دینې لیکنېلیکنې

د نفتو په هكله د قرآن كريم او رسول صلي الله علیه وسلم وړاندوينې

ځينو علماى كرامو ويلي،چې كوم نفت او ګاز اوسمهال له مځكې راباسئ دا د آخري زمانې او قيامت له نښانو دي. په دې هكله په قرآن كريم او نبوي احاديثو كې څرګندونې شوي دي.
لوى څښتن جل جلاله فرمايي :
﴿ وَالطُّورِ (1) وَكِتَابٍ مَسْطُورٍ (2) فِي رَقٍّ مَنْشُورٍ (3) وَالْبَيْتِ الْمَعْمُورِ (4) وَالسَّقْفِ الْمَرْفُوعِ (5) وَالْبَحْرِ الْمَسْجُورِ (6) ﴾ [الطور:۵۲ : ۱ ـ ۶] ژباړه : قسم دى په طور غره او په هغه كتاب،چې پر پرانيستې پاڼه ليكل شوى او په ودان كور او په لوړ چت ( بيت المعمور ) او په اور اخيستل شوي سمندر.
په تفسيرونو كې د ﴿ الْبَحْرِ الْمَسْجُورِ ﴾ ډول ډول معناوې بيان شوي دي. ځينو مفسرينو د دې معنا له اوره په ډك سوي سمندر كړې او وايي چې له سمندره به د قيامت په ورځ د اور لمبې پورته شي. ﴿ الْبَحْرِ الْمَسْجُورِ ﴾ يعني الموقد المحمى بمنـزلة التنور المسجور وهو قول ابن عباس رضی الله عنهما وذلك ما روى ان الله تعالى يجعل البحار كلها يوم القيامة ناراً فيزداد بها في نارجهنم. وګورئ تفسير المظهري ۹/ ۹۳ مخ.
دغه راز د قرآن كريم د سورة التكوير په لومړيو شپږو آيتونو كې د قيامت د لومړي پړاو يادونه په دې ډول شوې ده :
﴿ إِذَا الشَّمْسُ كُوِّرَتْ (1) وَإِذَا النُّجُومُ انْكَدَرَتْ (2) وَإِذَا الْجِبَالُ سُيِّرَتْ (3) وَإِذَا الْعِشَارُ عُطِّلَتْ (4) وَإِذَا الْوُحُوشُ حُشِرَتْ (5) وَإِذَا الْبِحَارُ سُجِّرَتْ (6) ﴾ [التكوير: ۸۱: ۶] ژباړه : كله چې لمر بـې نوره شي او كله چې ستوري خواره واره شي او كله چې غرونه وخوځول شي او كله چې سمندر د اور لمبه كړل شي.
﴿ وَإِذَا الْبِحَارُ سُجِّرَتْ ﴾ اى اضرمت ناراً كما قال علي وابن عباس ومجاهد وسعيد بن جبير وعبيد بن عمير وجماعة من ائمة التفسير من السلف.(مطابقة الاختراعات العصرية لما اخبر به سيد البرية ۷۴مخ ).
په پورتني كتاب كې زياتوي : لكه چې څرګنده ده پټرول په مځكه كې خوندي شوي سمندرونه باله شي. ابى بن كعب او ابن عباس او ابو العاليه او د سلفو عالمانو يوې ډلې ويلي،چې دغه شپږ علامې په پورتني آيت كې يادې شوې، د قيامت تر ورځې د مخه په دې دنيا كې څرګندېږي. دوى وايي لوى څښتن په التكوير سوره كې دوولس نښانې يادې كړې چې شپږ يې په دې دنيا كې څرګندېږي او شپږ يې په آخرت كې څرګندېږي،نو د هغو چې په دې نړۍ كې څرګندېږي وروستۍ يې ﴿ وَإِذَا الْبِحَارُ سُجِّرَتْ ﴾ ده او تر دې وروسته بيان سوې علامې لكه چې ابن جرير او ابن ابي حاتم روايت كړى په آخرت كې څرګندېږي. البته كومې چې په دې نړۍ كې څرګندېږي هغه د قيامت له نښانو دي،چې همدغه ( د اور لمبه سمندر ) د تېلو سمندر دى كوم چې لوى څښتن د مځكې په نس كې خوندي كړى دى او دادى اوس يې را وايست.
اوس ستاسې پام د قرآن كريم د الاعلٰى سورې آيتونو ته را اړوم :
﴿ وَالَّذِي أَخْرَجَ الْمَرْعَى (4) فَجَعَلَهُ غُثَاءً أَحْوَى (5) ﴾ [الاعلٰى:۸۷ :۴ـ ۵] ژباړه : او هغه ( لوى څښتن ) شينلي ( نباتات ) پيدا كړي او بيا يې هغه وچ تور واښه ګرځولي دي.
ترك عالم ډاكټر هلوك نور باقي په خپل كتاب كې ليكي : دغه آيتونه چې هغه څوك ولولي په مځكپوهنه پوهېږي، نو پوه به شي ېي دا د تېلو په هكله څرګندونې لري. د مځكپوهنې هر عالم پوهېږي چې د مځكې كُره لومړى د شينلو ( نباتاتو )، ډېرو غټو ونو او لويو لويو بوټو پر ډګرونو او ځنګلونو مشتمله وه. دغه ستر ستر ځنګلونه په مځكه كې د ژوند نښې بلل كېدې. بيا د سترو مځكنيو بدلونونو په پايله كې دغه ستر ځنګلونه تر مځكه لاندې سول او د يوه ځانګړي كېمياوي عمل په پايله كې يې د نفتو بڼه غوره كړه. ( قرآني آيات او ساينسى حقائق ۳۶مخ ).
د نفتو او ګازو په هكله رسول صلی الله علیه وسلم هم وړاندوينې كړي ، د هغو د زېرمو ځايونه يې ښوولي او هغه يې زر ( ذهب ) بللي، لكه چې اوس يې هم خلك توره طلا بولي آن د رسول صلی الله علیه وسلم په ځينو احاديثو كې دغه مواد داسې زېرمي بلل شوې چې نه سره زر دي او نه سپين زر.
د عراق د نفتو په هكله د رسول صلی الله علیه وسلم دې حديث ته پام وكړئ :
«يوُشِكُ الفُراتُ أن يَحسِرَ عن كنـزٍٍ من ذهبٍ، فمن حَضَرَهُ فلا يأخُذْ مِنْهُ شيئاً».( بخاري : كتاب الفتن، ۲۴باب، ۷۱۱۹ حديث ).
ژباړه : نژدې دى چې ( په عراق كې ) د فرات مځكه د زرو يوه خزانه را وباسي،نو څوك چې هغې ته حاضر شي له هغې به څه نه اخلي.
په دې هكله د رسول صلی الله علیه وسلم بل حديث دى :

«يوُشِكُ الفُراتُ أن يَحسِرَ عن جبل ٍمن ذهبٍ، فاذا سَمِعَ به النَّاسُ سَاروا إليه. فيقولُ مَن عنده : لئن تركنا النَّاسَ يأخُذُونَ منه ليُذهبنَّ به كُلِّهِ. قال فَيَقْتَتِلُونَ عليه. فَيُقْتَلُ مِن كُلِّ مِئًةٍ تِسْعَةٌ وتِسْعُونَ ». ( مسلم : كتاب الفتن، اتم باب، ۷۱۷۰ حديث ).
ژباړه : نژدې دى چې ( د عراق ) د فرات مځكه د زرو يو غر را وباسي او چې خلك د هغه په هكله واوري پر ور وبه دانګي،خو هغه وګړي به د دې زرو څښتنان وي و وايي كه موږ خلكو ته له دې د څه اخيستلو اجازه وركړو نو ټول به واخلي. بيا دوى پر هغو جګړه وكړي او دا داسې جګړه وي چې له هرو سلو تنو ۹۹ مړه شي.
يادونه : اسلامي عالمانو لكه امام ابي الفيض احمد العماري او مولانا محمد ارسلان بن اختر او نورو په دغو احاديثو كې ياد شوي زر پټرول بللي او احمد العماري وايي چې په دې حديث كې په نفتو لرونكو هېوادونو كې د نفتو ملي كولو په هكله هم خبره او يادونه شوې ده.
البته په پورتني حديث كې په سلو كې له نهه نوي وو څخه مراد ډېرښت دى نه ټاكلى عدد او د تېلو پر سر خو له پخوا څخه د سترو ځواكونو او نورو لخوا سترې لوبي او سترې سياسي، اقتصادي او تودې جګړې په لار اچول شوې چې دادى اوس امريكا او نورو كفارو د عراق او كيسپين سمندرګي د نفتو پر سر پر عراق او افغانستان سختې جګړې تپلې او ايران او نورو ته هم پېشروونه وهي.
دغه راز امام ابي الفيض احمد العماري په مطابقة الاختراعات العصرية كتاب كې پر دغه حديث د تبصرې په ترځ كې وايي چې دغه حديث د عراق او ايران دواړو د پټرولو په هكله دى، ځكه ايران هم له عراق څخه شمېرل كېږي، بلكې ايران عراق عجم باله شي.
البته د طالقانو د پټرولو په هكله حضرت علي كرم الله وجهه ته په يوه منسوب حديث كې په ځانګړې توګه اشاره شوې ده : « ويحاً للطالقان فإن لِله فيه كنوزاً ليست من ذهبٍ ولا فضةٍ» ( تعجب دى تالقان لره چې هلته د لوى څښتن داسې خزانې شته،چې نه د سرو زرو دي، نه د سپينو زرو.
سبحان الله « فيه كنوزاً ليست من ذهبٍ ولا فضةٍ» خو همدغو د پټرولو زېرمو ته په څرګنده توګه اشاره ده او لكه چې پوهېږو تالقان زموږ د تخار ولايت مركز دى، چې كه تفحصات په كې وشي ښايي دغه زېرمي ځني را ووزي. اوس هم جوته شوې ده چې د تخار او جوزجان په ولايتونو كې د رسوبي يا پليسري زرو كانونه شته او د تخار په ګاونډي كې خو د نفتو او ګازو زېرمي له پخوا څخه تثبيت شوي دي. دغه راز وايي چې د ايران په قزوين كې هم يو ځاى طالقان نومېږي.
اما د سعودي عربستان او نورو ځايونو د پټرولو په هكله د حاكم په مستدرك كې د عبدالله بن عمرو بن العاص حديث دى:
«تخرج معادن مختلفة معدن منها قريب من الحجاز يأتيه من اشرار الناس ».
ژباړه : ډول ډول كانونه به را ووزي. له هغو څخه به يو حجاز ته نژدې وي او د خلكو اشرار به ور شي. ( لكه چې پوهېږو حجاز اوس د سعودي عربستان يوه برخه ده ). امام ابي الفيض احمد العماري په مطابقة الاختراعات العصرية كتاب كې وايي : دغه حديث كه څه هم موقوف دى، خو د مرفوع حديث حكم لري. ځكه بل موفوع حديث په صريح ډول سته چې امام احمد په خپل مسند كې روايت كړى دى، په دې ډول : له بني سليمو څخه يوه سړي له نبي صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل چې ويل يې :
« ستكون معادن يُحَضِّرها شرار الناس».
ژباړه : ژر به داسې كانونه كشف شي چې د خلكو اشرار به يې استخراجوي او ګټـې اخيستني ته به يې چمتو كوي.
امام ابي الفيض احمد العماري وايي : دغه معادن د پټرولو څاګان دي كوم چې قيامت ته په نژدې وختونو كې، يعنې زموږ په وختونو كې را څرګند شول. هسې خو د سرو او سپينو زرو كانونه د دنيا له هماغه پيله بېخي ډېر موجود وو او په حديث كې د « يُحَضِّرها شرار الناس». جمله هم د دې خبرې تاكيد كوي،ځكه دغه د پټرولو معادن زياتره كفار كوم چې په رشتيا شرار الناس دي را باسي او ګټې اخيستني ته يې چمتو كوي.

عبدالمالك همت

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *