مقالی اوتبصرې

د منځنۍ آسیا د اسلامي  تمدن ځینې مشهورې سیمې او علماء!

 پنځمه برخه - م حماد شیرزاد

په منځنۍ آسیا کې د اموي خلافت پر وخت زیاتې سیمې فتحه او خلکو یې اسلام قبول کړ، سرایت یې پکې وکړ، څرنګه چې له پخوا یادې سیمې یو څه ناڅه علم دوست او د نرم طبیعت خلک وه، نو له اسلام راوړلو وروسته په یادو سیمو کې علم پرمختګ وموند، لوی لوی محدثین، فقهاء، پوهان، ادیبان او د نورو مهمو فنونو او علومو ماهران پیدا شول او نړۍ ته یې ستر خدمت ترسره کړل، دې برخه کې د اسلامي تمدن د یوې بلې مشهورې سیمې «مرو» یادونه کوو.

موقعیت او تاریخ:

مرو د اسلامي تمدن یو بل مشهور ښار او سیمه ده، یاده سیمه نن سبا  په ترکمنستان کې راځي، مرو د تاریخي قدامت له مخې له میلاد هم څو زره کاله وړاندې جوړه شوه، یاده سیمه د نن سبا ترکمنستان په جنوب کې سرخس ته نېږدې پرته ده، د ماوراء النهر په سیمو کې لومړنۍ سیمه مرو وه چې عثمان رضي الله عنه د خلافت پر مهال د حاتم بن عبدالله باهلي له لوري چې عبدالله بن عامر لېږلی و، ۳۱هـ کال کې د صلحې په ذریعه فتحه شوه، یاده د خپل تمدن، کلتور او ثقافت له امله زیاته مشهوره ده، د ورېښمو تاریخي لارې یو مهم ځای هم تېر شوی.

مرو زیاتره وخت د خراسان د یو مرکزي ښار او سیمې په حیث هم پاتې شوې، زیاتره حکومتونو مرو خپل دارالحکومت ګرځولې وه، تر دې چې سلجوقي سلطان سنجر همدلته وفات شو.

تاریخي آبادې:

د یادې سیمې په اړه یاقوت حموي په معجم البلدان کې لیکلي،چې د اسلامي ثقافت او تمدن له مخې یاده سیمه ډېره مشهوره ده، که د تاتار د حملو ویره نه وای،نو زه به هلته ډېر پاتې شوی وای، همدا راز ابن بطوطه هم په یاده سیمه کې پاتې شوی او په اړه یې لیکلي، که څه هم د تاتار فتنې او جنګ وروسته یاد ښار زیات وران شو، خو ځینې تاریخي آبادۍ پکې اوس هم شتون لري، ارګ قلعه یې له میلاد مخکې تاریخ لري چې تر ننه هم آباده ده، قلعه فتاة الکبیرة او الصغیره هم په کې مشهورې کلاګانې دي، د سلجوقي سلطان سنجر مقبره، ځینې پخواني مدارس او نورې تاریخي آبادې لري.

مشهور علماء!

۱- د شافعي مذهب مشهور فقیه ابراهیم بن احمد المروزي چې په ابواسحاق المروزي سره یې شهرت درلود، د شافعي فقهې شیخ او مشهور امام دی، نوموړي زیات تصنیفات ترسره کړي، چې مشهور یې شرح مختصر المزني او الفصول فی معرفة الاصول او نور دي، په کال ۳۴۰هـ کې وفات شو.

۲- مشهور شافعي فقیه چې په ابوبکر قفال سره یې شهرت درلود، ابوبکر عبدالله بن احمد بن عبدالله القفال المروزي د یادې سیمې و، نوموړی د شافعي مذهب په فقه کې د خراسان د علماؤ یو سند او لاره یادېږي، یو بل ابوبکر القفال المروزي هم شته چې په اصول الفقه، تفسیر او نورو علومو کې ماهر و، په قفال الکبیر سره مشهور دی، چې فرق یې په شاشي سره هم کېږي، نوموړي ته بیا ابوبکر قفال صغیر ویل کېږي، زیات تصانیف یې ترسره کړي، چې مشهور یې شرح د فروع ابن الحداد او نور دي، په کال ۴۱۷هـ کې وفات شوی.

۳- د حنفي فقهې مشهور عالم ابوالفضل محمد بن محمد بن احمد المروزي چې په حاکم الشهید سره یې هم شهرت درلود، په خراسان کې د څلورمې صدۍ د حنفي فقهې یو له مهمو او مشهورو علماوو څخه شمېرل کېږي، په خپل وخت کې د وزارت دنده هم پر مخ وړې، تر څنګ یې د احادیثو زیات خدمت ترسره کړی، مشهور تصانیف یې الکافي او المنتقی دي، د سهار د لمانځه پر مهال د ۳۳۴هـ کال کې په شهادت ورسېد.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button