لیکنېمقالی اوتبصرې

د منافقينو څلور علامې او اوسني خلک!

ژباړه: کله چي ته دوی ووينې نو تنې يې خوند درکړي او که خبري وکړي نو ته يې خبرو ته غوږ نيسې، دوی داسي دي لکه درول سوي وچ لرګي، دوی هر ږغ د ځان په خلاف ګڼي، دوی دښمنان دي احتياط ورسره وکړه الله دي دوی هلاک کړي څنګه د حق څخه ګرځول سوي دي؟. [المنافقون۴]

مولوي نورالحق مظهري

ژباړه: کله چي ته دوی ووينې نو تنې يې خوند درکړي او که خبري وکړي نو ته يې خبرو ته غوږ نيسې، دوی داسي دي لکه درول سوي وچ لرګي، دوی هر ږغ د ځان په خلاف ګڼي، دوی دښمنان دي احتياط ورسره وکړه الله دي دوی هلاک کړي څنګه د حق څخه ګرځول سوي دي؟. [المنافقون۴]

پدې آيت کي الله تعالی د منافقينو درې صفتونه ذکر کوي:

۱ – دوی په تنو او ظاهري منظر باندي داسي برابر، ښائسته او تازه دي چي ليدل يې انسان ته خوند ورکوي. البته ددوی دا هغه نوراني ښائست ندی چي په ليدلو يې د سړي الله تعالی په ياد سي بلکي دوی په ځانونو لاسونه وهلي وي او خپل فيشن يې ښه سره برابر کړی وي تر څو ليدونکي ته ښه او ښائسته معلوم سي.

۲ – دوی ډېر غوړ ژبي، د فصاحت خاوندان دي او د پيغمبر مخ ته په چاپلوسۍ باندي ډېري خوږې خبري کوي ځکه نو ددوی د خبرو نوعيت ته په کتلو سره د انساني فطرت په تقاضا پيغمبر ته ددوی خبرو خوند ورکوی. البته مخکي تر دې چي دوی رسوا سي.

۳ – دوی د عقل او هوښيارۍ څخه خالي دي لکه هغه تکيه سوي لرګي چي په ظاهري بڼه ښائسته دي خو په اصل کي نه روح لري او نه عقل، دوی هم همداسي دي ځکه که دوی عقل درلودلای داسي د منافقت پاليسي يې نه غوره کول.

۴ – دوی د الله، رسول او مؤمنانو لخوا هر ږغ د ځان پر خلاف بولي او چي کومه خبره د عذاب، رسوايۍ، تنبيه او ويري واوري داسي فکر کوي چي موږ يادوي ځکه دوی خو په زړه خيرن او عمل چټل وه چي پيغبمر به هره خبره کول دوی داسي فکر کوی چي موږ ته وايي.

زموږ په زمانه کي بايد مسلمانان کوښښ وکړي چي يواځي پر فيشن او موډ کار ونکړي بلکي خپل باطن او ظاهر دواړه د ګناهونو او سرغړونو څخه پاک کړي، همدا راز د چاپلوسۍ، غوړمالۍ، چلبازۍ او دوه مخيز سياست څخه ځان وساتي تر څو د منافقينو دويمه نښه پکښې موجوده نسي.

مسلمانان بايد ځانونه د عقل او پوهي په ګاڼه ښايسته کړي تر څو د منافقت ساده اسکليت څخه نجات پيدا کړي او په هوښيار روح او کامل عقل باندي ژوندي وسي.

او مسلمان بايد د بل مسلمان د هري خبري مصداق ځان و نه بولي او هره خبره ځان ته راجع نکړي.

په اسلامي ټولنه کي مسلمان دعوتګران او د امر بالمعروف او نهي عن المنکر مجاهدين خلګو ته د دين رسولو په موخه د ګڼو طريقو څخه استفاده کوي؛ د ميډيا، منبر او ليکلو له لاري خلکو ته ښه او بد معرفي کوي نو که هغوی پر کوم منکر باندي نيوکه کوي مسلمان دي د هغوی د خبري مصداق ځان نه جوړوي خو که بالفرض په کوم انسان کي ياد سوی منکر وي هغه دي ځان اصلاح کړي او د دعوتګر مسلمان څخه دي مننه وکړي چي دده يې ورته فکر کړ.

له بده مرغه بايد ووايو چي په اسلامي ټولنه کي د ګوتو په شمير ځيني داسي خلک سته چي د ځينو دعوتګرانو، علماوو او ليکوالانو خبري ځانونو ته راجع کوي او داسي فکر کوي لکه دوی چي موږ يادوي ځکه نو د هغوی څخه خوا بدوي، تبليغات پسې کوي او خپل دښمنان يې بولي پداسي حال کي چي دا عينًا د پخوانيو منافقينو عادت وو. الله تعالی دي موږ ټولو ته هدايت وکړي او د منافقينو د ټولو نښو او علامو څخه دي مو وساتي.

د پورته آيت په آخره کي الله تعالی مسلمانانو ته خبر داری ورکوي چي د منافقينو سره ډېر پام کوئ ځکه دوی ستاسو دښمنان دي او دا معلومه خبره ده چي د دښمن په وړاندي بايد مسلمان تل د آمادګۍ په حالت کي وي.

زموږ په زمانه کي هم بايد ټول خلک او اسلامي نظام دداسي انسانانو په وړاندي ويښ اوسی تر څو خدای مکړه د مسلمانانو په مينځ کي د فساد کرلو په ذريعه اسلامي نظام او مسلمانان د خطرناکو ننګونو سره مخامخ نکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *