مقالی اوتبصرې

د ننګرهار مېمله باغ او د وزیر محمد ګل خان مومند کلا د رغولو هرکلی کوو

په ننګرهار کې هم د نورو ولایتونو لکه هرات، کندهار، بلخ او غزني په څېر گڼ شمېر تاریخي آبدات او د سیل ځایونه شته، چې نه یوازې د دغه ولایت لرغونتیا په ثبوت رسوي ، بلکې د ننګرهار همېشه بهار زړه راښکونکې ښکلاوې یې لا نورې هم زیاتې کړی دي.
خو بدمرغو جکړو د دې لرغونې او تاریخي سیمې گڼې آبدې هم ورانې او سختې زیانمنې کړې دي.
د ننګرهار فرهنګپال ولس څو څو ځله د دغو لرغونو آبدو او ځایونو د بیا رغاونې غږ پورته کړی او په ځلونو یې له مرکزي حکومتونو دا غوښتنې کړې دي. په ننګرهار کې د مېملې لرغونی او تاریخي باغ او د وزیر محمد ګل خان مومند کلا، دوه هغه لرغونې آبدې دي، چې د بیا رغونې غوښتنه یې بیا هم شوې ده. داسې خبرونه ورکړل شوي، چې د ننګرهار د دوو لرغونو آبدو جوړولو پلانونه طرحه شوي دي؛ د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې دا تاریخي آبدې رغوي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رییس نورمحمد حنیف وایي، د مېملې باغ او د وزیر محمد ګل خان مومند کلا د بیا رغونې لپاره یې ځانګړې طرحه جوړه، د تائید او اجراآتو لپاره یې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مقام ته سپارلې ده.
سرچینې په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
د مېمله باغ د رغونې، له دې وړاندې هم هڅې کېدې، خو د جګړو او نښتو له امله یې چارې ټکنۍ شوې.
یو شمېر فرهنګي فعالانو اوس د دغو تاریخي سیمو د رغونې د پلان هرکلی کړی او ویلي یې، چې چارواکي باید په دې اړه نوری هم خپلې هڅې زیاتې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د جلال آباد ډېر پخوانی د مېملې باغ د ورانېدو په حال کې دی، دا باغ د ننګرهار په خوګیاڼیو ولسوالۍ کې دی، چې د شاه جهان پاچا په وخت کې جوړ شوی دی. د خلکو وېره دا ده چې د مېملې باغ په خرابېدو دی او ودانۍ یې دله کاره وتلې ده او د دغه سیمې خلک له دولت نه غواړي چې دغه تاریخي باغ ته دې پاملرنه وکړي.
دننګرهار ولایت ځايي خلک وایي یاد باغ په تېرو جګړو کې خراب شوی، خو اوس وخت د دې رارسېدلی چې دولت یې باید جوړ کړي، د مېملې باغ د جلال آباد ښار په ۷۰ کیلو مترۍ کې موقعیت لري، دغه سیمه په ځانګړې توګه د مېملې باغ د سیلانیانو لپاره ډېر په زړه پورې ده او اوس هم د هېواد له بېلابېلو سیمو سیلانیان ورته د چکر او مېلو لپاره ورځي او له د دغه باغ نه لیدنه کوي.
د دغه ځای مشران او د سیمې سپین ږیري وايي چې ۴۲۰ کاله وړاندې د شاه جهان پاچا د واکمنۍ په پېر کې د هغې لور نملي د دغه باغ د بنسټ ډبره اېښې ده، دغه مشران وايي د جګړو پر مهال يې دغه باغ د قومي تړون په اساس ساتلی او اوبه يې ورته په پیسو اخیستي، خو اوس د دغې باغ ډېری برخې خرابې شوې دي. دغه باغ ډېر تاریخي ځایونه لري ، دلته په یوه سیمه کې خلک د ساعت تېرۍ لپاره سترګي پټوي، خو تر ټاکلي هدفه نه شي رسېدلی.
د باغ چکر او مېلې ته تللي خلک وایي ډېر کوښښ يې وکړ چې ټاکلي هدف ته په پټو سترګو ورسېږي، خو په خبره يې رسېدل ورته سخت دي.
د نملې باغ چې په مېمله باغ مشهور دی د رغېدو لپاره يې پلانونه جوړ شوي.
دولت باید دغه باغ ته ځانګړې پاملرنه وکړي ترڅو بېرته د زړه راښکونکې تاریخي آبدې په توګه راڅرګند او د پخواني حالت نه نور هم ښه شي ځکه د ننګرهار خلک او سیلانیان دغه باغ ته د چکر لپاره ورځي.
د وزیر محمد ګل خان مومند کلا په ننګرهار کې هغه بله تاریخي آبده ده، چې د بیا رغاونې په دغه تازه پلان کې شامله شوې ده.
وزیر محمد ګل خان مومند د افغانستان ستر پوځي او فرهنګي شخصیت تېر شوی، چې په دې دواړو برخو کې د ده لوړ خدمتونه لکه د لمر داسې ځلانده دي، په ځانکړې توګه د پښتو ژبې لپاره د هغه خدمتونه د نه هېرېدا دي.
وزیر محمد ګل خان مومند د محمد خورشید خان مومند زوی او د موسی خان لمسی و، هغه د مومند بابا، وزیر او ګل دادا په نومونو هم یاد شوی. محمد ګل خان مومند په ۱۲۶۳ ل.هـ کال د کابل ښار په اندرابیو کوڅه کې زېږېدلی خو پلارنی ټاټوبی یې د ننګرهار ولایت د ګولایي کلي دي.
وزیر محمد ګل خان مومند له لومړنیو زده کړو وروسته په ۱۲۷۲ ل.هـ کال په حربي ښوونځي کې شامل شو او خپلې عسکري زده کړې یې د پنځه کلونو لپاره په نظامي اکاډمۍ کې سر ته و رسولې.
نوموړی په ۱۲۷۷ ل.هـ کال له نظامي اکاډمۍ تر فارغېدو وروسته د اردلیانو په غونډ کې د توپچي څانګې قومندان و ټاکل شو او تر څنګ یې په شاهي ټولګي کې د تدریس او د حربي ښوونځي د سر ښوونکي دنده پر مخ وړه. بیا د شاهي ګارډ قومندان شو او تر دې وروسته په ترکیه کې د افغانستان د سفارت نظامي اتشه شو، چې له هغه ځایه په راستنېدو د عسکري اکاډمۍ امر او د شاهي ګارډ استاد و ټاکل شو، په ۱۳۰۰ ل.هـ کال د ملي دفاع وزارت د نشراتو او تبلیغاتو امر شو او د (مجموعهٔ عسکري) مجله یې هم اداره کوله چې د حربیې وزارت له لوري خپرېدله، د خپلواکۍ په جګړه کې یې هم خپله پښتني مېړانه څرګنده کړه.
په ۱۳۱۰ ل.هـ کال یې د کابل ادبي انجمن او په ۱۳۱۱ ل.هـ کال کې یې د کندهار انجمن جوړ کړ چې (طلوع افغان) د همدغه انجمن لخوا خپرېده او د دغو دوه وو انجمنونو له یو ځای کېدو پښتو ټولنه جوړه شوه.
وزیر محمد ګل خان مومند له پښتو ژبې سره سره عربي، ترکي، روسي، ازبکي او پارسي ژبې هم زده وې.
ګڼ شمېر آثار یې لیکلي چې: (پښتو سیند قاموس افغاني) یې په ۳۶۶ مخونو کې، (د پښتو ژبې لیاره یا صرف او نحو) په ۴۹۵ مخونو کې او (لنډکۍ پښتو او پښتونواله) یې چاپ شوي.
دغه ستر نظامي، ادیب، عالم، متواضع، خاکسار او اسلامپال شخصیت په کال ۱۳۱۹ ل.هـ کې استعفا ورکړه او په سمنګان کې یې کرکیله پیل کړه، له څو کلونو وروسته کابل ته لاړ او په ۱۳۴۳ ل.هـ کال کې د زړه د ناروغۍ له امله ومړ.
د ده د دومره پوځي او فرهنګي خدمتونو ستاینه دا ده، لږ تر لږه خو د هغه کلا ببا ورغاول شي او د تاریخي آبدې په توګه وساتل شي.
اوس چې د افغانستان ډېری خلک ختیځ او په ځانګړې توګه ننګرهار، کونړ او نورستان ته د سیاحت لپاره ورځي، ننګرهار ولایت ته د مېملي باغ، د دره نور درو او د کامې شیریخ ته په مېلو هم ورځي. د نورستان او کونړ له جګو غرونو ځنګلو او شنیلیو یا شنو سیمو څخه لیدنه کوي.
په ټوله کې د دغو سیمو د سیل او مېلو ځایونو ته باید ډېره پاملرنه وشي، په دې برخه کې د ګرځندوی معیینیت باید ځانګړې هلې ځلې وکړي او د ننګرهار په شمول د ټولو سیمو تاریخي، لرغوني او د سیل ځایونه د سیلانیانو لپاره چمتو او پرې ستره پانګونه وکړي، چې د ګرځندوی صنعت داسې پراخ او ورغاول شي، چې کورني او بهرني سیلانیان ور مات او د ګرځندوی صنعت په افغانستان کې پر خپلو پښو ودروي.

حمزه

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *