افغانستان

د هرات د صنعتي ښارګوټي د برېښنا رسولو د څلورم فاز کار پیل شو

د هرات د صنعتي ښارګوټي د څلورم فاز د برېښنا رسولو د شبکې د جوړولو کار نن پیل شو.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعتي پارکونو د پراختيا آمر مفتي علي محمد باختر آژانس ته وويل چې د پنځه کيلو مترو په اوږدوالي د اوبو د کانال د جوړولو په ګډون د دې پروژې لګښت ٤٤ ميليونه افغانۍ دی، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له خوا ورکول کېږي.
له بلې خوا د هرات د صنعت او سوداګرۍ رييس مولوي بشير محمد سيرت وايي، د دې شبکې په پرانيستلو سره به په راتلونکي کې د فابريکو د جوړولو لړۍ هم پيل شي.
مولوي سیرت زیاتوي اوس مهال په هرات کې څه پاسه ۶سوه فابریکې فعالې دي او د څلورم فاز په پیل سره به د دغو فابریکو شمېر زیات شي.
دغه راز د هرات د کانونو او صنايعو د خونې رييس حميدالله خادم د دغه اقدام هرکلى کوي او په تېرو دوو کلونو کې د صنعت او پانګونې په برخه کې ترسره شوي کارونه د قدر وړ بولي او وايي، اړتیا ده چې نظام د پنځم فاز په اړه پاملرنه وکړي ځکه یو شمېرسوداګر په هرات کې پانګونې ته منتظر دي.
دا مهال د هرات په صنعتي ښارګوټي کې څه د پاسه ۶ سوه فابریکې په بېلابېلو برخو کې تولیدي فعالیت لري، خو کافي نه دي او پانګوال په دغه ښارګوټي کې د ځمکو د وېش او د فابریکو د جوړېدو په تمه دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *