اقتصاد او رغونه

د ننګرهار کانال د غنمو حاصلات ډېر شوي

د ننګرهار د کانال ریاست مسوولین وايي، د تېر کال په پرتله سږ کال د کانال پر ځمکه د کرل شویو غنمو په حاصلاتو کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی . سږ کال په ننګرهار کې د کانال پر شاوخوا ۳۰ زره جریبه ځمکه غنم کرل شوي، چې له جملې یې، پنځم زره جریبه ځمکه د شرکتونو له لوري، او پاتې نوره ځمکه یې کانال ریاست په خپلو لګښتونو کرلې، چې سږ کال به د اټکل له مخې نږدې یو نیم سل ټنه حاصلات ورکړي. د کانال کروندګر بیا خوښ دي، چې خواریو یې ځای نیولی. دوی د سرپرست حکومت له لوري د ځمکې پراختیا ته هم خوښ دي، چې په خبره یې سپېرې دښتې یې په ښېرازه ځمکو واړولې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button