سرمقالې

د نظام ټینګښت د افغان ولس ډېری ستونزې اوارولی شي!

څرنګه چې افغانان د تېرې یوې پېړۍ په موده کې د نړۍ دریو زبرځواکونو له خورا سختو او ظالمانه یرغلونو سره مخ شوي او ډېرې ستونزې یې زغملې دي. همدا وجه ده چې نن د نړۍ او خپلو ګاونډیو هېوادونو د پرمختګ له کاروانه زښته ډېر وروسته پاتې او پوره بې وزلۍ کې شپې ورځې تېروي. له بده مرغه د امریکې او ناټو وروستی یرغل بیا داسې دی،چې که څه هم په نظامي ځمکني ډګر کې یې واک او اشغال پای ته رسېدلی،خو فضایي تېری، استخباراتي فسادونه او سیاسي مداخلې یې لا هم دوام لري. په دې لړ کې سياسي فشارونه، بندیزونه او د نړۍ له خوا د افغانستان د نوي حکومت د رسمیت پېژندنې مخنیوی او يا په زیاترو اقتصادي معاملاتو کې خنډونه رامنځ کېدل نورې هغه ستونزې دي چې دمګرۍ افغانان ورسره مخ دي.ښکاره ده چې د لوېدیځوالو د همدې چلند له امله زموږ سره د نورو نړیوالو پر تعامل هم ناوړه سیوری غوړېدلی او په تجارت او پانګونه کې یې زموږ پرمختګ ډېر کمزوری کړی دی. دا چې اصلي خبره خو همدغه د غرب ظالمانه چلند او د هغوی له خوا د خپل اشغال پر څه ناڅه برخه د خپلو کینو سړول دي، خو نو هېوادونه بیا چې طبعاً د امریکې د متابعت په خبره شرمېږي مجبور دي یو شمېر پلمو ته لاس واچوي.لکه چې وايي د ښځو حقونه تر پښو لاندې شوي، اقلیتونه په کې ناخوښه دي، کورنی مشروعیت نه لري او داسې نور… یا لکه دا چې ځینې په سرحدونو کې ستونزې راجوړوي، څوک داعش او نورې ډلې یادوي، څوک اوبه غواړي، ځینې ناخبره لا په کې له منځه تللي مخدرات یادوي، ځینې مذهبي ازادۍ غواړي او نور… مطلب دا چې د خلکو فرمایشات او پلمې بیخي زیاتې،خو موږ یې د ټولو له منلو او خوشالولو کاملاً عاجز یو.پر دې اساس له ټولو اسانه لاره داده چې هر افغان یوازې او یوازې د خپل موجوده نظام ټینګښت ته متوجه وي او تر خپلې وروستۍ وسې فقط په همدغه لاره کې هڅه هاند او اخلاص وکړي. ځکه معلومه خبره ده چې د نړیوالو د نیوکو، پلمو او فرمایشاتو دا لړۍ زموږ له کمزورۍ نه را پیدا ده،نو که موږ کار او زیار ته ملا وتړو، اخلاص او همت وکړو، وطن آباد کړو، اقتصادي بسیاینه ترلاسه کړو او د نظام هر ډول نیمګړتیاوې رفع دفع کړو، پرته له شکه چې همدا ګیله منه او ارمانجنه نړۍ به کرار کرار را پخلا او حتماً له موږ سره پر تعامل مجبورېږي.لکه چې همدا اوس د نړۍ په لر و بر کې په لسګونو داسې حکومتونه فعال موجود دي چې په تمامه معنا بې قانونه، خپلسري، زورواکي او کاملاً په خیانت او غدارۍ لړلي دي خو څنګه چې پیاوړي او مستحکم دي نو همدا پر موږ معترض جهتونه ملګرتیا څه چې ان وروري ورسره پالي. بناءً زموږ ټولو مهم او لومړی مسؤلیت دادی چې د نظام په ټینګښت کې خواري وکړو او له همدې لارې د نړۍ لپاره د خبرو اترو، تعامل او ځواب ویلو لپاره یو متحد او قوي آدرس ترلاسه کړو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *