افغانستان

د مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د وظیفوي لاسوهنې د مخنیوي غونډه وشوه

د عالیقدر امیرالمؤمنین شيخ القرآن والحديث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله له لوري د امارتي ادارو ترمنځ د وظيفوي تداخل مخنيوي لپاره د مؤظف پلاوي غونډه نن د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ ترسره شوه.
ارګ ویلي په دې غونډه کې چې د مؤظف پلاوي غړو هم په کې ګډون درلود، د يو شمېر امارتي ادارو تر منځ د وظيفوي تداخل د لمنځه وړلو او مخنيوي ترڅنګ د دوی پر يو شمېر موضوعاتو او غوښتنو هر اړخيز بحث او ارزونې ترسره او په اړه يې اړینې پرېکړې
وشوې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *