افغانستان

د نیمروز نښتې په اړه څېړنې پيل شوې دي

په نیمروز ولایت کې د اسلامي امارت او ایراني ځواکونو ترمنځ نښته پای ته رسېدلې او د دواړو هېوادونو چارواکو ویلي چې د نښتې د عواملو په اړه یې څېړنې پیل کړي دي. د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې، د کنګ په سرحدي ولسوالۍ کې په پرونۍ نښته کې له دواړو خواو یو یو تن وژل شوی او ګڼ شمېر نور ټپیان دي. د نوموړي په وینا موضوع د دواړو هېوادونو تر مشرانو پورې رسېدلې. ایراني رسنیو بیا راپور ورکړی چې په نښته کې د ایران دوه سرحدي سرتېري او د افغانستان یو سرتیری وژل شوي دي. د فارس خبري اژانس د راپور له مخې د دواړو هېوادونو سرحدي چارواکو د دې پېښې په اړه څېړنې پیل کړې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button