نړۍ

د ملګرو ملتونو سرمنشي د غزې پولې ته رسېدلی

د ملګرو ملتونو سرمنشي پرون جمعه د مصر په شمال کې د سینا ټاپووزمې او د غزې له تړانګې سره نږدې د رفح پولې ته رسېدلی دی.
انتونیو ګوتریش د رفح پولې ته څیرمه خبریالانو ته ټینګار وکړ چې د غزې اوسیدونکو ته د مرستو رسولو ډک موټرونو ته دې د تګ بېړنۍ اجازه ورکړل شي.
هغه ویلي چې ملګرو ملتونو یو څارندوی ټیم هم د یادو مرستو د ښه تنظیم په موخه قاهرې ته استولی.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي په خپل اېکس لیکلي چې دا بشري مرستې دې هغوی ته ورسیږي چې مرستو ته په تمامه مانا اړتیا لري.
په ورته وخت کې ده هیله ښودلې چې بار لاریو ته به په دې لاره اجازه ورکول شي، څو په غزه کې بشري ناورین لاپسې بتر نه شی.
د راپورونو له مخې اوس مهال د بشري مرستو سلګونه لارۍ د رفح بندر تر شا ولاړې دي او د تګ اجازه نه ورکول کیږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *