ټولنه اوکلتور

د نن بېوزلي د پروني فساد پايله ده ایثار بتار

د ۲۰۲۱ز کال د اګست د میاشتې په پنځلسم تاريخ د اسلامي امارت سر سپارلی ځواک د هيواد پلازمينې کابل ته په داسې حال کې داخل شو چې د تيرې ادارې مفسدو چارواکو له لوري د افغانستان اقتصادي زیرمې لا له وړاندې چور شوې وې او د پاتې د چور کیدو لپاره د دوی په داخليدو ورته ولاړ قطارونه ړنګ او کورنو ته ستانه شول.
د دغې بلواګرې ادارې مخکښانو د دې ورځې په غرمه کې له انبار ډالرو غلا کولو وروسته تيښته وکړه.
که څه هم په بلواګرې اداره کې لا له وړاندې یو فکر شتون درلود چې د دوی ممکن راتلونکی او ورپيښدونکی زوال و، نو له همدې امله له مخکې څخه یې مشران او کشران د افغانستان د اقتصادي زیرمو په برپاکۍ تر هر څه زیات مصروف او سرګردانه وو.
دغه خبره په همغه وخت کې د يو څو سياسي څيرو له لوري تر ميډيا وورسيدله او هغوی انديښنه څرګند کړه چې د کابل نړیوال هوايې ډګر ته ناپيژانده الوتکې راځي او له دغه ځای څخه د ډالرو په ويستلو کې اسانتیاوې رامنځته کوي. وروسته معلومه شوه چې ياده شوې اجنډا د بلواګرې ادارې د مشر اشرف غني د ښځې رولا غني له لورې د یو منظم پلان له مخې پر مخ وړل کيږي.
د هغه وخت د بلواګرې ادارې لخوا په زور او یا هم د کومې معلمې په ترڅ کې د همدغه سياسیون خولې د چوپتیا په ستنه تر ننه وګنډل شوې. نو په همدې اساس ويلی شو چې طالب په داسې حال کې کابل ته داخل شو چې د بلواګرې ادارې لخوا ورته په میراث کې یوازې او يوازې خالي خزانه پاتې وه او بس….

له دې عجیبه يې لا دا چې د اسلامي امارت د واکمنی لا څه وخت نه و پوره چې د افغانانو حق او د هغوی ملي شتمنی د جابرې امریکا له لوري په نړیوال بانک کې کنګال شوې او تر ننه پورې یې له ځان سره توقیف کړې ده.
خو بیا هم په تیرو دوو کلونو کې د افغانۍ ارزښت ساتل او د فساد په وړاندې کلکه مبارزه د اسلامي امارت لپاره ستره بریا ده.
‏په حکومتولۍ کې فساد د پرمختګ ریښې لمنځه وړي او هیواد د بربادۍ کندي ته ټیل وهي. فساد د حکومت او د ولس ترمنځ بې باوري ته لاره هواروي او عامه ذهنيت له ځوروونکي کشمکش سره مخ کوي.
د تاریخ په اوږدو کې په کومو نظامونو کې چې فساد رائج و، هغه نظامونه تل د خپل کيدونکي فساد له امله له رکود سره مخ شوي او رانسکور شوي
دي.
دا چې په افغانستان کې په تیرو شلو کلونو کې د یو ډول فساد څخه هم مخ نه دی اړول شوی او د تیر نظام له ټيټ رتبه مامور څخه نيولې آن تر لوړتبه چارواکي پورې ټول په فساد کې ډوب وو، د همدې فساد نتيجه ده چې نن يې موږ منعکس کوو او په سترګو یې وینو چې افغانستان له بېوزلۍ، بیکارۍ او ډول ډول کړاوونو سره مخ دی. بناٌ ‏لا نورې هڅې باید وشي چې په حکومتي سکتور کې د فساد لپاره کوم څه
پاتې نشي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *