افغانستان

د ننګرهار د کانال او سربندپروژه به ډېر ژر بشپړه شي

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست خوړو نړیوال پروګرام په مالي او د افغانستان راتلونکو نسلونو مؤسسې په تخنکي همکارۍ ددې ولایت د کوټ په ولسوالۍ کې د اوبولګولو د یوې پروژې رغنیزې چارې پیل کړي دي، رغنیزې چارې یې په چټکۍ روانې او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالستار محمد وویل، چې د کوټ په ولسوالی د سید احمد خېلو، ډواني اوحیدرخېلو کانال او سربند د جوړیدو چارې پیل شوي، چې په دې پروژه کې د ۱۳۷۴ متره په اوږدوالي کانال، ۳۴۰۰ متره کېندنې، ۳ سوپر پسیج، یو د اوبو ناوه، ۱۱۵۲ متره د غاړو دېوالونه، د کانال په شاوخواکې ۷۰۰ متره زهبر جوړول او ۱۱۷۴ مترو تراسونو جوړول شامل دي.
د ننګرهار دکرنې رییس په خبره ددې پروژې په بشپړېدو سره به ۵۰۰ جریبه نوي ځمکه اباده او ۲۵۰۰ څخه تر ۳۰۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه او زرګونو ځایې خلکو ته به د کار زمینه هم برابره شي.
ددې کانال په رغنیزو چارو کې ۷۱۳ تنو ته په درې فازونو کې د کار زمینه برابره شوي؛ چی د ۱۷ میاشتو په موده کې به دکانال چارې بشپړې شي.
په همدې حال کې د سیمې اوسیدونکو د یاد کانال په جوړیدو خوښي وښوده او دننګرهارد کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست او پروژی له مسولینو څخه مننه وکړه، چې د دوی د ستونزو هوارولو په پار هلې ځلې کوي.
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مرستندویو بنسټونو په همکارۍ هلې ځلې کوي، چې ددې ولایت د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه او دکرنې په سکټور کې بنسټیزې پروژې پلي کړي، چې د یاد سکټور ودې او پراختیا ته زمینه برابره شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *