افغانستان

د نېله باغ پروژې عملي چارې پیلېږي

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني په خپل کاري دفتر کې د چین هېواد د دولتي تصدۍ او کابل کې د چینایي پروژې له مسوول سره کتلي او د نېله باغ پروژې د عملي چارو پر پیل یې بحثونه کړي دي.
په دغه لیدنه کې د نېله باغ پروژې، چې چارې یې د چین لخوا په وړیا ډول پر مخ وړل کیږي؛ خبرې اترې وشوې.
د چین هېواد د تصدۍ او په کابل کې د نېله باغ پروژې مسوول وویل، چمتو دي چې د پروژې رغنیزې چارې پیل کړي او تمه لري چې په شاوخوا درې کالونو کې به یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپاري.
د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست شیخ حمدالله نعماني، چینايي لوري ته د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې د پروژې چارې به د تړون سره سمې پر مخ ځي او د راتلونکو ستونزو د حل په موخه به ګډې هڅې کوي.
د نیله باغ هستوګنیزه پروژه چې چارې یې د تېرو څو کالونو راهیسې ځنډېدلې وې، اوس یې ستونزې حل شوي او عملي چارې به یې پیل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *