
د موټر چلوونکو بې احتیاطي، بدې پېښې رامنځته کوي
په تېرو لسيزو کې که له يوې خوا جګړو افغانان له بېلابېلو کړاوونو، ستونزو او مرګ ژوبلو سره مخ کړل، خو اوس په ډېرو ولایتونو کې ترافيکي پېښې خلکو ته مرګژوبلې رسوي او د ورځې په تېرېدو سره ترافیکي پېښې د ډله ییزو خپرندویه سرچینو لخواه خپرېږي.
هېره دې نه وي چې د هیواد د لويــو لارو خرابــوالی، د موټــر چلوونکــو بې احتياطــي، قوانينــو او خونديتــوب تــه نــه پاملرنــه او آن د نشـې پــه حالــت کــې موټــر چلــول هغــه څــه دي چــې پــه افغانســتان کــې يــې خلــک د ترافيکــي پېښو او مــرګ ژوبلــې د ډېــروالي ځينــې لاملونــه ګڼــي.
د پورته یاد شویو لاملونو ترڅنګ، دتازه کار، کم تجربه، کم سنه ډریورانو ګړندۍ ځغلونه، زیاته بې احتیاطي او د پردي لاس اشترنګ لرونکو موټرونو اساسي ستونزه او ستر لاملونه هم دي،چې هیوادوال د مرګ کندې ته پورې وهي او خواشینوونکې پېښې را منځته کړي.
دا چې ترافیکي پېښې د مخنیوي وړ دي او اړوند ادارې کولای شي په پوره همکارۍ او بشپړه همغږۍ سره په هیواد کې د ترافیکي پېښو شمېر کم کړي، همداراز د کورنیو چارو وزارت، د ترافیکو لوی ریاست کولای شي له نورو اړوندو ادارو سره په همکارۍ او د ښو تدابیرو په نیولو سره د دغو پېښو کچه ټیټه کړي، همداشان اړینه ده چې د ترافیکو لوی ریاست چارواکي باید د هیواد په مرکز او ولایتونو کې دې ټکي ته پوره پاملرنه وکړي او له آزموینې څخه وروسته هېوادوالو ته د موټر چلونې اجازه لیک یا لایسنس ورکړي.
همداراز پتمن هیوادوال هم باید دغه ټکې ته ډیره پاملرنه وکړي، یعنې کله چې قدرمن هیوادوال د هیواد هرګوټ ته سفر کوي نو باید په لومړي قدم کې موټر چلوونکي ته یادونه وکړي چې په ډیر احتیاط سره موټر وچلوي او له ګړندۍ ځغلونې څخه دې ډډه وکړي، ترڅو په دې توګه د خپل ځان او هم د نورو هیوادوالو ژوند له مرګوني ګواښ سره مخامخ نه کړي.
شاه محمود دروېش