لیکنېمقالی اوتبصرې

د میړنيو افغانانو په لاس د کفري ښکېلاک ماتې !

په میلیونونو کیلو متره لرې یوه مقدسه خاوره د انګرېزي اشغال تر استعمار لاندې راغله، د دې وطن اصلي بچیان ترهګر او تروریستان وبلل شول، پاچاهي یې ړنګه او پر ځای یې غربي دیموکراسي واکمنه، او غربي فلسفه عامه اذهانو ته پېچکاري شوه، د پراخو رسنیزو تبلیغانو تر څنګ په ميلیونونو ډالر د غرب ځیره خورو ته ورکول کېدل، تر څو د دې اُمت بچیان په غربي افکارو، لا دینیت، الحاد او بې دیني کې وروزي، چې بدبختانه اکثریت اذهان د دې منفورې او بدبخته نظریې تر تاثير لاندې شول، بشري حقونه، د ښځو حقوق، ګډ تعلیم، بیارغونو… او دې ته ورته نورې فکري تسخیرونکې پروژې په کار واچول شوې، چې ښه پرېمانه بازار یې وموند او په نتیجه کې یې اسلامي شعایر او سنتونه مسخره او د افغاني غرور په ستوني کلک پل کېښودل شو، سنت پګړۍ او سنت ږیره د ترهګر او پس پاتې په نوم سره یادیده، چې حتی زیاتره افغانان یې په سبب سره ان تر زندانونو پورې ورسېدل، د اسلامي شعایرو د له منځه وړلو لپاره داسې حربه نه وه، چې پکار وانه چول شوه، په فکري او فزیکي ډول هېواد فلج شو، یواځې او یواځې غربي تاړاک، غربي افکار او غربي فلسفه واکمنه شوه، د هېواد په ګوډ ګوډ کې د یرغلګرو ځواکونو ښه راغلاست وویل شو، د هېواد د اصلی بچیانو کورونه، مالونه او هر څه په لاس ورکول کېدل، د غټو غټو بمونو د ویشتلو فرمایشونو ورکول کېدل، مدارس، او مسجدونه په نښه شول.
خو تر څه مودې وروسته سره د دې ټولو امکاناتو په هېواد کې فساد، انسان تښتونه، غلاوې، غصب چور او چپاول خپل اوج ته ورسېد، هر زورور ځانته پاچا و او هر کمزوری یې رعیت و، د هغه مال ځمکه او حتی ناموس یې چې هر څنګه استفاده کولای شوه کوله یې، موږ په خپلو سترګو ماشومان ولیدل، چې د پیسو په مقابل کې اختطاف او ووژل شول،چې هېوادوال یې په باج ورکولو سره مجبور کړي وو او د همدې غریبو هېوادوالو په کمو سرمایو سره یې ځانونه دومره وپړسول چې اسلام او اسلامي شعایرو ته یې شا وګرځول، د ځنګله قانون و، هر زورور فرعون او طاغوت و او خپل طاغوتي او فرعوني امرونه یې په رعیت سره په زور او جبر منل.
له رسنیو به مو په بار بار اورېدل، چې طالبان د دې خاورې دښمنان او د پنچاب لښکر دی، مظلوم هېوادوال د طالب په نوم سره د شهادت تر وروستۍ سلګیو پورې په وحشت سره شهیدان او جسدونه یې ریګونو کې ورک کړل، دلته د بیان د ازادۍ تر کاذب شعار لاندې مظلومو هېوادوالو د ویر او ماتم شیبې شمارلې، حق ویونکي علماء مو ترور، زنداني او حتی په مرګ سره محکومېدل، د هېواد د ریښتونو بچو غږ خپ او چوپ و او هېچا د هېڅ ویلو اجازه نه درلوده.
د اشغالګرو او داخلي عسکرو لپاره په خپل کور کې د مظلومو افغانانو د وژلو لپاره ستر سند په نوم سره یادېده، چې د یو افغان د وژلو په مقابل کې د کمپاین عسکرو، صفري قطعاتو، امنیت ملي او ملي اردو عسکرو ته سل ډالر انعام ورکول کېده، چې دا ځل تر مخکې لا هم کار خراب شو، ځکه نوموړو ځواکونو د پیسو لپاره کار کاو او د هېڅ انسان وینې ورته ارزښت نه درلود، چې په ترڅ کې یې هېوادوال له داسې غم او ستونزې سره مخ شول، چې هیچا هم ځان، مال، کور او ناموس په امن کې نه لیدل، زموږ د جغتو ولسوالۍ پېښه له یاده نه وزي چې څلور وروڼه یې د خپلې کورنۍ د نورو غړو په مخ کې ټوټه ټوټه کړل، زموږ د ننګرهار غمیزه نه ده هیره چې څلور ځوانان وروڼه یې په سر سر وویشتل، زموږ د لوګر غمیزه نه ده هېره چې له مسافرۍ څخه راغلي حاجي صاحب یې د خپلې کورنۍ په مخ کې په ماین سره ټوټه ټوټه کړ، زموږ د هلمند غمیزه له یاده نه وزي چې مستورې افغانې خویندې د اشغالګرو او عسکرو د امنیت ملي، ملي اردو او صفري قطعاتو په مرسته سره په ځمکه کش شوې، عزت او آبرو یې پایمال او له خاورو سره خاورې شول، موږ په زرګونه د داسې پېښو شاهدان یو، که ټولې راجمعه شي نو ممکن، څو ټوکه کتاب یې د ځایولو توان ونه لري خو دلته چې لیکنه اوږده نه شي په همدې کفایت کوو.
خو بلمقابل د رب جل جلاله نصرت او مدد د مسلمه اُمت له غازیانو سره و، ممکن دا څو کلن ناورین به زموږ د اعمالو له سببه وي، ممکن د رب جل جلاله په ازمویښت کې به وو، خو هر څه چې وو، د رب جل جلاله وعده ریښتنې وه، غازیان په نظامي او سیاسي معرکه کې ثابت قدمه هوښیار او د رب جل جلاله په نصرت راتللو سره په پوره مېړانه، متانت او شجاعت سره د وحشي دښمن په مخکې سپر وو.
د ګران هېواد له شل کلن اشغال وروسته دا دي یو ځل بیا د اُمت محسنو او رښتینو بچیانو په بې شمېره قربانیو، سرښندنو، زخمونو، کړاوونو او زندانو سره په ګران هېواد افغانستان باندې سپین محمدي بیرغ رپاند کړ.

وصیف احمد ”ریان“

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *