
د نړيوالو اړيکو پر وړاندې شته خنډونه لرې کول غواړي!
لکه څنګه چې خبر یاست تېره ورځ د چين حکومت د افغانستان لپاره خپل نوی سفير راولېږه او دلته يې د افغانستان د رئيس الوزراء له خوا باورليک هم ومنل شو، پرته له شکه دا په نړيوالو اړيکو کې د افغانانو لپاره د پرمختګ يو مهم ګام ګڼل کېدای شي، ځکه نن سبا دا واقعيت له هېچا پټ نه دی، چې ټولې نړۍ دا وخت کاملاً د يوه کلي حيثيت غوره کړی، اړيکې خورا زياتې ژورې او چټکې او د ځمکې پر مخ ټول موجود قومونه يوله بله زښته ډېر اغېزمن کېدای شي. مطلب اوس مهال دا بالکل ناشونې يا به ډېره ګرانه وي،چې يوملت د نړۍ له نورو پرګنو او هېوادونو سره د پرېکون حالت کې ژوند او ګوزران وکړای شي، البته له دې سره سره بيا هم د هر ملت دا حق خوندي دی ، چې خپل کورني موضوعات او سيستمونه د خپلو خلکو له ارزښتونو، هيلو او تمايلاتو سره سم ترتيب کړي، خو څرنګه چې ټول بشري توکم په هر صورت ځينې عمومي مشترکات لري او ټولو ته لازمه ده چې نوموړي انساني حقوق او ارزښتونه مراعات کړي، نو بناءً پردې هر هغه ملت چې نوموړي انساني حقوق نه مراعتوي، طبعاً زياترو ته سرغړانده، بې رواجه او له نرخه وتلی ښکاري، د مثال په ډول دا مهال ګردې نړۍ ته ډېره ښه څرګنده ده چې افغانان له تېرودوو کلونو راهيسې له پردي اشغاله خلاص شوي او اوس د بشپړ ملي حاکميت خاوندان دي، داسې يوه مرکزي او پياوړی حاکميت چې د هېواد پر ګوټ ګوټ او کلي په کلي يې واک چلېږي او د خپل نظام په هېڅ يوه څانګه کې هم د بل چا اجازې او فرمايش ته کومه اړتيا نه لري، ښکاره ده چې نړيوال او د چم ګاونډ هېوادونه به هم خامخا د خپلو ضرورتونو په اساس موږ سره د اړيکو رغولو لېوالتيا او چمتووالی لري، خو داچې زموږ خپلې نيمګړتياوې هم په دې لاره کې څه ناڅه خنډ بلل کېدای شي، نو په کارده، چې پر يادو خنډونو او نيمګړتياو خپله فکر وکړواو ژر ژر يې د لرې کولو لپاره معقول او حکيمانه ګامونه واخلو، په دې کې هېڅ شک نه شته چې له نړۍ سره د اړيکو جوړولو په باب موږ له خپل لوري هم ډېرڅه کولی شو، ځکه اوس د نړۍ موجود سياسي وضعيت موږ ته حتماً دا فرصت راکولی شي، چې زياترو هېوادونو سره د معمولي اصلاحاتو په راوستوهم ژورې اړيکې وپاللی شو، په دې برخه کې ډېره عمده او مهم اصلاحات د زياترو کارپوهانو او تجربه کارو اشخاصو په نظر لومړی خو داچې د نظام د تائيد لپاره مثلاً د لويې جرګې په بڼه له عام ولس نه د خوښې او ملاتړ تر لاسه کولو په باب يوڅه مراسم تطبيق شي، دوهم داچې له همداسې يو مجلس نه د مسئولينو د صلاحيت او کاري لوايحو څه مسوده چې اساسي قانون يې بولي تائيد شي او درېيم داچې د ښځينه و د تعليم لپاره له خپلو دينې لارښوونو او کلتوري ارزښتونو سره سمه تګلاره جوړه او اړينو څانګو کې يې د ښوونې او روزنې انتظام وشي، دا درې واړه هغه څه دي چې ترتيبول يې هېڅ کومه سختي نه لري او نه په دې ارزي چې موږ خپل دغه موجود په لاس راغلي زرين فرصت پرې ضايع کړو، باور دی چې همدغه څو اقدامات به له نړۍ سره زموږ د اړيکو ټول خنډونه له منځه لرې کړای شي.