افغانستان

د مورنۍ ژبې نړیوالې ورځې په مناسبت د اطلاعاتو او کلتور وزیر : د شخصي اغراضو لپاره دې د ژبې په نوم افغـــــانان نه کارول کېـــــږي

شریعت:«دا د ویاړ ځای دی، چې دلته د ټولو ژبو ویونکو په خپلو ژبو څرګندونې وکړې. دا د افغانانو زړونو ته خوښي او ډاډ ورکوي چې دلته یووالی حاکم دی».
دا خبرې د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر مولوي خیر الله خیرخواه د مورنۍ ژبو د نړیوالې ورځې په تړاو جوړې شوې غونډې ته وکړې.
د فبرورۍ ۲۱مه د ملګرو ملتونو ادارې یونېسکو په غوښتنه د مورنۍ ژبې نړیوالې ورځې په توګه په رسمیت پېژندل شوې او هر کال په دې موخه چې حکومتونه، کورنۍ او ادارې د مورنۍ ژبې ارزښت ته وهڅوي نمانځل کېږي.
افغانستان، چې اوسېدونکي یې په ګڼو قومونو وېشل شوي او په بېلابېلو ژبو خبرې کوي، د فبرورۍ ۲۱مه د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ د یوې غونډې په ترڅ کې و نمانځله.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر مولوي خیرخواه همدې ټکي ته په اشارې وویل، چې دلته پخوا د قومونو او ژبو په نوم له خلکو ناوړه ګټه اخیستل کېده او په وینا یې، د یوې ژبې ویونکي به د بلې ژبې ویونکو په سیمه کې په خپله ژبه نشو ګړېدی.
هغه په څرګندو ټکو وویل، چې اوس هم د ژبې او قوم په نوم د افغانستان د خلکو تر منځ د اختلاف راپورته کولو هڅې کېږي او زیاته یې کړه: «د خپلو شخصي اغراضو لپاره دې د افغانستان له خلکو د ژبې او قوم په نوم استفاده نه کېږي، د ژبو بېلوالی په دې معنی نه دی چې خلک یې هم سره بېل دي».
د نوموړي په وینا، د تعصباتو په راپورته کولو کې یو لوری هم نه ګټیالی کېږي؛ بلکې د هر چا په زیان دی او په خبره یې یوازې یوالی دی، چې د ټولو قومونو خیر په کې نغښتی دی.
مولوي خیرالله خیرخواه ډاډ ورکړ، چې د افغانستان د ټولو قومونو او ژبو د ودې او راپورته کېدو لپاره کار کوي او نه پرېږدي، چې کومه ژبه یا قوم دې څڼډې ته شي.
هغه دغه راز وویل، چې د اسلامي امارت له راتګ وروسته په هره برخه کې ډېر کارونه شوي او ګڼ نور کارونه نیمګړي پاتې دي نو «راځئ چې په ګډه د ټولو کارونو لپاره یو نوی پیل وکړو».
د دغه وزارت فرهنګي مرستیال عتیق الله عزیزي د غونډې ګډونوالو ته په ټینګار سره وویل، چې د اسلامي امارت په راتګ سره په افغانستان کې د ټولو ژبو لپاره د بیان او لوست فرصت شته او کوښښ کېږي، چې هرې ژبې ته اغېزمن کار وشي.
ښاغلي عزیزي د دغې ورځې په تړاو ژمنه وکړه، چې د هېواد ټولو فرهنګي ارزښتونو او ادبي اقدارو د پالنې او ساتنې لپاره به خپلې هڅې جاري ساتي.
هغه زیاته کړه: «په دې رابطه له نړیوالو هم غواړو، چې زمونږ سره دې په دغو مواردو کې مرستندوی اوسي او زمونږ تائید او همراهي دې وکړي».
د فرهنګي چارو مرستیال ښاغلي عزیزي په څرګندو ټکو وویل، چې نړیوال دې فرهنګي ارزښتونه او مسائل د سیاست برخه نه ګرځوي او په خبره یې: «دلته داسې بنسټونه او مؤسسات و چې تل به یې چیغې وهلې چې اسلامي امارت دې فرهنګي مسائل له سیاست سره نه ګډوي؛ اوس مونږ هغوی ته وایو چې راشئ تاسو په دغه مسیر قدم کېږدئ او فرهنګي ارزښتونه له سیاست مه قربانوئ».
عزیزي دا هم وویل، هغه مؤسسات او بنسټونه، چې د یو ملت د تاریخي او ټولنیز فرهنګي ارزښتونو ساتنه او دفاع یې مسئولیت دی، د هغو هېوادونو رحم او کرم ته ګوري چې په هره برخه کې یې له افغانستان سره سیاسي چلند کړی او د دغه هېواد په ځپلو کې لاس لري.
نوموړي له دغو بنسټونو او هېوادونو څخه وغوښتل، چې په یاده برخه کې پر خپلو مکلفیتونو غور وکړي او د وخت له ضایع کولو په ډډه شي.
د غونډې په بله څنډه کې د ملي راډیو ټلویزیون رئیس یوسف احمدي د ټولو ژبو له ویونکو وغوښتل، چې د خپلې ژبې د ودې او بډاینې لپاره له اړوندو بنسټونو سره لاس یو کړي.
ښاغلي احمدي وویل، ژبه هغه وخت پرمختګ کوي، چې د اورېدونکو او ویونکو تر څنګ کتاب، اخبار، جریده او لوستونکي ولري.
د ژبپوهنې د نړیوالې مؤسسې ثمر استازي ډیویډ میکا پیټ د مورنۍ ژبې نړیوالې ورځې په مناسبت رابلل شوې ناستې ته وویل، د دې ورځې له نمانځلو په ډاګه کېږي، چې د افغانستان خلک مورنۍ ژبې ته ارزښت ورکوي.
هغه څرګنده کړه: «له بده مرغه چې په دې دنیا کې ژبه د جګړو او اختلافونو لپاره کارېدلې، په داسې حال کې چې د ژبو ګڼوالی د رب العلیمن ورکړه او د افهام او تفهیم وسیله ده».
ښاغلي پیټ دغه راز وویل، چې د دوی مؤسسه (ثمر)، چې د ژبو د پایښت لپاره کار کوي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره یې په افغانستان کې د ژبو لپاره د کار په برخه کې د همکارۍ او همغږۍ هوکړه لاسلیک کړې.
د غونډې یوه ګډونوال او لیکوال د مورنۍ ژبې د ارزښت په اړه د خپلې مقالې په یوه څنډه کې وویل، چې مورنۍ ژبه انسان ته دا وړتیا وربخښي چې د ټولنې له نورو انسانانو او طبیعت سره په چلند کې برلاسي اووسو.
د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ ملګرو ملتونو په ۱۹۹۹ زېږدیز کال کې په بنګله دېش کې د یونېسکو په کانفرانس کې په دې نوم کړه او له ۲۰۰۰م زېږدیز کال را په دېخوا هر کال نمانځل کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *