بېلابېلې لیکنېلیکنې

د نړۍ تر ټولو ستر وسله جوړونکی شرکت ځانګړنې، تولیدات او تاریخچه

د نړۍ تر ټولو ستر وسله جوړونکي شرکت لاکهید مارتین نومیږي. دغه امریکایي شرکت د نړۍ د وسلو تر ټولو ستر تولیدونکی شرکت دی چې په ۱۹۹۵ کال کې د لاکهید او مارتین مریتا شرکتونو له ادغام نه جوړ شو.
لاکهید یو فضایي شرکت و چې له ۱۹۱۲ راهیسې یې فعالیت درلود او مارتین شرکت بېا د دفاعي او جنګي وسایلو جوړونکی شرکت و چې ۱۹۹۶۱ کې د دوو شرکتونو له یوځای کېدو وروسته جوړ شو او په ۱۹۹۴ کې یې په نوې بڼه کار پیل کړ.
دغه شرکت تر ډیره جنګي تجهیزات، فضایي راپورونه او امنیتي اطلاعات نشرول.
د لاکهید مارتین کمپنۍ له جوړېدو سره د بریا او ګټې په لور حرکت پیل وکړ خو ۲۰۱۳، ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کلونه ورته سخت او تاواني تمام شول، مګر تېر دوه کلونه یې عایداتو ۱۲ میلیارده زیاتوالی وکړ.
د دې کمپنۍ ۸۹ سلنه عاید د وسلو د پلور له طریقه ترلاسه کیږي. د شرکت اکثره تولیدات د هوا او جګړییزو تجهیزاتو په برخه کې دي.
دغې کمپنۍ په ۲۰۲۰ کال کې د ۶۵.۴ میلیارده ډالرو متبادلې وسلې پلورلي دي.
یاد شرکت اوس مهال ۱۱۰ زرو نه زیات کارکوونکي لري او مرکز یې د امریکا په مريلنډ ایالت کې دی.
جنګي او جیټ الوتکې، جنګي بېړۍ، بالستیک توغندي، ډول ډول د لیرې واټن ویشتونکي میزایل، رادار او دفاعي سیستمونه، سپوږمکۍ، الکترونیکي وسلې او د وسلو نوې مجهزې جنګي پرزې جوړول د دغه شرکت مهم فعالیتونه دي.
همداراز شرکت خلکو ته د پیسو په بدل کې د زړو وسایلو بېا رغونه کوي، لابراتواري زده کړې ورکوي او د ټانګونو استعمالول هم ورښایي.
لاکهید مارتین شرکت د فضایي چارو په برخه کې له ناسا سره مرسته او همکاري لري.
او د جنګي وسلو ستر بازار یې امریکا له ۲۰۱۸ کال وروسته سعودي عربستان هم دی.
د دغه شرکت اوسنی مشر Marillyn Hewson دی که تاسو شرکت په اړه د لا زیاتو معلوماتو غوښتونکي یاست، نو لاندې ویبسایټ ته مراجعه وکړئ چې د شرکت رسمي
ادرس دی:

ژباړه:خالد ( مشعل)

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *