افغانستان

د ناقانونه تاسیساتو او خنډونو د پاکولو لړۍ روانه ده

د ښار په کچه په بېلابېلو ناحیو کې له پليو لارو، زرغونو سیمو او سړکونو د ناقانونه تاسیساتو او خنډونو د پاکولو لړۍ روانه ده.په وروستیو کې د اتمې ناحیې د مسئولانو له لوري له ښاري سیمو ناقانونه تاسیسات او خنډونه پاک شول او اوس مهال د یادې ناحیې په ډیری سیمو کې قانوني ښاري ژوند رامنځته شوی دی.په همدې توګه د یادې ناحیې په بېلابېلو سیمو له غصب د ځمکو د بېرته راګرځولو په برخه کې هم ګټورې کړنې ترسره شوې دي او هڅه کیږي چې، ټولو ښاریانو ته ښاري سوکالي رامنځته شي.کابل ښاروالۍ ژمنتیا لري چې، پلې لارې، سړکونه، زرغونې سیمې او نورو عامه ملکیتونه له غصبه را وګرځوي او د ټولو ښاریانو په واک کې یې ورکړي.د اتمې ناحیې د مسئولانو په وینا؛ له پاکو شویو سیمو ناقانونه تاسیسات لیږدول شوي او په دوامداره توګه ترې څارنه کیږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *