تاریخ او جغرافیهلیکنې

د میوندۍ ملالۍ پر قبر

9/12/1399 لمریز کال
له ماشومتوبه یې له نوم سره اشنا وم، د ښوونځي په کتابونو کې یې هم نوم راته باربار تېر شوی و، په مجلسونو، مشاعرو او د شاعرانو په ویناوو کې مو هم دا نوم ډېر ځله تر غوږ شوی و.
له وخته مې ددې تاریخي سیمې د لیدلو ارمان په زړه کې و. بالاخره د دومره اوږدې مودې د انتظار شېبې مو پای ته ورسېدې. د جمعې په سهار اته بجې د هلمند د سنګین له ښارګوټي نه روان شوو، موږ پنځه تنه ملګري وو، له سنګین نه مو یو بل ملګری (مولوي مبارک صاحب) چې د میوند ولسوالۍ استوګن و او د سیمې په اړه یې ښه بلدیت درلود هم راسره ملګری کړ.
د شاوخوا یو نیم ساعت منزل نه «د طبق سر» سیمې ته ورسېدو، دلته یوه وړه هدیره وه «زموږ همسفر مولوي مبارک صاحب راته ددې هدیرې په اړه داسې کېسه وکړل» دې هدېره کې کابو ۳۴ تنه شهیدان ښخ دي، دا د روسانو په خلاف د جهاد د یوې ورځې په جګړه کې په شهادت رسېدلې، جناب مولوي مبارک خپلو خبرو ته دوام ورکړ: زه لا ماشوم وم د درې په هغه پورتنۍ برخه کې زموږ کورونه او مېنې وې. وروسته یې خپلو مېنو ته ور وستلم او هغه وړې وړې سمڅې راته وښودلې چې دوی استوګنه پکې کول …
یوه ورځ د غره د شا لخوا روسان را پورته شول څرنګه چې د مجاهدینو ټوله پاملرنه د درې شرقي برخې او لارې ته وه او هیڅکله یې داسې نه انګېرل چې دوی دې له دې لارې نه د دښمن تر هدف لاندې راشي، کله چې روسان د غره سر ته راخېژي نو ورسره هم مهاله جټ الوتکې هم رارسېږي چې ورسره بمبار او ځمکنۍ جګړه شورع کېږي. په دې جګړه کې د ملا محمد اخلاص اخند په ګډون (چې ددې جبهې قوماندان هم و) ۳۴ تنه په شهادت رسېږي.
زموږ لارښود جناب مولوي مبارک صاحب اضافه کړه! دې هدیرې ته چې کومه لاره راغلې دا د مرحوم مشر ملا صاحب د واکمنۍ په مهال جوړه شوې او خپله مشر ملا صاحب به هم کله ناکله د دې شهېدانو مزار ته
راتلی.
د دې ځای نه روان شوو یوه وړه هدیره مو مخې ته راغله د دعا لپاره ور شېوه شوو. زموږ لارښود مولوي مبارک صاحب راته کړه: دې هدیره کې دوه شهیدان پلار او زوی ښخ دي، کله چې مې د قبر لوحې ولوستلې نو پلار یې ملا ګلستان شهید د روسانو سره په جګړه کې د ۳۰ کالو په عمر په شهادت رسېدلی و. په داسې حال کې چې زوی یې ۳۳ کلن و. د امریکایي ښکېلاکګرو سره په جګړه کې په شهادت رسېدلی و.
د دې ځای نه را روان شوو او لومړی د حسن مېمندي (مېوندي بابا) مزار ته ولاړو چې د میوند د هدیرې سویل خواته په څو سوه مېترۍ کې قرار لري او تاریخي روایات وایي چې د غزنویانو د واکمنۍ په مهال د هرات او بست حاکم تېر شوی او خورا لائق او ځیرک انسان و چې سعدي شېرازي یې هم په ګلستان کې یادونه کړې ده، پر مزار یې ښه لویه ګنبده په پخو خښتو جوړه شوې وه. د میوندي بابا له زیارت نه تر فارغېدا وروسته د مېوند د تاریخي او برخلیک ټاکونکې جګړې د شهیدانو هدیرې ته ورغلو، د هدیرې ګېر چاپېره د پخو خښتو دیوال راګرځول شوی و، لویه دروازه یې هم لرله، دننه ولاړو، لومړی کښېنستلو، د قرآن عظیم الشان د څو آیتونو د تلاوت نه وروسته مو شهیدانوته دعا وکړه.
بیا مو د هغه پرتمېن دنګ منار ننداره وکړه چې د همدې شهیدانو په یاد دلته اباد شوی وو. منار په خورا مهارت جوړ شوی و، څلورو خواوو ته یې زینې ورکړې وې، منار باندې د دې تاریخې معرکې د ځېنو شهیدانو نومونه حک کړل شوي و. د اسلامي امارت د تېر پېر: د باندنیو چارو وزیر «مولوي وکېل احمد متوکل» راته وویل چې زما نیکه محمد معشوق هم ددې غزا برخوال او همدلته ښخ دی.
د مېنار جوړ، سبک، لیکنو او مضبوطوالي حیران کړم چې ګواکې ۸۷ کاله وړاندې موږ څومره ښه او وطنپال انجینران لرل. دلته زموږ د سفر ملګري ښاغلي مؤمنیار خپل په خواږه اواز کې د میوند د شهیدانو په یاد کې یوه په زړه پورې ترانه هم وړاندې کړه.
د مېنار ختیځ او شمال پلو ته ښه ډېره ځمکه په ډول ډول ونو پوښل شوي وه خو بدبختانه چې د نه پاملرنې لامله یې خپله طبیعي ښکلا له لاسه ورکړې وه. زموږ د سفر لارښود مولوي صاحب هغه مسجد هم راته په ګوته کړ چې د مشر ملا صاحب په امر همدلته جوړ شوی
و.
ماته تر ټولو ځورونکې دا وه چې د دې تاریخي معرکې د اتل او فاتح غازي محمد ایوب خان مزار مې دلته ونه لید، پکار خو دا وه چې د دې شهیدانو ترڅنګ د ده آرامګاه همدلته شتون لرلای خو بدبختانه زموږ تاریخ داسې راغلی چې هیڅکله مو د خپل اتلانو قدرداني نه ده
کړې …
هماغه غازي مو دې ته اړ کړ چې له هېواده ووځي او بېرته د غلیم پرنګي په لاسونو کې پرېوځي او اوس یې قبر د لوی افغانستان په یوه بېله شوې برخه پېښور کې د یوه نوم ورکي انسان په حیث قرار لري.
یو شی چې غواړم خپل درانه هېوادوال ورته متوجه کړم، هغه دا که کوم اهل خیر وروڼه د دې هدېرې په څنګ کې یو دارالحفاظ ایجاد کړي، هم به د دې تاریخي سیمې خوندیتوب یقیني شي او هم به د قرآن په تلاوت د شهیدانو روحونه خوښ وي.
د دې ځای له لیدلو وروسته د میوند د جګړې د رښتینې اتلې، فاتحې، ځواني مرګې، پېلغې، شهېدې ملالۍ د مزار خواته روان شوو چې د عمومي هدیرې نه لږ ور هاخوا شمال لویدیځ پلو ته پروت و، زموږ لارښود مولوي مبارک صاحب راته وویل: تاسو دلته مزار ته ورشئ، زه د کوم خپل کره ورځم، د غرمې د ډوډۍ د انتظام ورته وایم.
موږ هم راغلو، یوه وړوکۍ چاردېوالي وه او په لوېدیځه څنډه کې یې یوه وړه خونه وه، چې همدلته د (شهېدي خور ارامګاه وه) خونې ته په دننه کېدا مې هڅه وکړه چې د قرآن کریم څو آیتونه تلاوت کړم، باور وکړئ مزار ډېر ژور اغېز را باندې وکړ، یو دوه ځله هغه آیتونه چې ډېر شه مې په یاد و پکې خطا وتلم، د تلاوت او دعا وروسته مې یو ناڅاپه د څو شېبو لپاره په ذهن کې د جګړې انځور ترسیم شو.
هوکې د دوشنبې ورځ د ۱۷/۸/۱۲۹۷ هـ ق چې د عیسوي ۲۷/۷/۱۸۸۰ سره سمون خواړه د میوند پر سوځوونکې دښته یو خوا په وسلو سمبال پرنګي لښکر، بلخوا په تش لاس خو د ایمان، عقیدې او وطن په مینه سرشار افغاني غازیان و، جګړه پیل شوه په لومړیو کې پرنګي ځواک د جګړې پر ډګر لاس بری برېښېده، افغاني لوری د وسائلو او وسلو له کمبود سره مخ و د ځوانانو ککرۍ له تنو بېلېدلې، بیا هم افغاني غازیانو هڅه کړله چې د خپل ځوانانو روحیه لوړه وساتي په دې منځ کې یو بل ګوزار هم پر افغاني لوري وشو «بیرغچې یې ژوبل شو» او توغ یې له لاس ولوېد!.
یوې پېغلې چې عمر یې اېله د اتلس کلونو په شاوخوا کې و او د جګړې ډګر ته یې څېرمه له خپلې کېږدۍ نه دا حالت له نږدې څاره د دې، وضعیت لیدل یې تر زغمه ووتل، له خپلې کېږدۍ نه را ووتله او سیده یې د بیرغ لورته را ودانګل، بیرغ یې له ځمکې راپورته کړ او په لوړ اواز یې دا چېغه پورته کړه:
کــه پـه مـیـوند کې شهـیـد نه شــوې
خدای ږو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتینه
دې چېغې پر افغاني غازیانو دومره اغېز وکړ چې د مقاومت یوه نوې روح پکې ننوتل او له سره یې خپل صفونه منظم کړل، پر مېرڅې یې یرغل ور وړ، د دښمن لیکې یې ماتې کړلې او سمدم قیامت یې پرې جوړ کړ، یو څو شېبې وروسته بیا پېغلې یوه بله ناره وکړه:
خـــال بــه د یــــار لـه وینـــو کښــــېږدم
چې شین کې باغ کې ګل ګلاب وشرموېنه
د دې ږغ په اورېدلو د ستومانو او تږو غازیانو په رګونو کې د دین، وطن او انتقام جذبې نور هم زور واخیست، غلیم یې مات کړ، تعقیب یې کړ، په سلګونو انګلیسان یې تر تېغ تېر کړل او غنیمتونه یې ترې ونیول. په دې جګړه کې یوه بله مېرمن هم د ملایې سره مله وه هغه غازي سرداره نومېدل.
په دې توګه ددې مېرمنې همت د جګړې لوری بدل کړ او دا پېغله خپله هم په شهادت ورسېدله.
باور وکړئ هاغه انځور مې په ذهن کې پورته کښته کېدی، دا سوځنده بېدیا، افغاني تش لاسی لښکر او د دې پېغلې عزم د دې معصومیت او د شهادت حالت سخت یې اغېزمن کړم. په هر حال بیا مې زړه ته په دې تسلي ورکوله چې دادی یوه نېمه پېړۍ وروسته موږ د دې اتلانو تاریخ تازه کړ. د نیمې نړۍ په خلاف په خالي لاس وجنګېدلو او دا دی غلیم نور ګونډه وهلې او د تېښتې په حالت کې قرار لري.
په داسې حال کې مو د اتلې ملالۍ خور له زیارته د روانېدلو هوډ وکړ چې لا مو هم دې شهیدې ځواني مرګې پېلغې ته د دعا کلمات پر خوله جاري و.
لږورها خوا سویل پلو یوه نوې دنګه ګنبده په نا بشپړ حالت کې ولاړه وه چې زموږ د سفر لارښود «مولوی مبارک صاحب» هغې ته هم ور وستلو او راته کړل یې چې دا د ملالۍ د شهادت ځای دی.
په همدې سیمه کې مو په یوه بله هدیره کې څلور څنګ په څنګ قبرونه ولیدل، راته وویل شو چې دا شهیدان څلور واړه ورونه و یو پکې مولوي، بل یې د قرآن کریم حافظ او دوه نور یې د کتابونو زده کوونکي و. دې سیمې ته د خارجي یرغلګرو چابه راغلې وه. دا څلور واړه وروڼه یې په ډېر وحشت په خپل کور کې په شهادت ورسول او پلار یې همدا څلور ځامن لرل. ورځ مو ډيره مصروفه تېره کړل.
ټول ځایونه مو په ښه تسلي وکتل او مازدېګر ۴ بجې بېرته د دوزخ د درې (سنګین) په لور راوخوځېدلو.

مولوی حیات الله مهاجر فراهی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *