لیکنېمقالی اوتبصرې

د مورنۍ ژبې ارزښت

یومبتذل بحث چې زموږ په تحصیلي نصاب او حتی تر اکاډمیکو مرکزونو په همغه یونواخته بڼه راروان دی، هغه ژبه تر پوهاوي او راپوهاوي محدودول او ایسارول دي. د ژبې بحث خورا پراخ دی. حتی که مبالغه ونه شي، د ژبې په وسیله پوهاوی راپوهاوی د ژبې د تعریف او شناخت یوه وړه برخه ده او په کارنده چاپیریال کې یې یوه ټاکلې برخه اشغال کړې او بس. د نړۍ هېڅ پدیده له ژبې عاري نه ده. ډېر فیلسوفان په دې باور دي چې ځمکه د ژبو کره ده او که نه د خاورو تش بې مانا ډېری به پاتې و. د نړۍ ټولې پدیدې د ژبې په لوښي کې په خوځښت دي. که ژبه نه وای، انساني ژوند به بې مانا و او انسانانو به په پاشلې بڼه اوسېدل. ژبه د یوه قوم او ملت هويت، تاریخ، کلتور او په ټوله کې د یوه ولس د پېژندنې خورا بنسټیزه وسیله ده.
یونسکو د فبرورۍ ۲۱مه د ژبو د نړیوالې ورځې په نوم نومولې. دغه ورځ په ۱۹۹۹ زېږدیز کال د یونسکو په عمومي کنفرانس کې د ژبو او فرهنګونو د رنګارنګۍ په موخه ونومول شوه. ملګرو ملتونو هم د مورنیو ژبو خورا اهمیت ته په کتنې ۲۰۰۸ زېږدیز کال د نړۍ د ژبو کال اعلان کړ.
د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ څنګه رامنځته شوه؟
د مورنیو ژبو د ورځې نومونه د بنګالیانو نوښت دی. په ۱۹۵۲ زېږدیز کال(هغه وخت چې بنګله دېش خپلواک هیواد نه و او د شرقي پاکستان په نوم یادېده.) کې یو شمېر بنګالیو زده کړیالانو سوله ییز لاریونونه وکړل او په پوهنتونونو کې یې د اردو سربېره د بنګالۍ ژبې ځایونه او رسميت غوښت.
په همدغه کال بنګالي ځوانان له پولیسو سره لاس و ګرېوان شول او ګڼو پکې خپل ژوند هم وبایله.
خو د مورنۍ ژبې نومونه یوازې له دغه پړاو نه پیل او تمیږي. په ټوله کې د دغې ورځې رامنځته کېدنه له دریو پړاوونو څخه راتېرېږي. لومړی خو مو پورته د بنګالي ځوانان د سرښندنو په باب بحث راواخیست.
دویم پړاو کې د ملګرو ملتونو د یونسکو سازمان پرېکړه وه چې د بنګالي مبارزینو هڅو او غوښتنو ته په پام او مورنیو ژبو ته په درنښت یوه واحده ورځ وټاکي. همغه وه چې په ۱۹۹۹زېږدیز کال یې د فبرورۍ ۲۱مه د مورنۍ ژبې د نړیوالې ورځې په توګه رامنځته او د ګڼو فرهنګیانو او عامه وګړو د هرکلي وړ وګرځېده.
درېیم پړاو د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې ددې ورځې منل او تاییدي وه. ملګرو ملتونو په ۲۰۰۸ زېږدیز کال کې د مورنیو ژبو خپلواک حیثیت ومانه او هغه نظامونه وغندل شول چې لږه کي او نور له خپلو مورنیو ژبو راګرځوي او خپلې ژبې پرې مني.
د مورنۍ ژبې ارزښت په څه کې دی؟
د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي چې لا هم په نړۍ کې نږدې ۴۰ سلنه انسانان په خپلې مورنۍ ژبه زده کړو ته لاسرسی نه لري. هر انسان حق لري چې په خپله مورنۍ ژبه ورته د زده کړو زمینه چمتو شي. کوم ماشوم چې خپلې زده کړې په مورنۍ ژبه کړي وي، له هغو ډېر ځیرک او پوه وي چې په نورو ژبو یې ښوونځی لوستی وي. د سويلي افریقا پخوانی ولسمشر نېلسن منډیلا ډېر ښه وایي: (( که له یوه چا سره په داسې ژبه خبرې وشي چې نوموړی پرې پوه شي، نو دا خبره به د نوموړي مغزو ته کوزه شوي وي؛ خو که له نوموړي کس سره په خپله مورنۍ ژبه خبرې وشي، نو دا خبرې به د نوموړي زړه ته ښکته شي.))
یونسکو خو حتی هغه وګړي چې په خپلې مورنۍ ژبې خبرې نه شي کولی نالوستي بللي دي. هغوی چې ترې شعوري او لا هم لاسي مورنۍ ژبه اخیستل شوې او یا یې هم په لوی لاس خپله دا ارزښتمنه خزانه هېره کړې، د خپل فرهنګي شخصیت یوه لویه برخه یې بایللې ده.
یو فرانسوی لیکوال ډېر ښه ویلي: هر ملت چې خپله مورنۍ ژبه هېره کړي، د هغه زنداني وګړي په څېر دی چې د خپل زندان کیلي یې ورکه کړې وي. د اروپا یو بل داستان لیکونکی ورته نظر لري: کله چې نیواکګر غواړي، یو ملت غلام کړي، لومړی یې خپله ملي ژبه له ذهنه پاکوي، بله ژبه ورباندې تپي او په نورو ژبو یې د تازه کتابونو لوستنې ته را بولي. د هند د نیمه لویې وچې د نه تاوتریخوالي مخکښ سیاستوال ګاندي ډېر ښه ویلي: (( چې خپله ملي ژبه اوادبیات نه وي لوستي، په حقیقت کې یې خپل تاریخ نه دی لوستی او څوک چې په خپل تاریخ ونه پوهېږي، نو راتلونکې نه لري.))
ژبه د یوه ولس د پېژندګلوۍ لومړنۍ او بنسټیزه نښه ده. اشغالګر او ښکېلاکګر چې ډېری وخت پر کوم هیواد یرغل کوي، نو له هر څه لومړی ترې مورنۍ ژبه اخلي. دوی پوهیږي چې د ژبې بدلون د یوه ولس د حافظې مېنځل او له خپلې ماضي سره یې پرېکون دی. یو کردی لیکوال لیکي: (( که چېرې زما مورنۍ ژبه ستا د دولت بنسټونه لړزوي، دا په دې مانا چې تا خپل دولت زما پر خاوره جوړ کړی دی.)) رسول حمزه توف په خپل کتاب (زما داغستان) کې لیکي چې په داغستان کې د مېندو تر ټولو بوږنوونکې ښېرا دا ده چې یو چا ته د مورنۍ ژبې د هېرېدنې او پرېښودنې په موخه کېږي.
مورنۍ ژبې څه انګېزه راکوي؟
د مورنیو ژبو نمانځنه او پاملرنه د همدغو ژبو ویونکو ته د خپلواک هویت او شناخته ورکونې روحیه ورکولی شي. څومره چې په مورنۍ ژبه خبرې کیږي، کار ورته کیږي، څېړنې، د عالي اثارو ژباړه او د اقتصاد برخه ګرځي؛ هومره هغه ژبې ارزښت لوړیږي. ژبه په فردي او ځاني هڅو هم د تمې وړ پرمختګ نه شي کولی. د وخت حاکم دولتونه باید دې برخې ته پوره پام راواړوي. په همدې ژبه زده کړې عامې شي، خلکو ته د لیک لوست چاره اسانه شي. بل بحث د کولو دی چې هغه ژبې ډېرې پاییږي او ښه وده کوي چې د دولت په چارچوب کې داخلې شي. هغه ژبې خورا ځواکمنې دي چې اقتصادي او سیاسي ملاتړ ورسره وي. دغه راز په ټکنالوژیکه برخه کې باید خپله ژبه هېره نه شي. څومره چې هڅه کیږي، هومره باید مورنۍ ژبه د ټکنالوژۍ له کاروان سره مله شي. ټکنالوژي او ساینس چا ته نه په تمه کیږي، خپله مخه وهي؛ خو که ملت ویښ وي، د خپلې ژبې ارزښت ورسره وي، نو له دغې سترې سیالۍ څخه نه په شا کیږي او ځان حتمي ددې سیالۍ جوګه کوي.
افغان دولت دا ورځ په کومه کچه ونمانځله؟
افغان دولت وړمه ورځ د فبروري ۲۱مه په پرتمینو غونډو نمانځلې ده. په پلازمېنې کابل کې یوې غونډې ته د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر مولوي خیرالله خیرخواه ويلي: (( دلته پخوا د قومونو او ژبو په نوم له خلکو ناوړه ګټه اخیستل کېده او د یوې ژبې ويونکي به د بلې ژبې ويونکو په سیمه کې په خپله ژبه حتی ګړېدای نه شو.))
هغه په څرګندو ټکو وويل چې اوس هم د ژبې او قوم په نوم د افغانستان د خلکو تر منځ د اختلاف راپورته کولو هڅې کېږي. نوموړي وړاندې وويل: ((د خپلو شخصي موخو لپاره دې د افغانستان له خلکو د ژبې او قوم په نوم استفاده نه کېږي، د ژبو بېلوالی په دې مانا نه دی چې خلک یې هم سره بېل دي.))
د نوموړي په وينا، د تعصباتو په راپورته کولو کې یو لوری هم نه ګټیالی کېږي، بلکې د هر چا په زیان دی او په خبره یې یوازې یووالی دی چې د ټولو قومونو خیر په کې نغښتی دی.
مولوي خیرالله خیرخواه ډاډ ورکړ چې د افغانستان د ټولو قومونو او ژبو د ودې او راپورته کېدو لپاره کار کوي او نه پرېږدي، چې کومه ژبه یا قوم دې څڼډې ته شي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر مرستیال عتیق الله عزیزي د غونډې ګډونوالو ته په ټینګار سره وويل چې د اسلامي امارت په راتګ سره په افغانستان کې د ټولو ژبو لپاره د بیان او لوست فرصت شته او کوښښ کېږي، چې هرې ژبې ته اغېزمن کار وشي.
ښاغلي عزیزي د دغې ورځې په تړاو ژمنه وکړه چې د هېواد ټولو فرهنګي ارزښتونو او ادبي اقدارو د پالنې او ساتنې لپاره به خپلې هڅې جاري ساتي. ښاغلي عزیزي له نړیوالو هم وغوښتل چې په دې برخه کې د افغان حکومت لاسنیوی وکړي.د فرهنګي چارو مرستیال ښاغلي عزیزي په پرېکنده ټکو وويل چې نړیوال دې فرهنګي ارزښتونه او مسایل د سیاست برخه نه ګرځوي. ښاغلي عزیزي وویل: (( دلته داسې بنسټونو او موسسې وې چې اسلامي امارت ته به یې سپارښتنه کوله چې فرهنګي مسایل دې له سیاست نه قرباني کوي. اوس موږ پر دوی غږ کوو چې په دې لار پل واخلي او فرهنګي ارزښتونه له سیاسته قرباني نه کړي.))
بل پلو، د ملي راډیو ټلويزیون رئیس یوسف احمدي د ټولو ژبو له ويونکو وغوښتل چې د خپلې ژبې د ودې او بډاینې لپاره له اړوندو بنسټونو سره لاس یو کړي. ښاغلي احمدي وويل، ژبه هغه وخت پرمختګ کوي چې د اورېدونکو او ويونکو تر څنګ کتاب، اخبار، جریده او لوستونکي ولري.
د نړۍ ټولې ژبې د درنښت وړ دي. له دیني لیدتوګي هم د انسانانو او ژبو رنګاګي د لا ښې پېژندګلوۍ په پار یاده شوې . بشري تاریخ دا هم په ډاګه کوي چې پیغمبران به قومونو ته د هغوی په ژبه د بلنې په موخه ورتلل.
د نړۍ ژبې د یوه چمن ګلان دي او د یوه په رژېدو نور هم کمرنګه کېدای شي. هېڅوک حق نه لري چې د بل قوم د ژبې سپکاوی وکړي، بلکې ژبې هم د خدای مخلوق دی او د خدای تعالی په خلقت کې شمېرل کیږي. بل پلو، هر ماشوم په خپلې مورنۍ ژبې د زده کړو حق لري او د ځمکې پر سر هېڅوک حق نه لري چې کوم څوک د خپلۍ مورنۍ څخه باندې له خبرو او زده کړو راوګرځوي او یا هم ترې په زور مورنۍ ژبه وتروړي.

خالد افغان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *