تاریخ او جغرافیه

د مور یواځینی زوی / محمد حقمل

کیسه ګۍ وي ویل:خبر راغی چې سبا ته، ‎امریکایان ولسوالۍ ته درزي زه او دوه نور ملګري لاړو چې په لاره کې، ‎بمونه ورته کېږدو، د شپې مو بمونه کېښودل بیرته

کیسه ګۍ

وي ویل:خبر راغی چې سبا ته، ‎امریکایان ولسوالۍ ته درزي زه او دوه نور ملګري لاړو چې په لاره کې، ‎بمونه ورته کېږدو، د شپې مو بمونه کېښودل بیرته چې راتللو ملګرو ته مې وویل ما به کورته رسوی، مور مې ځانته ده که را ویښه شوه بیا اندیښنه کوي موږ پر ‎موټرسايکل راوان وو لږ ورو شولو اختر وویل: ‎بنګنه_ګرزي، یوسف موټرسایکل ته ناست وه یو دم یې موټرسايکل ته ریز ورکړلو تکه توره شپه ده ډېر سخت یخ و په همدې تیز رفتار کې مو موټرسايکل له یوې غټې تیږې سره ولګیدلو یوسف له موټرسايکل سره یوځای وغورځیدلو اختر لږ څنګ ته ولویدلو زه له دوی تقربناً ۳ متره لرې وغورځیدلم همدا چې ولویدلم ورو مې غږ کړو ( وای خدای) د موټرسايکل د شور له وجې د یوسف او اختر غږ رانغلو موټرسايکل بند شو ګروپ یې هم بند شو زه لا هغسې پر ‎ځمکه پروت وم، د یوسف او اختر زګیروي مې واوریدل د اختر عمر له موږ زیات وه هغه وویل شور ډېر مه کوي شاوخوا کورونه دي داسې نه چې عسکر را خبر شي او تر څو چې بنګنه نه وي تللې دغلته کینو.

موږ دری واړه سره نیږدې شولو ددې له ډاره چې بنګنه یا عسکر مو په نښه نکړي ‎رڼا مو نشولی جوړولی زه ډنګر وم یخ هم و سخت تریدلم.

نیم ساعت وروسته د بنګني شور ورک شولو اختر موټرسايکل ورو چالان کړو زه یې کور ته ورسولم، دروازه مې په قراره خلاصه کړله چې ګورم په کوټه کې رڼا ده ‎حیران شوم چې مور خو ویده وه دا بیا څوک دي؟

کوټې ته چې ور ننوتلم مور مې ناسته ده همدا چې وي لیدلم په غیږ کې یې ونیولم ما مې سر تړلی وو خو په مخ مې د وینو نښانونه وو لاسونه مې هم وینې شوي وو مور مې چې وليدل په ژړا یې شروع وکړه راته یې وویل: پلار دې شهید شو ورور دې شهيد شو بل زوی او لور هم نلرم یو ته راپاتې یې په ژوندونې مرګونه راباندې تیروې هره ورځ مې وژنې زوی ته چې شهید شې زه به څه کوم؟

د خدای لپاره لږ احتیاط کوه.

ربه! زموږ قربانۍ ستا د رضا او ددې نظام لپاره وې ته راته وساتې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *