افغانستان

د ملګرو ملتونو د اداري او بودیجوي چارو مشورتي کمېټې يوه پلاوي کندهار ته سفر کړی او د یاد ولایت له والي سره یې کتلي دي.

په دې لیدنه کې د راغلي پلاوي مشر بارچر بونګ عبدالله ويلي؛ د سفر موخه یې د پرمختیايي او بیارغونې پروژو په برخه کې د ملګرو ملتونو اړوند ادارو د اړتیا وړ بودیجه معلومول دي.

یاد پلاوي په خپل څلور ورځني سفر کې لومړیتوبونه په نښه کړي، چې ترټولو ډېر د بیارغونې برخې ته اړتیا لیدل کیږي.

د پلاوي مشر د امنیت د ټینګښت، د نشه‌ يي توکو د مخنیوي، د پرمختیايي پروژو د پلي کېدو، د فساد ختمولو او په يو شمير نورو برخو کي د اسلامي امارت  لاسته‌ راوړنې ستایلي دي.

د کندهار په خپلو خبرو کې د نشه‌يي توکو د کښت مخنیوي، د زرګونو روږدو کسانو د درملنې، له کونډو او یتیمانو سره د مرستو کولو، د تېري ادارې د چارواکو د امنیت ساتلو، د هر ډول فساد له منځه وړلو، په چارو کې د روڼتیا راوستلو، د پرمختیايي پروژو د پلي کولو، د لویو او کوچنیو لارو د جوړښت، د ظلم او زورواکۍ د مخنیوي او ټولو خلکو ته د خپلو حقونو د ورکولو، د افغانۍ کرنسۍ د ارزښت ډېرولو او په یو شمېر نورو برخو کي د اسلامي امارت د لاسته‌ راوړنو یادونه کړې.

نوموړي د یاد پلاوي څخه غوښتنه کړې، ترڅو راتلونکي کې خپله بودیجه د وچکالۍ ځپلو او سیلاب‌ځپلو سره د مرستي ترڅنګ پر پرمختيايي پروژو مصرف کړي.

د کندهار والي ویلي؛ د ملګرو ملتونو سازمان د نړۍ د عدالت لپاره رامنځته شوی، نو د افغانانو ریښتنی انځور دې له نړۍ سره شریک کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button