لیکنېمقالی اوتبصرې

د نشه یي توکو په وړاندې جدي مبارزه روانه ده

د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه په ټولیزه توګه په هیواد کې د نیشه یې توکو کښت، قاچاق ، پروسس او ترافیک بند کړی دی، ځکه نیشه یې توکې په حقیقت کې د یوخاموشه طوفان په څیر ټولنه له گواښ سره مخامخ کوې او دا هغه ناوړه پدیده ده چې په تدریج سره او بیا په ځانگړي توگه د ځوان نسل روغتیا او سلامتیا زیانمنوي او خوږ ژوند یې له اوږد مهاله رنځ ، ناهیلي او مرگوني گواښ سره مخامخوي، بنآ ددغې منفورې پدیدې په وړاندې د اسلامی امارت امنیتي ځواکونه تل نه ستړې کیدونکې مبارزه کوي او په خپله مبارزه کې هم تل هوډمن دي، د بیلګې په توګه په دې وروستیو کې د ډله ییزو خپرندویه سرچینو په حواله د کورنیو چارو وزارت دمسوولینو له قوله ویل شوي، چې د کوکنارو کښتونو د اړولو اوله نیشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو په ۹ ولایتونو کې ۲۱۸۳ جریبه د کوکنارو کښتونه له منځه وړي دي، ددغه وزارت دمسوولینو د څرګندونو له مخې ۷۷۷ جریبه د فاریاب ولایت په پښتون کوټ، بلچراغ، المار، کوهستان او خبیر په ولسوالیو کې، ۴۰۰ جریبه په پکتیا، ۲۹۲ جریبه په ننګرهار، ۱۲۷ جریبه په تخار، ۳۸ جریبه په کونړ، ۱۳ جریبه په بغلان، ۱۱ جریبه په بلخ او ۵ جریبه ځمکه د غور ولایت په پسابند ولسوالۍ کې له کوکنارو پاکه شوې ده، په کابل ولایت کې هم د کوکنارو کروندې ویجاړې شوي دي، البته څو ورځې وړاندې هم د نیشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو په ۶ ولایتونو کې ۸۰۰ جریبه کوکنار له منځه وړي وو.
د اسلامی امارت ویاند هم ویلي چې په هیواد کې د نیشه یي توکو دله منځه وړلو لپاره د نیشه یي توکو دکښت او قاچاق پرضد جدي مبارزه روانه ده ، د نیشه یي توکو د قاچاق د مخنیوي لپاره هم هڅې روانې دي او د ۲۰۲۱ ز، کال په اګست میاشت کې واک ته له بیا رسیدو وروسته اسلامي امارت دنیشه یي توکو یو زیات شمیر قاچاق وړونکي نیولي اوبندیان دي، نوموړي ګاونډیو او دسیمې هیوادونو ته ډاډ ورکړی چې له افغانستان څخه د نیشه یي توکو د قاچاق په اړه اندیښنه ونه لري، بلکې له نیشه یې توکو سره د مبارزې په برخه کې له دولت او خلکو سره همکاري اود کوکنارو دبدیل کښت په موندلو کې مرسته وکړي.
له شک پرته چې د نیشه یې توکو پروړاندې د امنیتي ځواکونو مبارزه او د کوکنارو د کښتونو له منځه وړل، چې پورته په بیلګه ییز ډول ترینه یادونه وشوه د قدر وړ دي خدای (ج) دې لاهم دوئ ته توفیق ورکړي چې په ټوله کې د نیشه یې توکو قاچاقبران، پلورونکې او کاروونکې د هیواد په هره سیمه او ښار کې چې شتون لري دوئ و نیسي او دقانون منګولو ته یې وسپاري ترڅو له امله یې د تولنې نظم او ثبات خوندي کړای شي.
د یادونې وړه ده چې ګاونډي او دسیمې هیوادونه باید له اسلامي امارت او خلکو سره د کوکنارو دبدیل کښت په برخه کې لازمه مرسته او همکاري وکړي، همداراز د اسلامي امارت مسوول ارګانونه هم باید د نیشه یې توکو دکښت د بندیدو ترڅنګ دهغې بدیل کښت ته ځانګړې پاملرنه وکړي او ترڅنګ یې په هیواد کې د کرنیز بهیر پراختیا هم یولومړیتوب دی ځکه چې په ټولیزه توگه دهیواد په سلو کې کابو اتیا سلنه خلک دکرنې ، مالداري او بڼوالۍ په چارو بوخت دي نوپه کارهم همداده چې ددغه بهیر ودې اوپراختیا ته باید ډیره پاملرنه وشي او د افغانستان اسلامی امارت د مسوولو ارګانونو له لوری باید دهیواد په مرکز او ولایتونوکې قدرمن بزگرانو ته دهراړخیزو آسانتیاوو په برابرولو سربیره په مناسبو وختونو کې داصلاح شویو تخمونو او کیمیاوی سرې مرستې هم وکړي ترهغه چې له امله یې دوئ له خپلی کرکېلی څخه پریمانه حاصلات ، غلې او دانې ترلاسه کړي چې له امله یې د دوئ د اړتیاوو د پوره کېدلو ترڅنگ په هیواد کې هم غلې دانې پریمانه شي ، بناً د اسلامي امارت د لومړیتوبونو پراساس اړینه ده چې په ټولیزه توگه د هیواد په گوټ گوټ کې پر کروندگرو په مناسبو وختونو کې اصلاح شوي تخمونه ، ډول ډول نیالگي ، کیمیاوي سرې اولازم وسایل د اړوندو مسئولو مراجعو له لورې وویشل شي ، ځکه چې له قدرمنو بزگرانو سره هررازمرسته ددې سبب کیږي چې هغوئ په خپلو کروندوکې دحرام کښت یعنې د کوکنارو د کرکیلې پرځای حلال کښت ته مخه وکړي ، البته لازمه هم ده چې قدرمن بزگران باید په آگاهانه توگه دیته وهڅول شي چې په خپلو مځکو کې د نیشه یې توکو دکرکیلې پرځای حلال کښت ته مخه وکړي ، ځکه چې نیشه یې توکې د یوخاموشه طوفان په څیر ټولنه له گواښ سره مخامخوي اودا واقعاً هغه ناوړه پدیده ده چې په تدریج سره او بیا په ځانگړي توگه د ځوان نسل روغتیا او سلامتیا زیانمنوي او خوږ ژوند یې له اوږد مهاله رنځ ، ناهیلی او مرگونی گواښ سره مخامخوي. البته دې ټکې ته مو باید پام وي سره له دی چی مخدره توکې یوه ناوړه پدیده ده نو ددغې ناوړی پدیدی کرکیلی ، پروسس او قاچاق هیوادوالو ته سره له دې چې امنیتی ننگونی یې رامنځ ته کړی ددی ترڅـنگ زمونږ گڼ شیرهیوادوال هم پردغی کرغیړنی پدیدی روږدی شویدي چی د امنیتی ننگونو ترڅنگ دایوه بله ستونزه ده ځکه چی په مخدره توکو روږدی کسان سربیره پردی چی د سالم کار او روزگار پروړاندی خپل مقاومت او ځواکمنتیا له لاسه ورکوی ترڅنگ یی خپلی کورنی ته یو سرخوږی هم را منځته کوی او بالاخره پرمخدره توکو روږدی کسان په خپلی کورنی سربیره پرټولنه هم یو بار گڼل کیږي او په بیلا بیلو برخوکې د ټولنې عامه نظم گډوډ اوبې ثباته کوي، نوپردې اساس ددغې منفورې پدیدې پروړاندې د اسلامي امارت د امنیتي ځواکونو ترڅنګ د افغان ولس رښتینه مبارزه هم ډیره
اړینه ده .

شاه محمود درویش

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *