
د مهاجرینو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولینو وایي ، په تېر یو کال کې له مختلفو بهرنيو هیوادونو څخه ۹۵۲۵۸۹تنه افغانان هیواد ته راستانه شوي دي.د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د حکومت د رسنیو په مرکز کې د تېر۱۴۴۴ هجري قمري کال لاسته راوړنې او فعالیتونو راپور د رسنیو په حضور کې ملت ته وړاندې کړ.د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړه شوې غونډې ته، د مهارجرینو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال محمد ارسلان خروټی وویل: دامهال په نړۍ کې ۷ میليونه افغانان اوسېږي چې ۶ ميلیونه یې په ګاونډیو هېوادنو کښې میشت دي، او په کور د ننه کې ۳ ميلیونه افغانان بې ځایه شوي دي. خروټی وایي: تېر کال کې ۳ میليونه ۲ لکه او ۸۱ زره بې ځایه شویو او راستنېدونکو کورنیو سره د همکارو مؤسسو په همغږۍ د خوراکي ،غیرې خوراکي او د نغدو پیسو مرستې شوي دي، د دوی د ښه چوپړتیا په موخه په نیمروز، کندهار، هرات او د کابل په هوایي ډګر کې د هرکلي مرکزونه پرانيستل شوي دي او فعالیت کوي.د نوموړي وزارت مرستیال زیاته کړه ۳۰۰۰ افغان مهاجر چې په پاکستان کې بندیان و په اسلام اباد کې د افغانستان لوی سفارت په ګډو هڅو د یاد هیواد له بند خونو ازاد شوي او خپل هیواد ته راستانه شوي ، همدا راز د بندیانو له کېمسيون سره د همغږۍ او ګډو هڅو څه باندې زر بندیان له ایرانه را انتقال شوي او د نورو بندیانو د خلاصون لپاره هڅې روانې دي، دغه راز له بهرنيو هېوادونو څخه ۸۰۰ هیوادوالو جسدونه انتقال شوي ۱۸۰۰ ټپیان او ۲۹۰۰ افغانان چې د قاچاق له خطر سره مخ وو ژغورل شوي او خپل هېواد ته راستانه شوي دي. د تېر یو کال په موده کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت لوړ پوړی پلاوی د ایران او ترکي چارواکو سره د افغان کډوالو په ستونزو خبرې کړي دي.د یاد وزارت مرستیال وزیر وایي په تېر کال کې ۲۸۶۷۷ داخلي بې ځایه شوې کورنۍ چې د طبیعي افتونو له امله زیانمن شوي، یو لک او ۶ زرو په شاوخوا کې بېرته خپلو کورنیو ته د ستنېدو زمینه برابره شوې او د ۶۶زره ۷۲۷ کورنیو ته د خپلو کورونو ته د بېرته ستنېدو هڅې روانې دي.د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو ته د زده کړو د چوپړتیا په موخه ۱۰۶۶تنه راستنېدونکي ورپېژندل شوي،تر څو خپلې زده کړې بشپړ کړي ، له موسیساتو سره په همغږۍ ۱۳۱۰۶ تنو ته ښوونیز کورسونه برابرشوي ۶۰۲۰۳ تنو راستنېدونکو الکترونیکي تذکرې تر لاسه کړې،۸۰۶ تنو غوښتونکو ته حقوقي مشورې ورکړل شوې ۳۰۸۰۰۰ دری لکه او اته زرو کسانو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي او ۱۹۰۰۰کسانو ته کاري فرصتونه برابرشوي دي. په نوموړي راپور کښې راغلي دي چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت لوړ پوړي پلاوي د بې ځایه شوي او راستنېدونکو کډوالو او همدارنګه د اړمنو هېوادوالو د وضعیت د پلټنې په موخه یو شمېر ولایتونونه ته کاري سفرونه هم کړي دي ،د مهاجرینو وزیر خلیل الرحمن حقاني د خپلو سفرونو په لړ کې کندهار،هرات،فراه ،نیموزو،ننګرهار،لغمان ،کاپيسا،پروان ،پکتیااو خوست ولایتونو ته پر له پسې سفرونه وکړل،او د مهاجرینو ریاستونه یې تر بررسۍ لاندې ونیول.د تورخم سپين بولدک اسلام قلعه او د وریښو پل په سیمه کې د راستنېدونکو لپاره خدمات وارزول شول او سرحدي امرینو ته یې لا نورو چوپړتیاو هدایت ورکړ.مرستیال وزیر راتلونکي پلانونو په هکله وایي : د همکاریو د جلب په موخه د نړیوالو،ملي بنسټونو او سفارتونه سره د همغږۍ غونډې جوړول،د مهارجرینو د ستونونزو د همواري په موخه د وزارت د پلاوي او کوربه هېوادونو ترمنځ د خبرو زمینه برابرول ، د کډوالو په چارو کې د اسانتیاوو د رامنځ ته کولو په موخه د دوه اړخیزو، دري او څلور اخیزو غونډو ترسره کول،په کوربه هېوادونو کې د مهجاجرینو لپاره اسنادو او نويو فرستونو برابرول،په یو شمېر هېوادونو کې د افغان مسلکي کدرونو تثبیت،او د لنډمهال دایمي راستنېدو لپاره له هغوی سره همغږۍ رامنځ ته کول او د مهاجرینو په ښارګوټو کې د بنسټیزو خدمتونو وړاندې کول دي. سمیع الله مومند