سرمقالې

د نړۍ په هیڅ نظام کې بې قیده رسنیزه ازادي نشته !

د تېرې یکشنبې په ورځ کابل کې د دولتی ورځپاڼو د پرمختګ او پر وړاندې یې د ستونزو او حل لارو پر موضوع یوه درې ورځنۍ غونډه پیل شوه- د غوڼدې پیلیزه ناسته کې د رسنیز ډګر زیاترو مشرانو او مسئولینو د هېواد او نظام لپاره د مطبوعاتو او چاپي رسنیو پر اهمیت او اغېز رڼا واچوله او ټینګار یې وکړ چې زموږ ورځپانې باید هیڅکله خپل دیني او ملي ارزښتونه تر پښو لاندې نه کړي. خو تر څنګ یې لازمه ده چې د عام ولس هیلې او غوښتنې تر چارواکو ورسوي، په مثبتو چارو کې حاکمان تشویق او منفي اقدامات یې تنقید کړي. دغه راز بله ذمه واري یې داده چې د تېر شل کلن اشغال په زمانه کې چې زموږ د عوامو څومره ذهني تخریب شوی، اوس یې باید د تعمیر او سمولو هڅه هاند وکړي.

ځکه دلته یرغلګرو د خپل اشغال د دوام لپاره نه یوازې په جګړه کې بلکې د خلکو د اخیستلو او غولولو لپاره پر تبلیغاتو، رشوتونو او خپل کلتور خپرولو هم بې دریغه لګښتونه وکړل- ښايي پر دې خبره به زموږ یو عام وګړی هم ډېرښه پوهیږي چې د یو څلوېښت میلیوني ملت لپاره دغه سل ګونه رسنۍ او زرګونه خبریالان بې له شکه زموږ تر اړتیا زیات او یو مخ د هماغو اشغالګرو د ناروا موخو لپاره ایجاد شوي وه دغه راز په هر پوهنتون کې د ژورنالیزم پوهنځي او په زرګونو شاګردان روزل هم یقیناً د همدغو مقاصدولپاره وو- ځکه بهرنیان مجبور وو چې په درجنو رسنۍ او په زرګونو خبریالان وروزي، وپالي او د خپلې خوښې تبلیغاتي کمپاین لپاره یې استخدام کړي- له .بده مرغه همدغو سل ګونو رسنیو د خارجي رشوتو لاس ته راوړو لپاره په تېرو شلو کلونو کې داسې یو منفی رول ولوباه چې ښايي زموږ راتلونکی نسل او ملي تاریخ یې هیڅکله ونه بښي- همدغه رسنۍ وې چې پاک زړي افغان ولس ته یې هر اړخیزه ګډوډي، بد اخلاقی او فحاشي د آزادۍ او دیموکراسۍ په نوم وروپيژندله، بې دیني د زغم، اشغال د دوستۍ او ملګرتیا او غلامی د خپلواکي په نامه- په هر صورت اوس چې د خدای تعالی فضل دی بهرنی اشغال پای ته ورسېد او د هغوی سل ګونه فسادي مراکز او پروژې له منځه ولاړې او د دې هېواد له خپلولو کاملاً مایوس شول، طبیعی ده چې نور یې هغو پخوانیو رسنیو او خبریالانو ته هم څه اړتیا نشته او نه غواړي چې لاهم د میلیونو ډالرو لګښت ته دوام ورکړي- همدا هغه یوازنی حقیقت دی چې اوس د سلګونو رسنیو د سقوط لامل ګرځېدلی- پاتې شوه اوسني نظام کې پر خبریالانو او رسنیو د محدودیت خبره نو باید دا واقعیت هم په نظر کې ونیول شي چې اصولاً د نړۍ په هیڅ قوم او نظام کې د رسنیو لپاره بې قید او شرطه آزادي له سره وجود نه لري- نو دا چې موږ هم خپل ځانګړي ارزښتونه لرو، لازمه ده چې ټولې رسنۍ یې خیال وساتي. زموږ ملت مسلمان او د حکومت نظام مو اسلامی دی- په دې اساس د خبریالانو او رسنیو په شمول هر افغان ته لازمه ده چې د یو مسلمان په توګه د خبرو کولو له شرعي چوکاټ نه ځان خبر کړي- د بېلګی په توګه زموږ په دین او قانون کې دروغ ویل بند دي، غیبت په کلکه حرام، چغلي ناروا، پوچې خبرې او پر خلکو ملنډې وهل او تورو تهمت لګول د سزاوړ جرایم دي- خو د دې ترڅنګ بیا رښتینې شاهدي ویل لوی ثواب او یو ظالم چارواکي ته حقه وینا کول تر ټولو غوره جهاد ګڼل کیږي- دغه راز بدګوماني او پر ته له سپیناوي د هرې آوازې یا اورېدلې خبرې نشرول عیناً هماغسې دروغ ګڼل کیږي لکه څوک چې له یو معلوم غله نه سودا اخلي نو دی هم په غلاکې برابر شریک بلل کیږي- لنډه دا چې همدغه زموږ په اسلامی نظام کې د رسنیو او خبریالانو لپاره یو اساسي قانون دی- اوس نو که دوی پر همدې قانون چلیږي خو بیا هم د حکومت له خوا وځورول شي، چارواکي ملامت دي او که پورتني قوانین بې ځایه محدودیتونه بولي، بیانو د ګیلې هیڅ حق نه لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *