افغانستان

د نورستان له یوشمېر مالدارانو سره مرسته وشوه

د نورستان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو ادارې د ښځو څانګې په مالي او د افغان ښځو پرمختیایي مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت په مرکز پارون او واما ولسوالی کې پر ۲۶ مالدارانو د مالدارۍ اړونده توکي وېشلي دي.
د چاراکو په خبره ددې مرستې په لړ کې یادو مالدارانو سره د کورتو جوړولو د توکو، مالدارانو سره د لبنیاتو پروسس څخه د حیواني خوړو جوړولو (چنر)، د پنیر جوړولو ټابلیټونه، د شېدو ټولولو لوښي او روغتیایي کېټونه ورکړل شوي دي.
په همدې حال کې د نورستان ولایت د کرنې،اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمر او سرپرست انجنير محمد حنیف افغان له مالدارانو څخه وغوښتل، چې د شیدو لرونکو غواګانو روغتیا ته زیاته پاملرنه وکړي او د شیدو لرونکو غواګانو نسل زیات کړي ترڅو ددوی پاقتصاد ورسره ښه شي.
یو تن مالدار عطاء الله وویل په مرسته شوي وسایلو خوښ دی، او د ولایتي ادارې او اړونده مؤسسې نه مننه وکړه، چې مالدارانو ته سهولتونو برابرولو ترڅنګ ورته خاصه پاملرنه کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *