افغانستاناقتصاد او رغونه

د نورستان او سرپل د کانونو ریاست په عوایدو کې زیاتوالی راغلی

شریعت: د سرپل او نورستان د کانونو ریاست چارواکو د خپلو اداراتو د عوایدو د زیاتوالي خبر ورکوي.
د سرپل د کانونو او پټرولیم ریاست ۲۸.۹ میلیونه افغانی عواید راټول کړي دي.
د سرپل د کانونو او پټرولیم رییس عبدالسمیع اسحق زي باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل،چې تېر کال د مستوفیت ادارې له خوا ورته ۳ میلیونه ۱۴ زره افغانۍ هدف ورکړل شوی و، خو دوی وکولای توانېدلي، چې له ټاکلي هدف څخه څو برابره زیات عواید راټول او د دولت خزانې ته سپارلي دي.
په همدې حال کې د سرپل والي محمد یعقوب عبدالرحمن اکه د یاد ولایت د کانونو ریاست کړنې وستایلې او ټينګار یې وکړ، چې کانونه د افغانستان ملي شتمني ده او د افغانستان د اسلامي امارت د کانونو له بېلابېلو برخو څخه د اغېزمنې استفادې او دوامدارې ساتنې په موخه هڅه کوي چې د کانونو په سکتور کې له خپلو عوایدو څخه د اقتصادي ودې او د ټولګټو پروژو په پلي کولو کې چټکتیا او شفافیت رامنځته کړي.
د یو بل خبر له مخی، د نورستان د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولین وایي، چې تېر ١٤٠١ ه ش کال یې ١٠ میلیونه، ٦٣٢ زره او ٢٨٠ افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته جمع شوي دي.
د دغه ولایت د کانونو او پټرولیم رییس مولوي سید الرحیم عمیر باختر آژانس ته وویل، چې تېر کال د مستوفیت ادارې له خوا ورته ٢ میلیونو او ٣٠٠ زره افغانۍ هدف ورکړل شوی و، چې دوی له ټاکل شوي هدف څخه ٨ میلیونه، ۳۴۳ زره او ٢٨٠ افغانۍ زیات عواید راټول کړي دي.
عمیر د عوایدو د زیاتوالي لامل د نورستان ولایت مقام له لوري پرلپسې پاملرنه، په عوایدو راټولولو کې شفافیت او د یاد ریاست د مسوولينو هڅې یادوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *