل دي.
د سرچینې په وینا، د حضرت عبدالله ابن مسعود رض د جګړه ییزو ګډو زده کړو قومندانۍ مسوولینو یاد وسایط په منظم ډول پارک کړل او د اړتیا په صورت کې به ترې استفاده کوي.
باید وویل شي، چې له دې وړاندې هم د یاد وزارت اړوند زرګونه بېلابېل ډوله پوځي وسایط تر بیا رغولو وروسته ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *