دینې لیکنې

د نيکي هېڅ خبره بېکاره مه ګنه اوله برخه

د شيطان په دې فريب(دوکه) کې هم هيڅکله راتلل نه دي په کار که چېري مونږ د دين د غټو کارونو د کولو څخه محرومه يو نو دغه وړوکې وړوکې نيکۍ موږ ته څه ګټه رارسوي؟ حقيقت دا دی چې د نيکۍ هيڅ عمل کوچنی نه دی او کوم وخت چې د کومي نيکې توفيق وشي هغه باید غنيمت وګڼل شي خامخا يې کول په کار دي، څه ليري خبره نه ده چې الله تعالٰی دغه نيکې او ښه عمل قبول کړي نو ددي له برکته زموږ نور ژوند هم برابر کړي.
ددغه جذبي او معتدل فکر سره ددي ليکنې مطالعه به انشاءالله ګټوره ثابته شي.(الاعمال الصالحه)
استغفار.
الله تعالٰی د استغفار د ګناهونو د زهر تارياق ګرځولی دی، د استغفار معنیٰ ده د الله تعالٰی څخه مغفرت غوښتل، هره بده او ناوړه ګناه کوم چې د حقوق اللّٰه سره تعلق لري په توبه او استغفار سره معافيږي له دې کبله کله چې کومه ګناه صغيره يا کبير وشي نو زر په توبه او استغفار سره ددې تلافي کول په کار دي، بلکې په خلاف اولى کارونو باندي هم استغفار کول په کار دی او په ظاهره که کومه ګناه نه وي شوي بيا هم استغفار کول په کار دي هر مسلمان پوهيږي چې د دواړو جهانو سردار حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د ګناهونو څخه بالکل معصوم او پاک و، ددې سره دی مبارک صلی الله علیه وسلم فرمايي چې :زه د الله تعالٰی څخه هره ورځ تر اويا (٧٠) زيات کرته استغفار کوم. (بخاري).
په يو حديث کې د دواړو جهانو د سردار محمد صلی الله علیه وسلم دغه ارشاد دی چې « کوم سړی د استغفار پابندي وکړي الله تعالٰی دده لپاره په هري تنګۍ کې د اساني لاره پيدا کوي او هر غم يې ليري کوي او وده ته د داسي ځايونو څخه رزق ورکوي چېري چې دده ګمان هم نه وي.
(ابوداؤد، کتاب الصلوة باب الاستغفار)
له دې کبله په تلو راتلو، ناسته ولاړه کې هم استغفار کولو عادت جوړول په کار دي او په ورځ کې لږ تر لږه د استغفار يوه تسپي ولوستل شي نو ډيره ښه ده.
د استغفار مختلفي عربي جملې دا دي.
استغفار په هره ژبه کې کېدای شي خو ددي مختصري او مختلفي عربي جملي دادي:
(۱) أَسْتَغْفِرُ اللّٰهَ الَّذِيْ لَا اِلٰـه اِلَّا هُوَ الْحَیُّ الْقَیُّوْمُ وَأَتُوْبُ إِلَیْه.
(٢) اَللّٰھُمَّ رَبِّ اغْفِرْلِیْ وَلِلْمُؤمِنِیْنَ وَالْمُؤمِنَاتْ.
(٣) أَسْتَغْفِرُ اللّٰهَ الَّذِيْ لَا اِلٰـه اِلَّا هُوَ الْحَیُّ الْقَیُّوْمُ وَأَتُوْبُ إِلَیْه․
(٤) أَسْتَغْفِرُ اللّٰهَ رَبِّيْ مِنْ کُلِّ ذَنْبٍ وَّ أَتُوْبُ إِلَیْهِ.
(٥) رَبِّ اغْفِرْ لِيْ وَتُبْ عَلَيَّ إِنَّك أَنْتَ التَّوَّابُ الرَّحِیْمُ.
(٦) اَللّٰھُمَّ رَبِّ اغْفِرْلِیْ وَ لِوَالِدَیَّ وَ لِاَھْلِیْ وَلِلْمُؤمِنِیْنَ وَالْمُؤمِنَاتِ وَالْمُسْلِمِیْنَ وَالْمُسْلِمَاتِ اَلْاَحْیَاءمِنْھُمْ وَالْاَمْوَاتْ.
په حدیث کې د استغفار د يوې خاصي دعا ډېر فضائل بيان شوی دی او وهغه ته سيد الاستغفار د (استغفار سردار) ويل شوی، هغه استغفار دادی:»اَللّٰهُمَّ أَنْتَ رَبِّي لاَ إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ، خَلَقْتَنِي وَأَنَا عَبْدُكَ، وَأَنَا عَلَى عَهْدِكَ وَوَعْدِكَ مَا اسْتَطَعْتُ، أَعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّ مَا صَنَعْتُ، أَبُوءُ لَكَ بِنِعْمَتِكَ عَلَيَّ، وَأَبُوءُ لَكَ بِذَنْبِي فَاغْفِرْ لِي، فَإِنَّهُ لَايَغْفِرُ الذُّنُوْبَ إِلَّا أَنْتَ.»
صحيح البخاري (٨/ ٦٧):
په حدیث کې راغلي چې کوم سړی دغه کلمي په بشپړه يقين سره د سهار په وخت ولولي او د ماښام څخه وړاندې وفات شي نو هغه په جنتيانو کې شمېرل کېږي او کوم سړی چې دغه کلمې د شپې په مهال په بشپړه يقين سره ولولي او د سهار څخه وړاندې وفات شي نو هغه د جنتيانو څخه دی.(بخاري باب فضل الاستغفار)په ځانګړې توګه د شپې د خوب څخه وړاندې څو کرته د زړه په حاضرېدو سره د ورځي د خپل ټولو اعمالو د کوتاهيو، ګناهونو اجمالي تصور او فکر کولو سره د ټولو استغفار کول په کار دي. هسي خو دغه يو مختصر عمل دی، لېکن د الله تعالٰی په دربار کې چې پردې کوم اجر او ثواب ليکل کېږي يا ورکول کېږي، ددې تصور هم دغه وخت زمونږ لپاره ناممکنه خبره ده….. نور بيا…

  حشمت اللّٰــه مياخيل

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *