افغانستان

د نوي موسم لپاره فراه کې ٨٤ زره نيالګي چمتو شوي دي

د فراه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسولین، وایي، چې په دغه ولایت کې د نیالګیو کېنولو نوي موسم

د فراه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسولین، وایي، چې په دغه ولایت کې د نیالګیو کېنولو نوي موسم لپاره ٨٤ زره نيالګي چمتو شوي دي.
د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس مولوي عبدالمومن فیصل باختر آژانس ته وویل، چې یاد ٨٤ زره مېوه لرونکي او بې مېوې نيالګي به د دولتي ادارو ترڅنګ د دې ولایت اوسېدونکو ته هم ووېشل شي.
د یادونې وړ ده، چې هر کال د فراه د کرنې ریاست له لوري زرګونو نیالګي د دغه ولایت اوسېدونکو او دولتي ادارو ته وېشل کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *