اقتصاد او رغونه

د منځنۍ آسيا له هېوادونو نږدې يو نيم ميليارد ډالر سوداګري شوې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند له منځنۍ اسیا سره د افغانستان د تېر یوه کال د سوداګرۍ ارقام خپاره کړي.
عبدالسلام جواد وايي، په تېر یوه کال کې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره نږدې یو نیم میلیارد ډالره سوداګریزه راکړه ورکړه شوې ده.هغه زیاتوي چې په دغه راکړه ورکړه کې سل میلیون ډالره صادرات شوي او د یو میلیارد او ۴۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت هم توکي وارد شوي دي.سرچینه زیاتوي: « یوازې په تېرو لسو میاشتو کې له ترکمنستانه ۴۱۷ میلیونه ډالره واردات او یو میلیون ډالر صادرات، له ازبکستانه د ۲۱۴ میلیونه ډالرو په ارزښت واردات او ۱۹ میلیونه ډالره صادرات، له قزاقستانه ۱۸۹ میلیونه ډالره واردات او ۳۲ … 5مخ
میلیونه ډالره صادرات، له تاجکستانه ۲۰ میلیونه ډالره واردات او ۱۹ میلیونه ډالره صادرات، له قرغېزستانه یو میلیون ډالره واردات او ۷ میلیونه ډالره صادرات، او له روسیې ۳۱۵ میلیونه ډالره واردات او ۴ میلیونه ډالره صادرات شوي دي.»
له دې سره یو شمېر شنونکي باور لري، چې د پاکستان پر ځای منځنۍ اسیا سره د افغانستان د سوداګرۍ زیاتیدل چې په تېر نظام کې پيل شو او لا دوام لري، افغانستان ته ګټوره ده او د لا زیاتوالي لپاره یې هڅې په کار دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *