لیکنېمقالی اوتبصرې

د نامالوم برخليک په اړه د افغان کډوالو اندېښنې زياتې شوې

د پاکستان د لنډ مهالي حکومت له لوري د ټاکل شوي ضرب الاجل له نږدې کېدو سره هم‌مهاله د افغان کډوالو نيولو او ايستلو زور اخيستی او ورځ تر بلې يې وضعيت ترېنګلی کېږي.دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې د تېر په پرتله پاکستاني پوليس په ښارګوټو کې په افغان کډوالو پسې ګرځي راګرځي، پر کورونو يې چاپې وهي او له نيولو وروسته يې زندانونو ته لېږدوي.د رپوټونو په حواله په دې موده کې څه باندې ۱۰۰۰ افغان کډوال د پاکستان په زندانونو کې بنديان دي او تر ۵۰۰ ډېر نور کډوال له بندخونو ازاد شوي او له ۱۲۰ زره ډېر بيا له پاکستانه اېستل شوي او لا هم دا لړۍ دوام لري،چې له امله يې افغان کډوال د خپل راتلونکي سرنوشت په اړه اندېښمن دي.
په دې اړه کراچۍ ښار کې د اسلامي امارت کونسل عبدالجبار تخاري ويلي چې دوی له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ويستلو د مهلت غځېدو غوښتنه کړې، که پاکستان دغه مهلت اوږدمهاله کړي، له يوې خوا به افغان کډوال په منظمه توګه د وتو چانس پيدا کړي، بل پلوه به حکومت هم د دوی لپاره بندوبست وکړای شي، ځکه د ژمي سوړ موسم په را لنډېدو دی او ډېری کورنۍ حتی په کور د ننه سر پناوې نه لري، نو په دغه لنډ وخت کې به څنګه وکړای شي، چې هم سرپناوې ورته برابرې کړي، هم يې د خوراکي توکو غم وخوړل شي، په داسې حالاتو کې به ډېره ستونزمنه وي، چې ټولو ستونزو ته يې رسېدنه وشي، که څه هم حکومت د ننګرهار په لالپوره ولسوالۍ کې د کډوالو لپاره موقت کمپ جوړکړی، خو دا بسنه نه کوي، ځکه د دوی ستونزو ته په کتو يوازې سرپناه مهمه نه ده، بلکې دوی خوراک، پوشاک او څښاک ته اړتيا لري!
په پاکستان کې د کډوالو د عالي کمېشنرۍ يا يو اين اېچ سي ار په حواله، په دغه هېواد کې د ټولو افغان کډوالو شمېر ۳ ميليونه او ۷۰۰ زرو ته رسېږي،خو دا شمېر ښايي له دې هم لوړ وي، ځکه پاکستان ته تازه تللي ګڼ شمېر افغان کډوال ثبت شوي نه دي.
د افغان کډوالو نژدې نيمايي يې په پښتونخوا کې اوسېږي. ملګري ملتونه او نور هېوادونه د افغان کډوالو لپاره هر کال له پاکستان سره ميليونونه ډالره مرسته کړې ده،يوازې په ۲۰۲۲ م کال کې امريکا د افغان کډوالو لپاره له پاکستان سره ۶۰ ميليونه ډالره مرسته کړې. اروپايي ټولنې په روان ۲۰۲۳ کال کې پاکستان ته د افغان کډوالو لپاره نژدې ۱۸ ميليونه ډالره مرسته ورکړې وه.
په هر حال د افغانانو ځورونه يوازې په پاکستان پورې محدوده نه ده، بلکې په ايران او ترکيې کې هم يو شمېر افغانان له دوی سره له کېدونکي ناوړه چلند شکايت کوي، په يادو هېوادونو کې د افغان کډوالو نيونه بايد ودرول شي او ناوړه وضعيت ته يې بايد رسېدنه وشي.افغانان کډوال په داسې حال کې ډېر اندېښمن شوي چې د اکتوبر تر پايه چې کوم مهلت دوی ته ورکول شوی دا ډېر کم وخت دی او دوی نه شي کولی د خپل تګ انتظام وکړي، پر همدې بنسټ د نړيوالو غوښتنه هم له پاکستانه همدا وه چې افغانان ونه ځورول شي او دوی پرېږدي چې په خپله خوښه له پاکستانه ووځي.په همدې حال کې اسلامي امارت يو ځل بيا له پاکستاني حکومته غواړي چې د افغان کډوالو پر وړاندې زور زياتی ودروي او د کډوالۍ نړيوالو اصولو ته په پام چلند وکړي، کنه دغه ډول پرېکړې د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړيکو کې واټن رامنځته کولی شي.
نو په کار ده چې پاکستاني چارواکي بايد له افغان کډوالو سره انساني چلند وکړي، د دوی په اېستلو کې له زور زياتي کار وانه خيستل شي او و نه ځورول شي. موږ هم غواړو، چې افغانان خپل کور ته راشي، ښه ارام ژوند ولري او کډوالۍ ته د پای ټکی کېږدي.دا په داسې حال کې ده، چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي، په ګډون د دغه سازمان نورو کارپوهانو هم له پاکستانه غوښتنه کړې،چې اسلامي اباد دې هغه پرېکړه لغوه کړي، چې له مخې يې څه باندې يو ميليون افغان کډوال له پاکسته اېستل کېږي.خو پاکستان وايي، د افغان کډوالو په ګډون ټولو بهرنيو ناقانونه کډوالو ته د اېستلو په اړه ورکړل شوی مهلت د تمديد وړ نه دی او بايد چې ياد کډوال د اکټوبر تر وروستۍ نېټې له دې
هېواده ووځي.

راشد آرين

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *