افغانستان

د نړۍ ۱۹۲ هېوادونو ته د پُوست او پارسل خدمتونه ترسره کېږي

د اسلامي امارت په هلوځلو سره افغان پُوست هېوادوالو ته د ښو خدمتونو په وړاندې کولو سره يو ځل بيا خپل پخوانی شهرت ترلاسه کړ او فعاليتونه يې له پخوا غښتلي او پراخ شوي، دغه اداره د نړۍ ۱۹۲ هېوادونو ته د پُوست او پارسل خدمات ترسره کوي، د هېواد په د ننه کې هم خلکو ته د پاسپورټونو وېش او کوم اسناد،چې د بهرنيو چارو وزارت تائيدۍ ته اړتيا ولري له دې لارې لېږدول کېږي او له مهر او تائيد وروسته بېرته مراجعه کوونکي ته ورکول کېږي.د سيم کارتونو د وېش چارې د همدغې ادارې له خوا وېشل کېږي.زموږ خبريال د افغان پُوست د سوداګرۍ د پراختيا له رئيس انجنير ذبيح الله((عمر)) سره مرکه کړې،چې خپرېږي.
پوښتنه:د افغان پُوست د فعاليتونو په اړه رڼا واچوئ؟
پوښتنه:افغان پُوست ۱۵۰ کاله مخکې د امير شېرعلي خان د واکمنۍ پرمهال منځ ته راغلی، په تېرو نظامونو کې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت تر چتر لاندې د پُوست او پارسل فعاليتونه ترسره کول؛خو د اشرف غني د واکمنۍ پرمهال په يوه ځانګړي شرکت بدل شو. دغه شرکت د نړيوالې پُوستي ټولنې او همدارنګه د اسيا او پاسفيک داتحاديو غړيتوب لري.اوس افغان پُوست د نړۍ ۱۹۲هېوادونو ته پُوستي خدمتونه ترسره کوي.د هېواد په سطحه هم يوه پراخه شبکه شمېرل کېږي، ۳۴ ولايتونو او همداسې نژدې ۴۰۰ ولسواليو کې فعال د خدمتونو د وړاندې کولو څانګې لري.سربېره پر دې په کابل پلازمېنه کې کابو۳۰ پُوست خونې لري،چې د دغو پُوست خونو له لارې د هېواد په۳۴ ولايتونو او همداسې ۴۰۰ ولسواليو کې پُوستي خدمات ترسره کوي.
پوښتنه:د نړۍ هېوادونو ته خپل پُوستي خدمات په څه ډول او له کومو لارو ترسره کوئ؟
ځواب:افغان پُوست دولتي اداره ده،چې د نړۍ ډېرو هېوادونو ته د هوا له لارې خپل پُوستي خدمات ترسره کوي.افغانستان په وچه کې ايسار هېواد دی، سمندر ته لاره نه لري. د نړۍ ډېرو هېوادونو ته د پُوست او پارسل فعال خدمات شتون لري.مراجعين کولی شي تر۳۰ کيلو وزن پورې خپل مالونه يادو هېوادونو ته ولېږدوي.
د اسلامي امارت د نظام ټول مراسلات له دې لارې لېږدول کېږي.سربېره پردې په دغو ولايتونو او ولسواليو کې د سيم کارتونو او کريدت کارتونو خدماتو نمايندګۍ هم لرو.د دغو کارونو ترڅنګ د بهرنيو چارو له وزارت سره د سندونو او تحصيلي ديپلومونو تائيدولو يوتفاهم ليک هم لرو.دغه سندونه زموږ له لارې تائيد کېږي.د ادارې پړاو له بشپړولو وروسته سندونه بېرته مراجعه کوونکو ته سپارل کېږي،چې په دې کار سره هېوادوالو ته اسانتياوې برابرې شوي دي.همداسې د پوهنې وزارت د شهادت نامو له رياست سره هم تفاهم لري.د اړتيا پرمهال شهادت نامې زموږ له لارې د بهرنيو چارو وزارت ادارې پړاو بشپړوي.سربېره پر دې د هېواد په ۳۴ ولايتونو کې د پاسپورټ وېش هم ترسره کېږي.
پوښتنه: د پخواني نظام په نسکورېدو سره يوه موده پُوستي خنډونه او ستونزې پيدا شوي وو ،اوس وضع څنګه ده؟
ځواب:د اسلامي امارت په منځ ته راتلو له نړۍ سره اړيکې کمزورې شوې وې، موږ ونه شوای کولی،چې د پُوست او پارسل خدمات غښتلي کړي وای،خو د همکارانو په هلوځلو سره موږ پر دې وتوانېدو،چې وضعيت ته بدلون ورکړو. اوس د نړۍ ۱۹۲ هېوادونو ته پُوستي خدمات لرو او په دې لټه کې يو،چې دغه خدمات پراخ شي..
پوښتنه:د پُوست د تشکيل او د خپلو ترلاسه شويو عوايدو په اړه که رڼا واچوئ؟
پوښتنه:په اټکلي ډول ويلی شم،چې په يوه مياشت کې کابو۵۰ ميليونه افغانۍ عايد لرو.د پوست ادارې کارمندانو ته،چې شمېر يې ۱۲۰۰ کسانو ته رسېږي له دغو پيسو معاشونه ورکول کېږي او پاتې پيسې د دولتي حساب ته داخلېږي.
پوښتنه: نور څه خدمات ترسره کوئ؟
ځواب: موږ د الکترونيکي پيسو د لېږد چارې هم ترسره کوو او همدارنګه له مخابراتي شرکتونو سره د سيم کارتونو او کرېدت کارتونو د وېشلو لپاره تعامل هم لرو.د برېښنا د بل د ورکولو خدمات هم لرو،چې زموږ له لارې ترسره شي.
پوښتنه:په راتلونکې کې د خپلو پُوستي فعاليتونو د پراختيا لپاره څه پلان لرئ؟
ځواب:موږ هلې ځلې کوو،چې د افغان پُوست ټول خدمات معياري او پراختيا ورکړل شي.په پخواني نظام کې د پُوستي خدماتو برخه کې ستونزې پرتې وې،چې اوس موږ تر ډېره برېده دغه ستونزې هوارې کړې.د هرې برخې لپاره طرزالعملونه جوړ شوي او په داسې ميکانېزمونو کار کوو،چې څرنګه چټک پُوستي خدمات د هېوادوالو لپاره د منلو وړ وګرځوو.په نژدې راتلونکې کې به دغه خدمات وړاندې شي.
پوښتنه:خلکو ته د پُوستي خدماتو په اړه څه وينا او پيغام لرئ؟
ځواب:له هېوادوالو زموږ غوښتنه داده،چې افغان پُوست مطالعه او وپېژني؛ځکه ډېر خلک د دغې پُوستي ادارې په اړه معلومات په واک کې نه لري.موږ هم هلې ځلې کوو،چې د انځوريزو،غږيزو او چاپي رسنيو له لارې خلک د پُوست له ښېګنو پوه کړو.په پخوانيو نظامونو کې د پُوست د پراختيا له لپاره کار نه دی شوی.اوس چې موږ د پُوست پراختيا ته هوډ لرو دغه پړاو وخت نيسي.موږ دغه خدمات د هېوادوالو د هوساينې لپاره منځ ته راوړي دي. نوري

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *